پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د ابرو او عزت مسله / موسکا حبیبي

د ابرو او عزت مسله / موسکا حبیبي

د ښځو د یوې ان لاین مجلس ګډون واله وم. په دې غوڼده کې څو خویندو له ننګرهار څخه ګډون کړی وو. یوې خور چې له ننګرهاره غږیده وویل: په ننګرهار کې پوهنتون پرانیستی دی. دا څو ورځې د پوهنتون له ازموینو سره بوخته وم. لکه پخوا پوهنتون ته ځم. د غونډې ټولو ګډونوالو د نجونو د پوهنتونونو فعالیت مثبت ګام باله خو په ورته وخت کې یې ځینې اندیښنې او وړانډیزونه درلودل چې زه یې دلته له تاسو سره شریکوم.

الف: د دې غونډې ګډونوالې دې ته خوشبیه وې چې پوهنتونونه پرانیستې دي خو دغه وېره هم ورسره وه چې د پوهنتونو پرانیستل هسې نه یو موقتي او نمایشي کار وي. یوې ښځې کړل: ((که طالبان د زړه د تل نه د نجونو په تعلیم باور لري ولې معارف وزارت اعلامیه نه خپروي او نه وايي چې له نوي هجري شمسي کال سره به د نجونو ټول مکتبونه پرانیستي وي.)) د دې  مجلس ګډون والې په دې باور وې چې د دې لپاره چې د افغانو میرمنو اندېښنې کمې شي، د ښځو تعلیم باید د قانون برخه شي او تر هغو چې د طالبانو اساسي قانون مالومېږي معارف وزارت باید په رسمي مکتوب او رسمي اعلامیه کې د نجونو د تعلیم امر وکړي. یوې میرمنې وویل: ((د طالبانو ویاند ‌ذبیح الله مجاهد بیا بیا رسنیو ته ویلي دي چې سر له نوي کال څخه به ټول ښوونځي بیرته خلاص شي. دا ډېره مثبته خبره ده خو په ورته وخت کې د ټولنې د نیم قشر تعلیم ډېره جدي مسله ده. ښځي نه شي کولی په دومره جدي مسلې کې یوازې د یو ویاند پر خبرو تکیه وکړي.

بلې خواته طالبان وايي چې د ښځو د تعلیم په اړه د دوی پر ضد ناحقه تبلیغات کېږي. که د طالبانو د ناحقه تبلیغاتو ادعا واقعا سمه وي دوی باید د نجونو د ښوونځیو د  پرانیستو په اړه رسمي اعلامیه خپره کړي. په دې ډول به هم د منفي تبلیغاتو مخه نیول شوې وي او هم به د ښځو تشویشونه رفعه شوې وي.

په دې غونډه کې ځینو میرمنو اندیښنه درلوده چې که په نوي کال کې د جینکیو مکتبونه خلاص نه شي دا تشویش هم شته چې د طالبانو د حکومت د لومړۍ دورې غوندې به تر پایه د ښځو تعلیم منع وي، او که خدای مکړه داسې وشي دا به نه یوازې د ښځو بلکې د وطن په حق لویه جفا وي.

په دې غونډه کې د افغانو میرمنو یو بل تشویش د مساواتو اندیښنه وه. یوې میرمنې وویل: (( دا د پاکستان د ای.اس.ای پلان دی چې د پښتنو په سیمو کې د ښوونځیو دروازې بندې پاتې شي. د ښځو د تعلیم په ټړاو بې غیرتي له وطن سره بې غیرتي ده.‌ طالبان که د ولس ملاټر غواړي باید په نوی کال کې د جینکیو ښوونځي پرانیزي.)) یوې بلې میرمنې بیا وویل: ((  کله چې د طالبانو له راتګ سره په جوزجان کې ښوونځي خلاص شول خوشحاله شوم. خو وروسته مې ولیدل چې په ننګرهار کې چې یو ګرم سیره ولایت دی او باید په ژمي کې یې ښوونځي خلاص وي له شيږمه پورته ښوونځي بند پاتې وو. اندیښنه راته پیدا شوه داسې نه چې بیا پښتنې نجونې قرباني شي. داسې نه چې یو ځل بیا لکه په جنګ کې چې یوازې د پښتنو په سیمه کې د نجونو مکتبونه بند شوي وو په سوله کې هم د پښتنو نجونو ښوونځي بند پاتې شي.))

د تعلیم په برخه کې دوه ډوله چلند د وطن په خیر نه دی. طالبان پخپله وايي چې د ټول افغانستان حاکمان دي نو د ټول افغانستان حاکمان ولې باید په یوې برخه کې د وطن په لور تعلیم ولوروي او په بل ځای کې پرې سترګې پټې کړي.

یوې بلې میرمنې بیا ویل:(( په دې هکله د ولس ملاټر هم پکار دی. مثلا د مزار شریف ولس څو ځله خپل اواز اوچت کړو چې موږ خپلو لورانو نه ښوونځي غواړو. د ښځو د تعلیم مسله یوازې د ښځو مسله نه ده بلکې  د وطن یوه اساسي مسله ده. د افغانستان غوندې ټولنه کې ښځې په یوازې سر څه نه شي کولی. د تعلیم په مسله کې باید هر افغان نارینه خپل اواز اوچت کاندي.) )

۳. یوه بله مسله چې په دې غونډه ه کې یاده شوه هغه د طالبانو له خوا د رنګارنګ چلند خبره وه. له ننګرهاره یو نجلۍ وویل: کله چې پوهنتون پیل شو ډېره خوشحاله شوم. خو څو وخته وروسته چې له خور سره په ریکشه کې پوهنتون ته روانه وم یو طالب ودرولو او موږ ته یې وویل: چې پیغلې نجونو د ګرځیدا حق نه لري.د طالبانو څو څو ډوله متفاوت چلند خلک ګنس کړي. له یوې خوا په ننګرهار کې پوهنتون خلاصوي له بلې خوا بیا په سړک کې ولاړ طالب ځان ته دا حق ورکوي چې یوه باعزته مسلمانه پښتنه ودروي او ورته ووايي چې پوهنتون ته ولې روانه یې؟))

څو ډوله غیر رنګارنګ چلند نه د طالب په ګټه دی نه د ولس. طالبان چې د حکومت ادعا لري باید لکه یو حکومت چلند وکړي نه لکه یوه جنګیالۍ ډله. په حکومت کې باید قوانین مالوم وي. داسې نه شي کیدای چې د بهرنیو چارو وزیر خارجیانو ته په ویناو کې ووايي چې تعلیم د ښخو حق دی خو نور طالبان بیا نجونې د سړک په سر ودروي او ورته ووايي چې بیا له کوره مه وځي؟

دا غوڼډه په دې خبرې ختمه شوه چې امید شته چې طالبان په خپلې وعدې وفا وکړي او له نوی کال سره ښوونځي خلاص کړي. په ورته وخت کې راروان حمل طالبانو ته د امتحان میاشت ده. په دې میاشت کې به د ښوونځیو او د ښځو د تعلیم په هکله د طالبانو اصلي نیت مالوم شي. او د وطن برخلیک به هم مالوم شي ځکه  د ښځو تعلیم نه یوازې د وطن د راتلونکې لپاره حیاتي مسله ده د د ابرو او عزت مسله ده. په اسلامي دنیا کې هیڅ داسې ملک نشته چې هلته دې نجونو د مکتب دروازې بندې وي. خدای دې زموږ وطن هم له دې لوې بې عزتۍ خلاص کړي خدای دې وکړي چې طالبان د دښمنانو په دامونو کې ګیر نه شي او په نوی کال کې د نجونو د تعلیم حق قانوني اعلان کړي او ښوونځي خلاص کړي.

د امنیت او د خوندیتوب لپاره په دې لیکنه کې د چا نوم نه دی اخیستل شوی. د هغې ورځې په هیله چې د وطن خویندې او وروڼه پرته له اندیښنې خپل نظر څرګند کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب