جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پښتنو قامي جرګې پريکړې په پراخه کچه وستايل شوې

د پښتنو قامي جرګې پريکړې په پراخه کچه وستايل شوې

تاند:(سې شنبه، د حوت ۲۴ مه) د نړۍ له مختلفو سيمو څخه زرګونو پښتنو فعالانو د‌ پښتونخوا په بنو کې د محمودخان اڅکزي په کوربه توب د جوړې شوې «پښتنو قامي جرګې» د پریکړو هرکلی وکړ.

‏ياده جرګه پرون د يوه پريکړه ليک په خپرولو پای ته ورسېده، چې په پاکستان کې د پښتنو د ناوړه وضعیت د بيان او حل په اړه د غوښتنو تر څنګ پکې د افغانستان د کړکېچ د حل په اړه وړانديزونه شوي وو.

د جرګې کوربه توب د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي کاوه او د نورو مخکښو ملتپالو پښتنو سياستوالو تر څنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین او ګڼو نورو ګډون پکې کړی و.

په دې جرګه کې د افغانستان په اړه ټينګار وشو، چې د اساسي قانون مطابق یې باید لویه جرګه جوړه شي، څو د ټاکنو له لارې په افغانستان کې د يوه منتخب جمهوري نظام جوړيدو ته لاره هواره کړي.

د جرګې په پرېکړه ليک کې د زور له لارې په افغانستان کې د واک د ترلاسه کولو د لړۍ په ختمیدو هم ټينګار وشو او له دې لارې د طالبانو پر واک ته رسېدو د نیوکې ترڅنګ د روان بشري ناورين د حل لپاره د پراخو هڅو غوښتنه وشوه.

د‌ افغانستان واکمنو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په ټولنیزو رسنیو کې په زرګونو افغانانو د يادې جرګې د پریکړو هرکلی کړی دی.

د دې جرګې د ترسره کيدو جريان يوازې د محمود خان اڅکزي له ټويټر پاڼې څخه څه باندې ۲ ميليونه کسانو ننداره کاوه.

د پاکستان رسنیو د دغه هیواد د استخباراتو په امر د جرګې خبرونه او ژوندی بهیر خپور نه کړ.

3 COMMENTS

  1. د پښتونخوا د بڼو جرګه یو ښه اقدام دی. جرګه د پښتنو دود دی.
    دغه جرګه په پاکستان کې د پښتنو د ناوړه وضعیت د بيان او حل په اړه د غوښتنو لپاره ښه او مناسبه وه او ده.
    د افغانستان لپاره د جمهوري نظام خواست د اوس لپاره سمدستی غوره نه بولم، ځکه تر څو چه په افغانستان کی لنډغران او زورواکان او د اسلحو، باروتو، بمونو او د ځمکو دغصب ټیکداران ختم شوی نه وی. په افغانستان کی به جمهوری نظام جوړول داسی وی لکه د شګو کور.

  2. جرګې ، غونډې ، شورا او مشورې اسلامي امر او د پښتونولۍ یو منلی دود دی . مونږ د ښاغلي محمود خان اڅکزي او د ټولو پښتنو مشرانو او کشرانو نه مننه کوو چې د جرګې دود یې بیا را ژوندی کړ.
    د دوی ټولې پرېکړې او فیصلې پرځای او ولس ته د منلو وړدي . مونږ پوهېږو چې په افغانستان کې انتخاباتو ته به شرایط برابر نه وي خو لویې جرګې هم د افغانانو ډېرې ستونزې حل کوي .
    په افغانستان کې هم باید د ټالبانو تحریک لویه جرګه دایره کړي . د هېواد نوی زعامت د اساسي قانون په رڼا کې ملي سرود او ملي درې رنګه بیرغ قبول او خپل مشروعیت له ولس نه واخلي ، ترڅو له نړیوالو سره دافغانستان اړیکې نورمال حالت ته راوګرځي . د پنجابیانو له وهم او سیورې نه ځانونه خلاص کړي . په خپل باتور ولس او خلکو باور وکړي چې یو قوي ، آزاد او باعزته افغانستان جوړشي .
    له بلې خوا محلي او نړیوال شرایط ورو ورو د افغانانو د یوالي او بیا یوځای کېدو ته نژدې کیږي ، افغانان باید نویو حالاتو او شرایطو ته ځانونه عیار کړي .

  3. سلامونه،
    ډېره ښه پیلامه ده. خدای دې پښتانه او افغانان نور هم په اتفاق او یووالي جرګو سره جوګه کړي. اسفندیار ولیخان هم باید په کښې وای!
    د پنجاب باجه غږوونکي او دبړه ماران د تش په نوم آزادۍ او ډیموکراسۍ او انګریزي لیبرالیزم قانون لافو سره سره آن په میډیا کښې له خبر خپرولو څخه ویریژي؟؟؟ . د پوده فضلو اوتې بوتې خو په زیر و زبر نشروي!!
    ط ط ته لازمه ده چې د مسلمانکشو اجیرانو چې اوس ېې حتی له اوکراینیانو سره د روس پرضد جګړې لپاره نامنویسی کړې په باټو ونه غولیژي او سم صحيح افغانان سي. اغزن تارونه له کرښې لرې او د ولسونو تګ راتګ آسانه کړي او دروازې د ډیورڼډ د مړي پسې خښې کړي!!!.
    بر او لر یو افغان (پښتون)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب