ژباړن: اسدالله غضنفر
تاسې شايد د سرې كلا د مغولو د كلچر په اړه وواياست چې مخ په زوال و، د فيوډالې طبقې كلچر و او له وخت سره بې ارتباطه و. مګر دا به منئ چې د تېرو نسلونو په وسيله رامنځ ته شوي دودونه او ارزښتونه يې له ځان سره لرل.
كه څۀ هم په دې كلچر كې د خلاقيت سېكه نه وه پاتې او ټولنه يې راكده ساتله خو له كمزوريو سره سره يې فرهنګ او ظرافت درلود، د زغم يوه روحيه او نورو ته د درناوي يو احساس او شعور پكې و. په حقيقت كې دا يو مشترك كلچر و چې د بېلو بېلو قامونو او ولسونو د شريكو هڅو په نتيجه كې ورزل شو او وغوړېدۀ. دې كلتور د ډيلي ټول استوګن د يوې ټولنې د غړيو په شان متحد وګرځول او دا كمال پكې و چې ممتاز طبقات او اشراف له سياسي بې ثباتيو سره سره د ښار له موجود كلتوري او اجتماعي چاپېرياله پوره راضي وو. ځينو يې له خپلو جاګيرونو كافي عايدات تر لاسه كول، ځينو نورو يې په سره كلا كې د خپل كار مواجب و معاشات اخيستل. يو شمېر نورو يې د شرقي هند د كمپنۍ خدمت په صداقت سره كاوۀ او په ټولنه كې يې عزت كېدۀ.
كله چې ښار انګرېزانو ونيو، په نيواكګرو باندې اعتراض ونه شو. خلكو د نوي نيواك په منلو كې مشكل ونه ليد. د انګرېزانو هم ښار په طبعه ولګېد او د دې ځاى د كلچر په خپلولو پسې شول. دوى له هندي مېرمنو سره ودونه وكول، د هندي اشرافو غوندې يې حرمونه جوړ كړل، فارسي او اردو ژبې يې زده كړې او ځينو خو يې ان په دغو ژبو كې شعرونه وويل. دوى د ځايي خلكو غوندې جامې واغوستې او چلم يې وڅكاوۀ. دا د يوۀ نوي انګرېز- هندي كلچر پيلامه وه.
كله چې له ميرټ څخه د ۱۸۵۷ په مي كې باغي سپاهيان ډيلي ته راورسېدل چې د انګرېزانو په خلاف د مغول امپراطور په څنګ كې ودرېږي، د ښار اوسېدونكو دغه ګډوډي خوښه نۀ شوه. د ښار باكلتوره خلكو ته دا سپاهيان غير مدني او غير مهذب كسان واېسېدل. د مغولو د څو پېړيو له زاړۀ كلچره ناخبره توپكيانو ډيلي ته له راتلو سره سم، د سرې كلا شاهي آداب او دودونه تر پښو لاندې كړل. دوى اشرافو يا امپراطور ته لازم درناوى نۀ و زده. دوى په لنډ وخت كې هغه ټول ارزښتونه برباد كړل چې د اشرافيت په طبعه برابر وو.
د بزګرو د دغه لښكر په موجوديت كې هغه سوچه اردو بې اهميته شوه چې په سرې كلا او درباري كورنيو كې خبرې ورباندې كېدلې. د مغولو اشرافو په فرهنګ او دود باندې دا ګوزار، په دوى باندې د دوى تر سياسي ماتې هم لوى ګوزار و، ځكه چې د امتياز او هويت وروستۍ نخښه يې ختمېدله. دې پېښې دوى په روحي مړاويتوب مبتلا كړل او د خپلو اقدارو او كلتور په ساتلو كې يې خپله بې وسي د سر په سترګو وليده.
د باغي پوځ له ماتې وروسته چې ښار بالاخره انګرېزانو ونيو، ښار له بلې تباهي سره مخ شو. برطانوي عسكرو يو مخيزې وژنې وكړې، په ښځو يې تېري وكول او د ښاريانو شتۀ يې لوټ كړل. دا د بغاوت جزا وه.
برطانوي مقاماتو يوازې د خلكو په اعدامولو او لوټلو اكتفا ونه كړه بلكې د ښار د تخلييې حكم يې وكاوۀ. دوى د ښار ودانۍ په سيستماتيك ډول ونړولې. سره كلا يې په عسكري قشلې بدله كړه چې د هغې كلتوري او اجتماعي اهميت ورسره ختم شو. په جامع جومات كې عسكرو واړول. د ډيلي جوماتونه له لمونځ ګزارو تش شول. تاودۀ بازارونه ساړۀ شول او په تاندو باغونو د بې پامۍ دوړې پرېوتې.
ظهير دهلوي په خپل كتاب (داستان غدر) كې كاږي چې له كابل دروازې رانيولې تر سرې كلا او له جامع جوماته تر ډيلي دروازې پورې، د بيلاقي بېګم د كوڅې، د خانم كا بازار، د خاص بازار، او د خان دوران د حويلۍ په شمول په زرګونو كورونه وران او له خاورو سره خاورې شول. ښار او اوسېدونكو يې دواړو د بغاوت بيه پرې كړه.
هغوى چې له ښاره ووتل، په ټول هند كې خوارۀ وارۀ شول. د ښار ليكوال، شاعران، خطاطان، هنرمندان، قصه ويونكي، نڅاګر او سازنده ګان د تاريخ په غبار كې ورك شول.
بغاوت پاى ته ورسېد خو هغوى چې ربړېدلي وو خپل ټپونه يې پټ وساتل او په سكوت كې يې د خپلو خاطرو ساتلو ته ادامه وركړه. دوى خپل غمونه او خپل زخمونه لكه څنګه چې وو هغسې نه شواى بيانولى. له هيچا سره دا جرات نه وو چې د ليدلي ناورين حال تېر كړي يا يې وليكي خو وروسته بيا دا دردونه د حالي، داغ، ازرده او مير مهدي مجروح په مرثيو او ويرنو كې له ټولو جزيياتو سره منعكس شول.
تاريخ راته وايي چې له هرې لويې واقعې، له هرې داخلي جګړې ، بغاوت يا بلوا وروسته، نه يوازې كلتوري او اجتماعي ارزښتونه بلكې سوله او نيكمرغي هم بربادېږي. د نظم او قانون لاسبري ختمېږي چې ورسره ګډوډي راځي. د كور شتمني نوره د وياړ ذريعه نه وي او د هستمن او نېستمن تر منځ توپير كمېږي. د كلتور د ظرافت او نزاكت نخښې له منځه ځي او د پيسو د ټولولو او د نفوذ د موندلو لپاره په كمزورو تالان ګډېږي. خو په داسې حالاتو كې داسې كسان هم وي چې له قربانيانو سره مرسته كوي. په ۱۸۵۷ كې هم همداسې وشول.
له ماتې وروسته چې مغول شهزاده ګان او د كورنۍ غړي يې له سرې كلا راووتل، ځانونه يې بې وسه او بدمرغه وليدل. دوى په كلا كې خوندي ژوند كړى و خو د واقعي ژوند تجربه يې نه لرله.
له ۱۸۵۷ څخه وروسته د مغولو د كورنۍ غړيتوب د شرم خبره شوه.
خواجه حسن نظامي چې له بغاوته دوه ويشت كاله وروسته په ۱۸۷۹ كې دنيا ته راغى، له هغو كسانو څخه چې لا ژوندي پاتې وو، د ځينو مغولو شهزاده ګانو او شهزاده ګيو په اړه معلومات او كيسې راټولې كړې، د هغو شهزاده ګانو او شهزاده ګيو په اړه چې پاتې ژوند يې په بدلو نومونو په ګمنامۍ كې تېراوۀ. د حسن نظامي په ليكنو كې يوه انساني تراژيدي او دغه راز د يوۀ كلچر د مړينې مرثيه لولو. د ۱۸۵۷ پاڅون د يوۀ ښار ځانګړنې او كلتور له منځه يووړل.