شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهسعودي په یوه ورځ ۸۱ تنه اعدام کړل

سعودي په یوه ورځ ۸۱ تنه اعدام کړل

تاند(شنبه، د جوت ۲۱ مه) سعودي عربستان، چې د ډېرو اعدامونو له کبله د بشري حقونو د ټولنو له انتقادونو سره مخامخ دی، تازه ۸۱ تنه د تروریستي اقداماتو په تور اعدام کړل.

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس، سپا (SPA) وویل، په اعدام شویو کسانو کې ۷ تنه یمنیان او دوه سوریه وال هم شامل دي.

سپا د خپل هیواد د کورنیو چارو وزیر په قول ویلي چې په اعدام شویو کسانو کې ۳۷ د سعودي عربستان اتباع دي او د دولتي ځواکونو د ترور لپاره په هڅه، پر امنیتي پوستو، د پولیسو پر کاروانونو د بریدونو او پر یو شمېر کډوالو د بریدونو په جرم محکوم شوي وو.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې اعدام شوي کسان په منحرفه لار روان وو او د اسلامي دولت (داعش) او حوثي یاغیانو په شمول یې د سعودي عربستان دښمنو ډلو ته خدمت کاوه.

دا ۸۱ تنه، چې په یوه ورځ اعدام شول، په سعودي عربستان کې د تېر کال تر ټولو اعدام شویو کسانو ډېر دي.

په ۲۰۲۱ کې په سعودي عربستان کې ۶۹ تنه اعدام شوي وو.

چین، ایران او سعودي عربستان د هغو هیوادونو په سر کې دي چې ډېر اعدامونه کوي.

د بشري حقونو موسسو په ځلونو سعودي عربستان د اعدامونو په خاطر غندلی دی. د بشري حقونو موسسې سعودي، ایران او چین په دې تورنوي چې ډېر ځلي د جنايي جرمونو په نوم خپل سیاسي مخالفان اعداموي.

په سعودي کې د تروریزم ترڅنګ، وسله والې غلا، د مخدرو موادو قاچاق، قتل او جنسي تېري ته د اعدام سزا ټاکل شوې ده. په دې هیواد کې د همجنسپالنې لپاره هم د اعدام سزا په پام کې نیول شوې ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب