شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهښځې هیله ښيي چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه...

ښځې هیله ښيي چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه د طالبانو ژمنه جدي وي

تاند(سې شنبه، د حوت ۲۴ مه) نوی تعلیمي کال په پیلیدو دی. دا تمه شته چې له ۱۴۰۱ کال سره د ښوونځیو فعالیت پیل شي. طالب ویندویانو بیا بیا په رسنیو کې ویلي چې د پسرلي له شروع سره به د نجونو ښځوونځي پرانیستل شي. د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد پخوا په یوه خبري کنفرانس کې قاطع ویلې ول چې په حمل کې به ښوونځي د ټولو افغانو نجونو لپاره پرانیستل شي.

دې ته په پام چې اوس په افغانستان کې لکه پخوا جګړه نشته د ټولو مکتبونو پرانیستل عملي ښکاري.

د راپورونو له مخې اوس هم په لویو ښارونو کې ځینې تعلیمي‌ مرکزونه فعاله دي. بلې خواته په لرو پرتو سیمو کې یا د نجونو ښوونځي نه شته یا بند دي. دا چې په جنګځپلو ولسوالیو کې به ښوونځي څه ډول پیلېږي، په دې هکله تر اوسه طالبانو کوم پلان یا طرحه نه ده وړاندې کړې.

د میرمنو د حقونو فعالې ژورنالستې او لیکوالې اغلې پاکیزې ارزو تاند ته وویل:‌« ښوونځي دې په ټولو ولايتونو ، ولسواليو او کليو کي موسمي شرايطو ته په پام سره يو ډول شروع شي. کوم چيرته که کلتوري موضوع وي او  د نجونو له تعليم سره مخالفت وي طالبان دې په جوماتونو کي د تعليم عامولو لپاره تبليغ  وکړي او د سيمې اوسېدونکي دې تشويق کړی چي خپلې لوڼې ښوونځيو ته وليږي او طالبانو بايد د نجونو زده کړو ته  سالم ښوونيز چاپيريال جوړ کړي».

همدا رنګه، د ښځو د حقوقو ځینې فعالې میرمنې له طالبانو غواړي چې د نجونو د ښوونځیو په ټراو باید قاطع امر وشي او رسمي‌ مکتوب خپور شي، لکه د پوهنتونونو تر خپریدو مخکې چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ویډیو پيِغام خپور کړ.

 یوې افغانې لیکوالې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي تاند ته وویل: «که واقعا ښوونځي پلیږي ولې تر اوسه اعلان نه دی شوی؟ طالبان که غواړي د ولس باور تر لاسه کړي او د ښځو اندیښنې کمې کړي باید د نجونو د تعلیم مسله په رسمي مکتوب کې اعلان کړي تر څو کورنۍ په ډاډ خپلې لوڼې ښوونځي ته ولېږي».

ویل کیږي چې دا اندیښنه شته چې د نجونو ښوونځي په ځینو محدودو ښارونو کې پیل شي خو په ځینو نورو کې بیا بند پاتې شي. د طالبانو له راتګ سره په شمالي ولایتنونو کې لکه کندز او بلخ ښوونځي ژر خلاص شول خو په ځینو نورو ولایتونو کې لاهم د نجونو د زده کړو برخلیک معلوم نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب