پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهملا برادر په قرغه کې د آغا خان فاونډیشن په مرسته« د...

ملا برادر په قرغه کې د آغا خان فاونډیشن په مرسته« د ازادۍ نيالګي» کينول

تاند:(سې شنبه، د حوت ۲۴ مه) ‏‏‏د طالبانو د رییس الوزرا لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند نن د کابل د پغمان ولسوالۍ اړوند په قرغې سیمه کې د نیالګیو کښېنولو په هغه کمپاين کې برخه واخيسته چې د آغاخان فاونډیشن له لوري تمويل کيده.

د طالبانو په يوه اعلاميه کې راغلي، چې دغه کمپاين د« ازادۍ نيالګي» په نوم پیل شو.

د یاد شوي کمپاين مالي ملاتړ آغا خان فاونډیشن کوي.

د کمپاین د پیل پر وخت ملا برادر اخند له خلکو وغوښتل، چې د پینځو- پینځو نيالګيو له ایښودو سره د هېواد په زرغونولوکې برخه واخلي.

په دې مراسمو کې د آغا خان فاونډیشن استازي وويل، چې په قرغه کې به ځینې تفریح ځایونه هم جوړ کړي.

د نيالګيو د ايښودلو په دغو کمپاینونو له ډېرو کلونو راهيسې دا نيوکه ده، چې نمایشي بڼه لري او د نيالګيو د نه پاللو له کبله هر کال په ميليونونه افغانۍ عبث مصرفیږي او ضایع کیږي.

ملا عبدالغني برادر د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ته د هر اړخیزې همکارۍ ټټر وواهه او ویې ویل چې ټولې دولتي ادارې مکلفې دي چې له دې ادارې سره همکاري وکړي.

په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاک چاپېریال په ساتلو ټینګار وکړ او له هېوادوالو یې وغوښتل چې د نیالګیو ساتنې او پالنې ته پاملرنه وکړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجنیر عزت الله صدیقي اقلیمي بدلون یو نړیوال ګواښ وباله او ویې ویل چې افغانستان یې زیات اغېزمن کړی چې یوه حل لاره یې د نیالګیو کېنول دي.

ښاغلي صدیقي وویل: که څه هم افغانستان د اقلیمي بدلون په رامنځته کېدو کې ونډه نه لري، خو له بده مرغه ډیر زیات ترې اغېزمن دی او دا پر نړیوالو زموږ حق دی چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب