یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهچاوش اوغلو، د ا.ا. له رسمیت پېژندلو پرته د افغانستان ستونزې نه...

چاوش اوغلو، د ا.ا. له رسمیت پېژندلو پرته د افغانستان ستونزې نه حل کېږي

تاند(دوشنبه، د حوت ۲۳ مه) د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د انتالیا د دیپلوماسۍ فورم ته د طالبانو د بلنې او د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو دفاع وکړه.

اوغلو وویل:«موږ غوښتل چې دا ناسته پراخه وي، نو ټولو ته مو بلنه ورکړه او طبیعي ده چې د افغانستان موقت حکومت ته مو هم بلنه ورکړو.»

ده زیاته کړه:«هر څوک د افغانستان په اړه هر څه وايي، دا ګټوره ده چې د افغانستان استازي هلته وي، باید افغانستان ته غوږ ونیول شي، موږ هغوی ته په دوستانه ډول وویل چې د نړیوالو له لوري د رسمیت پېژندلو لپاره باید کوم کارونه وکړي.»

اوغلو په دې ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت باید د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت وپېژندل شي او زیاته یې کړه:«د افغانستان اکثره ستونزې تر هغو چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه وي پېژندل شوی، نه حل کېږي، ټول بشري مرستې کوي، خو نور اقدامات شته چې د افغانستان د امنیت، ثبات او اقتصاد لپاره وشي.»

د ترکیې د باندنیو چارو وزیر طالبان هم د ځینو کارونو کولو ته وهڅول، ویې ویل، هغوی باید د خپل حکومت لمنه پراخه کړي، یوازې پیغامونه کفایت نه کوي باید نومونه وښيي.

ده وویل«د افغانستان د دولت د رسمیت پېژندلو لپاره باید ځینې مثبت کارونه وشي لکه د خپل حکومت پراخ بسنټه کړي. باید نومونه ووینو نه پیغامونه. موږ او نړیوال منتظره یوو. خو د رسمیت پېژندلو لپاره له بیړې کار نه اخلو.»

اوغلو د کابل د هوايي ډګر د ادارې په اړه وویل:«د طالبانو د موافقې په صورت کې د د دندو د وېش او د کار د څرنګوالې په برخو کې د قطر او ترکیې ترمنځ هیڅ ستونزه نه شته.»

ده دا هم وویل چې د کابل د هوايي ډګر په اړه له طالبانو سره لا هم خبرې دام لري.

ده په دې برخه کې د موافقې د جزییاتو په اړه وویل:«یو لړ شرطونه او غوښتنې باید عملي شي څو موافقه وشي. په ځینو جزییاتو کې د نظر اختلاف شته. موږ د طالبانو په غوښتنه د افغانستان د درو هوايي ډګرونو ادارې ته چمتو یوو.»

2 COMMENTS

  1. كه داسي وي، نو بيا فتح الله گولن، عبدالله گل او وجلان هم حق لري چی په رسميت وپيزندل شي.
    په وچ زور حکومت نه کيري. ا.ا. بايد لورى كورنى مشروعيت تر لاسه كري او بيا دى د بهرني رسميت پيزندنى غم وخوري. افغانستان عملا د پاکستان له لوري اشغال شوى او دا بيگانه اشغال ختمول ارين دي.

  2. د تُرکی چارواکی ددې ډیپلوماټیکو ګوزو او توپو چی تېر سو یوه بله د تشویش وړ مسئله هم تر سترګو کیږی.
    قطر او ترکیه دواړه د غرب او استعمار پاخه سنګرونه دی او دا چی دا دوه هیوادونه د کابل د هوائی ډګر د چارو د کنټرول ماموریت ته ګومارل سوی دی نو حتماً ئې شا ته یوه پټه او مرموزه او خطرناکه سناریو بیده ده.
    د شام او عراق څخه د نیابتی تروریسټانو هوائی انتقال او یوه بله جنګی لوبه را منځته کول ممکن ددې سناریو یوه برخه وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب