تاند:(سې شنبه، د حوت ۲۴ مه) د افغانستان د نسايي ولادي ډاکټرانو ټولنې نن وویل، د طالبانو له واکمنیدو او د بهرنيو مرستو له دریدو سره په هېواد کې څه باندې ۲ روغتيايي مرکزونه تړل شوي او د ۷ زره ښځو په ګډون شاوخوا ۲۷ زره روغتيايي کارکوونکي وزګار شوي دي.
د يادې ټولنې رییسې ډاکټرې نجمالسما شفاجو دا څرګندونې د نسايي ولادي ډاکټرانو د ظرفیت لوړولو په سمپوزیم کې وکړې.
نوموړې وويل:«د روغتیا نړیوال سازمان د مرستو د بندېدو له کبله په ټول هېواد کې دوه زره ۳۳۱ روغتیايي کلینیکونه تړل شوي چې له امله یې څه ناڅه ۲۷ زره روغتیايي کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي چې له دې جملې څخه نژدې ۷ زره یې ښځې دي.»
ډاکټرې شفاجو د طالبانو د اسلامي امارت له عامې روغتیا وزارت څخه وغوښتل چې له دې ټولنې سره د تحصیلي بورسونو په ورکولو کې همکاري وکړي او پر ملي او بین المللی بنسټونو یې غږ وکړ چې د «افغانستان د نسايي ولادي ډاکټرانو ټولنې» له وجهي صندوق سره مرسته وکړي.
د نړيوالو روغتيايي بنسټونو په ارقامو کې بیا د تړل شويو روغتيايي مرکزونو او وزګار شویو روغتيايي منسوبانو ارقام تر دې لوړ ښودل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د زرګونو نورو روغتيايي کارکوونکو او تجهيزاتو تمویل ته یې له څو میاشتو راهیسې د سره صليب نړيوالې ادارې اوږه ورکړې ده.