پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهپه امریکا کې به ژر د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ بندې شي

په امریکا کې به ژر د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ بندې شي

تاند(شنبه، د حوت ۲۱ مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې ژر به په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او دغه راز په لاس انجلس کې د افغانستان کونسلګرۍ بنده کړي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، په امریکا کې د افغانستان دا دوه دیپلوماتیک مرکزونه په دې خاطر بندوي چې افغانستان په نړۍ کې په رسمیت پېژندل شوی دولت نه لري او له بلې خوا د افغانستان سفارت او کونسلګري مالي امکانات نه لري.

د نیویارک ټایمز پر اساس، د افغانستان د سفارت او کونسلګرۍ دیپلوماتان او کارکوونکي معاش نه لري او دا احتمال هم شته چې دا دواړه ودانۍ د برېښنا محصول هم ورنه کړای شي.

نیویارک ټایمز په خپل راپور کې دغه راز ویلي چې افغان دیپلوماتان ۳۰ ورځې وخت لري چې په امریکا کې د موقتي اقامت یا د بشري خواخوږۍ پر اساس د وېزې غوښتنه وکړي خو له یادې نېټې وروسته له امریکا ایستل کېږي.

د راپور له مخې، په امریکا کې د افغان دیپلوماتانو شمېر ۱۰۰ تنه دی چې د هغو له منځه تراوسه پورې ۲۵ تنو په امریکا کې د پاتې کېدو لپاره لا هم د وېزې غوښتنه نه ده کړې.

کابو دوې میاشتې پخوا د امریکا سیټي بانک د افغانستان د سفارت بانکي حسابونه کنګل کړل چې له کبله یې د افغان دیپلوماتانو معاش قطع شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او که طالبان کوم څوک د دیپلومات په توګه ورولیږي، باورلیک به یې ونه مني.

تراوسه هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب