دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپه ارزګان کې د ړنګ شوي ملي پوځ یو قومندان وژل شوی

په ارزګان کې د ړنګ شوي ملي پوځ یو قومندان وژل شوی

تاند:(شنبه، د حوت ۲۱ مه) د اروزګان طالب چارواکو تاييد کړه چې په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د افغانستان د پرزول شوي پخواني پوځ د پوستي یو قوماندان وژل شوی.

د اروزګان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رييس محمد آصف ويلي، چې دا موضوع تیره شپه د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ اوړند د نکروز په سیمه کې د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.

دغه طالب مقام ادعا کوي، چې د یاد کس وژنه طالبانو پورې اړه نه لري.

د خاص ارزګان اوسېدونکو ویلي چې د اختر محمد په نامه یاد شوی قوماندان د خپلې کورنۍ د غړو په مخکې په ډیرې بې رحمۍ وژل شوی.

سرچينه زياتوي چې په یاده ولسوالۍ کې له تیرو څو میاشتو راهیسې شاوخوا ۹ کسان وژل شوي دي چې ځینې ملکیان، ځینې د جمهوري نظام سرتیري او ځیني سوادګر وو.

دا پېښه په داسې مهال شوې، چې د افغانستان له یو شمېر نورو سيمو هم د مختلفو وژنو خبرونه ورکول کېږي او پړه یې تر ډېره پر طالبانو اچول کيږي.

طالبان بیا د دوی له لوري د خلکو شکنجه او د وژنو ادعاوې ردوي.

2 COMMENTS

  1. وروڼو طالبان يوه خبره کوي هغوی عمومي عفوه اعلان کړې ده خو حق العباد نشی عفوه کوی ، دا دملي اردو عساکرو او قومندانانو ډیر سخت ظلمونه د افغانانو له کورنویو سره کړي دي او بی ګناه اسنان یې وژلی دي ! هغو به خد خپل وار او بدل اخلي !!

  2. خدای دی نه کوی چی حق العباد راشی که نه ټول افغانستان به تباه شی ټولو یو دبل وژلی نو که انتقام اخیستل شروع شول ټول به دټولو په وړاندی وسلی واخلی والاکه یو ژوندی پاتی شی. هماغه حق الله یی سهی ده کم له کمه یو څو بدماشان به پکی جزا ووینی نور به روغ پاتی شی اخرت کی به خپل ځواب وایی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب