Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان ته ۳۲ ملیون ډالره نور راورسېدل

افغانستان ته ۳۲ ملیون ډالره نور راورسېدل

تاند(شنبه، د حوت ۲۱ مه) د افغانستان بانک وايي، افغانستان ته د نړیوالو د نغدو پیسو د مرستو په لړ کې ۳۲ ملیون ډالره نور راورسېدل.

دا پیسې، چې اتلسمه جوپه ده او د افغانستان نړیوال بانک ته سپارل شوي، په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو او په بازار کې د نغدو پیسو د ډېرېدو په هدف رالېږل شوي دي.

د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې، د سږ کال له پیله تراوسه پورې په اتلس جوپو کې ۴۷۰ ملیون ډالره د افغانستان نړیوال بانک ته سپارل شوي دي.

تر دې وړاندې ګڼو نړیوالو موسسو شکایت کاوه چې افغانستان ته پیسې نه شي انتقالولی او له همدې کبله محتاجو خلکو ته د مرستو په رسولو کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د ملګروملتو د پراختیايي پروګرام رييس عبدالله الدرداري هم په وروستیو ورځو کې ویلي و چې په افغانیو د ډالر په بدلولو کې د افغانستان بانک د پاتې راتلو له کبله دا پروګرام له خپلو هغو ۱۳۵ ملیون ډالرو څخه، چې افغانستان ته یې انتقال کړي دي، کار نه شي اخیستلی.

خو د افغانستان بانک د ښاغلي الدرداري څرګندونې رد کړې.

افغانستان ته د ډالرو له راتګ سره د افغانیو ارزښت، چې د پخواني حکومت له پرزېدو وروسته سخت ټیټ شوی و، په نسبي ډول بېرته ښه شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...