پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه کابل او هلمند کې په ګڼ شمېر جنګي مهمات نیول شوي

په کابل او هلمند کې په ګڼ شمېر جنګي مهمات نیول شوي

تاند:(سې شنبه، د حوت ۲۴ مه) ‏‏د اسلامي امارت چارواکو ويلي چې په کابل او هلمند ولايتونو کې يې پډېر شمېر جنګي مهمات نیولي دي.

‏د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې د طالبانو امنیتي ځواکونو د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې ۲ زره زغرې ترلاسه کړې او په تړاو یې څلور تنه هم نیول شوي دي.

بل لور ته: په هلمند کې د طالبانو د استخباراتو ریاست وايي چې د نهمې حوزې په مربوطاتو کې یې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې له یوه کوره ۴۰ د هاوان او ۹ د راکیټ ګولۍ او دولس لاسي بمونه ترلاسه کړي دي.

په وروستيو کې د طالبانو امنيتي ځواکونو د کابل او شاوخوا ولایتونو تر څنګ په ګڼو ولایتونو کې د وسلو او جنګي مهماتو د را ټولولو ګڼ اقدامات او له هغې ډلې کور په کور تالاشۍ کړي دي.

خلکو د وسلو ټولولو د دې بهير او قدرت جزيرو د ختمیدو هرکلی کړی، خو ټینګار لري چې طالبان بايد د ټولو افغانانو په ګډون او خوښه داسې حکومت جوړولو ته زمینه برابره کړي، چې نور په افغانستان کې د جګړې پلمه پاتې نه شي.

په دې اړه ډېر ټينګار دا کیږي چې طالب چارواکي باید د افغانستان تر ټولو لوی ارزښت (لویې جرګې) ته غاړه کېږدي او له را بللو سره یې د خپل حکومت د مشروعیت او د نړیوالو له لوري د نه رسمیت پېژندلو ستونزه حل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب