یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسرچينې: ط پر پاکستاني هلیکوپټر د ډزو پر وخت د دغه هېواد...

سرچينې: ط پر پاکستاني هلیکوپټر د ډزو پر وخت د دغه هېواد يو جنرال ټپي کړی

تاند:( جمعه، د حمل ۱۹ مه) راپورونه وايي، چې ډیورنډ فرضي کرښې ته نيږدې د نيمروز ولايت په ذاکر کلي کې د طالبانو ځواکونو د پاکستان پر يوه هليکوپټر ډزې کړي دي.

د سرچينو په حواله، دغه هلیکوپټر په شکمنه توګه د يادې سيمې فضا کې روانه وه، چې طالبانو پرې ډزې کړي او په هلیکوپټر کې ناست یو پاکستانی جنرال یې ټپي کړی.

تازه راپورونه څرګندوي، چې د پاکستان پوځ په ۲۴ ساعتونو کې د يادې پېښې د عاملینو د ور سپارلو او له ذاکر کلي څخه د خلکو د ويستو غوښتنه کړې ده.

نا تایید شوي راپورونه ښيي، چې له دې کبله د پاکستان د پوځ او طالبانو ترمنځ د شخړې احتمال شته او طالب چارواکو د احتمالي ترینګلتیا پر وړاندې مقابلې ته ځان چمتو کوي.

په دې اړه د پاکستان پوځ او طالبانو دواړو په رسمي ډول څه نه دي ويلي، خو ويل کيږي چې طالبانو د مقابل لوري دغه غوښتنې رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون ځینو رسنیو د هلمند پر شورابک پوځي اډې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د بريد او په کابل او نورو ولايتونو کې د شکمنو بهرنيو چورلکو د ګرځیدو خبرونه ورکړي.

د طالبانو ځينې تبلیغاتي مبلغينو پاکستان بې باوره هېواد ګڼلی او ويلي، چې تېر ځل یې هم د طالبانو د نسکورولو لپاره امریکا او متحدینو ته یې اډې ورکړې وې.

4 COMMENTS

  1. طالب که دومره نر سي سي د تورمخي فرنګي د چیچي پنجاب غاښونه ورمات کړي دا به یې لویه توره وي ❤️?

  2. دا کار که طالبانو رښتيا کړي وي نو دا ددوي دوطن چه هغه دا ناموس حيثيت لري دفاع ده افرين د پر دوي وي, خو بدبختانه چه خائنين او وطنفروشان به دوي به دوي پاکستان ته لاس تړلي ورکړي او که دا کار وشو بيا طالبان بايد دهغه خائينينو په ضد بغاوت وکړي تر څو ددوي ليکي د پاکستان له جاسوسانو او غلامانو پاکي شي.
    دازاد او يو موټي افغانستان په هيله

  3. لکه چې د تور پنجاب سغۍ بخار کوي . په افغانستان کې د لویو لویو سټو بېخ و خوت او د نړۍ د تاریخ د مخ تورو په لست کې شامل شول . پنجاب به ځان ته مغرور وي ، خو دلته یې نور فرمان نه چلیږي . پدې توطئو سره پنجاب غواړي له خپل وران ویجار کورني حالت نه د خپلو خلکو توجو بلې خواته واړوي او خپل کرغېړن ژوند ته دوام ورکړي .

  4. پدی ټول پوهیږی چی د پآکستان پوځ او استخبارات د امریکا او برتانیی د فرمان او امر په اساس ګامونه پورته کوی نو طالب چارواکو څخه می دا غوښتنه ده یا مشوره ده چی له چین، روسیی، ایران ترکیی او قطر سره او په خپله پاکستان نظامی او استخباراتی لوړ پوړو چارواکو سره دا خبره شریکه کړی کچیری بیاځلی د تیر په شان پاکستان پوځ امریکا ته یا داعش ډلی ته نظامی آډه یا نظامی همکاری ورسره وکړه نو افغانان کیدای شی خپل حساسیت د مخکی په شان وښیی کچیری افغانانو په وړاندی کوم عکس العمل وښوده موږ افغان یا اسلامی امارت باید ګرم ونه ګڼل شی او ددی په خاطر چی چین او روسیه د امنیت شورا او په نړیوالی ټولنی کی دایمی استازی لری نو باید د راتلوونکی بهانو او ګیلو لپاره په جریان کی وساتل شی او پاکستان مخکی له مخکی پوه شی ، که زه بیاځلی امریکا ته نظامی آډه ورکوم نو کیدای افغانان زما په وړاندی ملی پاڅون وکړی نو بیا د پاکستان ولس له افغان ولس څخه د ګیله کولو حق او شکایت نلری دا بهترین مشوره ده کچیری مشران پدی خبره باندی خبر شی بهتره به وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب