Home+په دې ورځ د روسیې دوهم څار ووژل شو

په دې ورځ د روسیې دوهم څار ووژل شو

تاند (یکشنبه/مارچ۱۳) له نن څخه ۱۴۱ کاله پخوا د ۱۸۸۱ کال د مارچ په دیارلسمه د روسیې دوهم څار(تزار) په داسي حال کې چې د سینت پیترزبورګ ښار په یوه واټ کې په شاهي بګۍ کې تېرېدو، د تروریستانو له لوري په لاسي بمونو ووژل شو.

دوو تروریستانو له دوو خواوو د دوهم څار د بګۍ لور ته بمونه واچول.څار د مړینې په وخت ۶۳ کلن وو.

دوهم الکساندر د خپلې پاچهۍ په ۲۶ کلنه موده کې په روسیه کې مهم اصلاحات راوستل چې تر ټولو لوی یې په هیواد کې د رعیتي سیستم پای ته رسېدا وه.

ده چې د کریمیا د ترخې جګړې خاطره په یاد لرله وپتېیله چې د مخکیني پاچا یا څار (لومړي نیکولای) ظالمانه تګلارې پرېږدي.

په هماغه وخت د روسیې نفوس شپېته ملیونه وو چې پنځوس ملیونه یې بزګر ول. درست بزګر رعیت وو ، چې نیمايي یې په دولتي مځکو او نورو د یولکو اربابانو یا اشرافو په مځکو کې سخت کار کاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...