دریم څپرکی
د ماشومانو لوبې او ساتېري
ځینې والدین او ښوونکي تر ننه پورې په دې نظر دي چې لوبې او تفریح د ماشومانو یوه بې ګټې کړنه ده او ګواکې له دې امله په هغوی کې له زحمت نه کرکه او د ژوند له نورو مسؤلیتونو څخه د تېښتې عادت پیدا کېږي. دوی په دې اند دي چې که چېرته ماشوم خپل ابتدايي ژوند په لوبو کې تېر کړي، نو په ځوانۍ کې به هم خپل ټول تفصیل