Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه کندهار کې په ۴۵ میليونه افغانیو د اوبو بند جوړېږي

په کندهار کې په ۴۵ میليونه افغانیو د اوبو بند جوړېږي

تاند:(سې شنبه، د حوت ۲۴ مه) ‏د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ۴۵ مېلیونو افغانیو په لګښت د اوبو د بند د جوړولو چارې پیل شوې.

د طالبانو د کرنې وزارت مرستيال مولوي صدراعظم وايي چې دا بند د کرنې وزارت په بودجې جوړېږي چې د لسو مترو اوبو ځایولو او د ۴۰ زره جریبه ځمکې د خړوبولو ظرفیت به ولري. ‌

د یاد بند نوم او نور جزییات نه دي روښانه شوي.

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکو د اوبو مدیریت ته پاملرنه خپل يو مهم کاري لومړيتوب ګڼلی.

دا په داسې حال کې ده، چې د اوبو د مدیریت په اړه د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني له واکمنۍ راهيسې له ايران سره د افغانستان اړيکې ترينګلې دي.

ايران او پاکستان دواړه له ډېرو کلونو راهيسې د افغانستان له پریمانه اوبو څخه وړیا ګټه اخلي او اوبه ور بهیږي.

په وروستيو کې د طالبانو او ایران ترمنځ هم په دې اړه د ناندريو راپورونه ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...