یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد پښتو ټلوېزيون مشر: ط د پاکستان په اشاره زموږ دفتر پلټلی...

د پښتو ټلوېزيون مشر: ط د پاکستان په اشاره زموږ دفتر پلټلی او امنيتي توکي يې وړي

تاند:(سې شنبه، د حوت ۲۴ مه) په کابل کې د پښتو ټلوېزيون مشر نور رحمان لېوال ادعا کوي چې طالبانو يې په دفتر چاپه اچولې او یو شمېر امنيتي توکي يې ورڅخه وړي دي.

لېوال وايي: «تېره ورځ پښتون قامي جرګه_بنو په اړه موږ مالومات شريک کړل چې تر هغه وروسته د يو غليم ګاونډي هېواد د چارواکو او استخباراتو په لمسون کېداى شي د پښتو ټلويزيون په انګړ چاپه وهل شوي وي چې زموږ کارکوونکي يې له وېرې او ترهې سره مخامخ کړل.»

د پښتو ټلوېزيون د مشر په خبره، د پښتو ټلويزيون خپرونې اوس يوازې د خواله رسنيو تر بريده محدودې دي.

د پښتو ټلويزيون مشر د طالبانو له لوري پر خپل دفتر چاپه غندلې او ویلي: «په دفتر د چاپې پر وخت د امارت چړيان روان قاضيان او صحرايي محاکمه وه ان تر دې چې نه يې غوښتل زماسره په ټلیفون خبره وکړي.»

نوررحمان لېوال له طالبانو غوښتي چې د تلويزيون د امنيتي توکيو له وړلو وروسته یې اوس امنيت ونيسي، کنه د هر ډول خطر مسووليت به د طالبانو پر غاړه وي.

د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو د طالبانو اسلامي امارت له څو اوونیو راهیسي په کابل او شاوخوا سیمو کې یې د وسلو ټولولو لپاره عمومي تصفیه پیل کړې او له خلکو یې غوښتي چې وسلې او دولتي وسایل وروسپاري.

لېوال نه دي ویلي چې څو میله وسله یې ورڅخه وړې ده.

8 COMMENTS

  1. که چیری حقیقت همداسی وی ښه کار نه دی شوی، په افغانستان کی یواځینی پښتو تلویزون او بیا د طالیبانو لخوا داسی کارونه؟ دا خو بیا ډیر نا اشنا سوالونه زیږوی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

  2. سمه خبره ده چه ښاغلی لیوال نشی کولای سمدلاسه بی ثبوته ټاپه لګوی چه دا د پاکستان په اشاره وشو، ځکه بی ثبوته ټاپی لګول غټ جرم دی.
    د اسلامی امارت اوسنی کور په کور تالاشی تر ټولو ښه اقدام دی، ځکه افغانستان به د اسلحو او غلو څخه پاک کړی.

    که د لیوال دفتر د کورونو او دفترونو د تالاشی په وجه شوی وی نو بیا سم کار شویدی. ځکه لیوال صاحب باید فکر وکړی چه د نورو افغانانو کورونه او دفترونه هم تالاشی کیږی.
    مننه

  3. د طالب د اورتې د ميړه پنجاب په لمسون به دغه کار سوی وي، ځکه د پنجابي کله خوښيږي د کوزي پښتونخوا جرګه د افغانستان تلويزون په ښو مراسمو ولس ته وښيي. طالب ته به پنجابي لالا سترګې برګې کړې وي !

  4. طالبان ادعا لري چی خپلواکه دي مګر دا څنګه ازادی یاخپلواکی ده چی د پاکستان پر ضد حتی يوه وړه خبره هم چا ته اجازه نشته ، هغه بله ورځ د سیلو رئیس پدی تور چی حقیقت یی ویلو و، چی د پاکستانی غنم وراسته دي ، له کاره وشړل شو، تورخم کی څو میاشتی مخکی څو تنه په وطن مېن ځوانآن پدی جرم چی د پاکستان بیرغ ته یی سپکاوی کړی د طالبانو د وایاند مجاهد په خبره محاکمه شول او دا دی اوس د پښتو تلویزیون دفتر پدی ګناه چی د پښتونخوا قامی جرګی ویناوو ته یی پوښښ ورکړی دی ،تلاشی کیږی . دا څنګه ازادی ده
    تاسو باور وکړۍ چی دلته زموږ هیواد نه چی طالبان د هغه د خپلواکی دعواه لري کوزه پښتونخواه آزده او خپلواکه ده ، د پښتنو مشران په تیره بیا د پشتون ژغورنی مشران په غونډو کی په خپلو خبرو د پاکستان استعماری سیاست په زغرده غندي او بربنډوي ، په غنډو کی د افغانستان پرتمین دری رنګه بیرغ رپي ، زړه ور شاعر او د پي ټي ام مخکښ غړی پداسی حال کی چی د افغانستان دری رنګه بیرغ یی په لاس کی وي د پنجاب په زړه کی د پاکستانی حکمرانانو ظالمانه سیاست په خپل ښایسته انقلابی شعرونه بربنډوی او غندي، د یو میاشتی راهیسی په کراچۍ کی د پی ټی ام د مشرانو لخواه د پنجاب د ګیری لاندی ( کراچۍ ښار ) کی د پاکستان ظلمونه او استعماري سیاست په اړه د غونډی برخوالو لخوا خبری کيږي.
    خو دلته افغانستان کی د طالبانو په ادعا د یو خپلواک هیواد (؟؟؟؟) په حیث ،څوک د پاکستان پر ضد حتی یوکوچنۍ خبره نشي کولی، حقیقت نشي ویلای آیا خپلواکي او آزادی همداسی وي؟؟؟؟

  5. السلام علیکم و رحمته الله وبرکاتهُ
    وروڼو هر تهمت په پاکستان مه اړوی پاکستان د داود تاغوت له وخته جهاد رامنځته او کلک ملاتړ یی کړی او تر نن قط د جهاد حمایت کوی نور کارونه لکه د بامیان بتان ماتول، د رژیم اردو ړنګول، د فابریکو چور د بندونو تخریبات دناکمورا وژنه دبیرغ له منځه وړل په خپله داخلی مسایل دی د پښتون تلویژن هم داخلی مسله ده او جهاد پوری تعلق نلری نو دا د افغانستان داخلی مسایل پاکستان پوری مه تړی هغوی فقط د جهاد زمه وهلی نوری چاری یی ندی په غاړه دپاکستان مدارسو کی دافغان جهاد هنګامه روانه ده نه د بیرغ او د تلويژن او د ارود ړنګول کله چی تجار بندر بند کی او تخریبات شروع کړی هم په پاکستان ور اوړی دا غلط دی پاکستان ډیر لوی او قوی ملک دی له چاینا امریکی لندن او روس سره ډغری وهی افغانستان یی په نظر کی هم ندی هغه جهاد هم د آخرت او ثواب لپاره حمایت کوی اوبس

  6. ښه شو چې د پاکستان یو ملاتړی هم دلته پیدا شو، خو دی غواړي لمر په دوه ګوتو پټ کړي زه د پنجابدې ګوډاګي ته دومره وایم چې څو اویا کلن ناکامورا غیر لدی چې پنجاب ته بی مابا زموږ روانی اوبهیی د هیواد شاړو دښتو ته سمه او زرګونه هکتاره دښتی یی خړوبی کړی غیر لدی چاته یی بل څه ضرررسولی و چې څوګ دې هغه ووژني ، همدارنګه مګر خپله نواز شریف اعتراف ونکړو چې زه وم چې دافغانستان اردو مې ړنک کړ، آیا سږکال موږ ټول په خپلو سترګو ونه لیدل چې د انارو او نورو میوو پهوخت کې پاکستان د چمن دروازه وتړل او د هیواد سلهاو ټنه انار ټول وراسته شول او له منځه لاړل، دای اس ای دا پلوي همدارنګه لیکي پاکستان فقط د جهاد زمه وهلی ، هو پاکستان د جهاد زمه وهلیهغه هم د افغانستان د بربادۍ پخاطر که داسی نه وي ولی هغه هیواد اوس د پاکستانی طالبانو جهادخپل هیواد کې زغملای نشي او هغوي سره په جګړه کې ده .
    د ای اس ای د دی پلوي د ټولو نه د خندا وړ خبره بیا دا ده چې آخر کې لیکي ، پاکستان جهاد د آخرتاو ثواب لپاره حمایت کوي او بس ، پدی خبره د انسان لا څه جې د خره هم خندا راځي

  7. زیړ ګُله وروره!
    وحید صاحب د طنز ژبه کارولې ده البته لږ غوندی د طنزی لیکنی سره نابلده ښکاری.

  8. سړی چې له حقيقته سترګې پټوي هغه یا ناپوهه ، یا کوچنۍ او یا ډیر بوډا وي ! څوک چې ځان نشي پيژندلی هغه خپل اولس هم نشي پيژندلی !
    دګوډي لار په ژرنده وي ، دپردویو شعارونه بې منطقه تکرارول جهالت دي خو زمونږ جهالت خواٌ ص ګرزېدلی دي !
    ته پاکستان ته ورغلی یې او که پاکستان تاته راغلی دی ؟ خو تا هر وقت د ملنګي کچکول غاړې ته اچولی وي په تور خم او سين بولدي کې ولا ړیې او زار کوې ، وروره خوش د مسعود او د شمال د لنډغرو او په لومه کې بند د را پوزیانو خبر مه تکراروۍ !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب