یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملا برادر قطر ته د کابل هوايي ډګر د مدیریت پر مهلت...

ملا برادر قطر ته د کابل هوايي ډګر د مدیریت پر مهلت ټاکلو ټینګار وکړ

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۱۸ مه) د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د خپل حکومت بهرنيو چارو وزارت ته دنده سپارلې، چې قطر ته د کابل هوايي ډګر د مدیریت لپاره مهلت وټاکي.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې ملا برادر اخوند دا لارښوونه نن د طالبانو د کابینې د اقتصادي کمیسیون د غونډې پر وخت کړې ده.

 سرچینه زیاتوي، چې د دې ترڅنګ بهرنيو او کورنيو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست ته دنده سپارل شوې، چې په کابل هوايي ډګر کې بهرنيو پانګوالو ته د عاجلو ویزو د ورکولو بورډ رامنځته کړي.

سربېره پر دې، روسیې ته د سوداګرۍ او صنعت وزارت د یوه پلاوي د استولو پریکړه هم شوې، څو د اوړو او غنمو د بیو د کموالي په موخه له یاد شوي هېواد څخه د وارداتو په اړه روسي چارواکو سره وغږيږي.

طالبانو مخکې له ترکیې او قطر سره د کابل هوايي ډګر د مدیریت په اړه د خبرو او پریکړو اعلان کړی و.

تازه، ځینو رسنیو په دغه هوايي ډګر کې د قطر د مېشتو ځواکونو د تمریناتو ویډیو خپره کړې، چې ورسره پر طالبانو ځینو خلکو نیوکې کړي.

د طالبانو منتقدینو له دوی پوښتلي، چې په افغانستان کې د قطر د ځواکونو داسې موجودیت او تمرینات خو به د اشغال په مانا نه وي؟

دوی د قطر او امریکا ژورور اړیکو ته په کتو سره ويلي، چې امريکا دا ځل طالبان افغانستان د قطر په وسيله کنټرولوي.

د طالبانو چارواکو تر اوسه کابل کې د قطر د ځواکونو موجودیت نه و تاييد کړی.

دوی اوس هم نه دي روښانه کړي، چې د قطر ځواکونه د کوم تړون له مخې په څومره شمېر او کوم حقوقي سند په اساس افغانستان کې دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب