جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکرزی: په بنو کې د پښتنو د سترې قومي جرګې د پریکړه...

کرزی: په بنو کې د پښتنو د سترې قومي جرګې د پریکړه لیک کلک ملاتړ کوم

تاند:(سې شنبه، د حوت ۲۴ مه) ‏‏‏د ‎افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ‎خیبر پښتونخوا په بنو کې د پښتنو د سترې قومي جرگې د جوړیدو او پریکړو هرکلی وکړ.

کرزي په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه ستره جرگه په سیمه او ‎افغانستان کې د موجودو ستونزو د اوارولو لپاره نېک او اغېزمن گام بولي او د یادې جرگې د پرېکړه لیک کلک ملاتړ اعلانوي.

حامد کرزي همدارنګه په یاده ستره جرګه کې د ښځو پراخ گډون او په اقتصادي، سیاسي او فرهنگي چارو کې د ښځو د حقوقو د تامین لپاره د جرگې د سپارښتنو ستاینه کړې ده.

حامد کرزي او ګڼو افغان سياستوالو او د نظر خاوندانو تر دې مخکې هم طالبانو ته بیا- بيا مشوره ورکړې، چې د لوېې جرګې له جوړولو سره خپل حکومت ته مشروعیت تامين او د ملت د استازو په وسيله د افغانستان راتلونکی برخليک روښانه کړي.

‏د بنو جرګه پرون د يوه پريکړه ليک په خپرولو پای ته ورسېده، چې په پاکستان کې د پښتنو د ناوړه وضعیت د بيان او حل په اړه د غوښتنو تر څنګ پکې د افغانستان د کړکېچ د حل په اړه وړانديزونه شوي وو.

د جرګې کوربه توب د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي کاوه او د نورو مخکښو ملتپالو پښتنو سياستوالو تر څنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین او ګڼو نورو ګډون پکې کړی و.

په دې جرګه کې د افغانستان په اړه ټينګار وشو، چې د اساسي قانون مطابق یې باید لویه جرګه جوړه شي، څو د ټاکنو له لارې په افغانستان کې د يوه منتخب جمهوري نظام جوړيدو ته لاره هواره کړي.

د جرګې په پرېکړه ليک کې د زور له لارې په افغانستان کې د واک د ترلاسه کولو د لړۍ په ختمیدو هم ټينګار وشو او له دې لارې د طالبانو پر واک ته رسېدو د نیوکې ترڅنګ د روان بشري ناورين د حل لپاره د پراخو هڅو غوښتنه وشوه.

د‌ افغانستان واکمنو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په ټولنیزو رسنیو کې په زرګونو افغانانو د يادې جرګې د پریکړو هرکلی کړی دی.

د دې جرګې د ترسره کيدو جريان يوازې د محمود خان اڅکزي له ټويټر پاڼې څخه څه باندې ۲ ميليونه کسانو ننداره کاوه.

د پاکستان رسنیو د دغه هیواد د استخباراتو په امر د جرګې خبرونه او ژوندی بهیر خپور نه کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب