دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد يوناما مرستياله: د ط پريکړې په يوه نا معلوم ځای کې...

د يوناما مرستياله: د ط پريکړې په يوه نا معلوم ځای کې کیږي

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۱۸ مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیالې میرمن مته نودسن وايي، چې د طالبانو مهمې پریکړې د دوی په کابينه کې نه، بلکې په يوه نا معلوم ځای کې کیږي.

نوموړې د اروپا د نړيوالو چارو انستیتوت ته په وينا کې وويل، چې د طالبانو له واکمنیدو سره د دوی د حکومت وضعيت پېچلی دی، خو دوی ليدلي چې مهمې پریکړې د طالبانو په کابينه کې نه، بلکې يو بل ځای کې کیږي.

د يوناما دغې چارواکې نه دي ويلي، چې له« بل ځای» څخه یې هدف کوم ځای دی.

د طالبانو د منتقدینو تر منځ هم په دې اړه مختلفې ادعاوې شوي.

ځينو تور لګولی، چې طالبانو ته پریکړې په مستقيمه توګه له پاکستان څخه لیږدول کیږي، خو د طالبانو ځينې پلويان بيا وايي، چې د دوی اساسي پرېکړې په کندهار کې د طالبانو لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده کوي.

د اخوند زاده د مرګ او ژوند په اړه هم مختلفې ادعاوې شوي، خو طالبان ټینګار کوي چې هغه ژوندی او په کندهار کې مېشت دی.

د يوناما د مرستیالې دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو د کابینې ډېرو غړو بیا- بيا د نجونو د تړل شويو ښوونځيو د پرانيستلو ژمنې کړې وې، خو د حمل په درېيمه چې د طالبانو د رسمي اعلان له مخې ښوونځي پرانيستل شوي وو، د دوی د لوی مشر په نوم یوه اعلان ناڅاپه پرانیستل شوي ښوونځي څو ساعته وروسته وتړل.

له دې سره د طالبانو پر پریکړو د نا معلومو لوریو د زورور اغېز او سيوري د موجوديت ادعاوې هم زياتې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب