دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+په یو ګل نه پسرلی کېږي | ګلزاده سنګر 

په یو ګل نه پسرلی کېږي | ګلزاده سنګر 

ډیر کله چې څوک له کوم ناسم کار منعه کوم نو راته وایې په یو ګل نه پسرلی کېږي!
دا متل خو ددې لپاره نه دی چې د ټولنیز ژوند د اصولو خلاف هر کار تر سره کوه او روایت ورته جوړوه چې په یو ګل نه پسرلی کېږي!
ټولنه له افرادو جوړه ده او هر کس چې د ټولنیز ژوند له اصولو او مقرراتو په دې نېت سرغړونه کوي چې یوازې په ما څه نه کېږي؛ نو پوه شه چې هر څه خپله خرابوو.
یو وخت له ملګري سره په لار روان وم، اوبه یې وڅښلې او خالي بوتل یې په سړک وغورځاوه؛ ما چې کله بوتل راخیسته نو راته یې کړل: پریږده یې په یو بوتل سړک نه چټلیږي.
ما ورته وویل که چیرې موږ دغه خالي بوتل په کثافت دانۍ کې واچاوه، نو هغه کسان چې زموږ دغه عمل وګوري هرومرو به اغیزمن شي او خپله به دغه مثبتې کړنې ته مخ کړی او نور به هم هڅوي؛ خو که موږ برعکس دا بوتل په سړک وغورځو نو هر سړی به ستا په شان فکر لري او ورته کار به ترسره کوي؛ فکر نه کوې چې په څو ورځو کې به دغه سړک له فضوله توکو ډک نه شي؟
متل دی چې له څاڅکی، څاڅکي دریاب جوړیږي.
که له خپل ځان څخه یې پیل کړو او هغه کارونه چې د نورو د مزاحمت لامل کېږي لکه موټر کې د ناستې پرمهال د نشه یې توکو نه استعمال، بازار کې بې ځایه هارنونه او داسې نور…
نو په دې سره به مو روزمره ژوند کې د هغه کارونو چې له امله یې نورور ته زیان رسیږي لاس اخیستی وي او هم به مو خپل شخصیت ته زیان نه وي رسولی.

2 COMMENTS

  1. ورور سنګر صاحب ډیره منطقی او د ادب او کلتور په چوکاټ کی ګټوره لیکنه وه، الله ج دیی تاسو ته ډیر اجرونه او عزتونه درکړی.

    وای عقل د کم عقل څخه زده کیږی.

    سنګر صاحب لیکی(ټولنه له افرادو جوړه ده او هر کس چې د ټولنیز ژوند له اصولو او مقرراتو په دې نېت سرغړونه کوي چې یوازې په ما څه نه کېږي؛ نو پوه شه چې هر څه خپله خرابوو.)
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب