عبدالله خيبر
ته ښځه يې؟ بس همدومره؟ ولې دې دومره ستر وجود په دې درو توريو کې بند کړی دی؟ همدا درې تورې لکه مثلثي قفس ته کرار لکه مرغۍ پکې بنده يې، ايا ته مرغۍ يې؟ ستا په سندرو خلک پوهېږي؟ ايا تا دې ګڼو کڼو غږونو ته خپله سندره رسولې ده؟ سترګې ستا رنګونه پيژندلی شي؟ که يوازې د خوند شی يې چې په سندره دې سړي يوازې زړونه خوشحالوي او په رنګونو دې سترګې خوږې کوې؟
ته چې قرآن وايې ايا کله دې د خدای په دې عظيم کتاب کې ځان لټولی دی؟ د دې کتاب روح ته ورننوتې يې؟ که نه يوازې د سړيو تفسير دې لوستی دی. ستا عقيدې ته هم دوه لاسي سلام، په دنيا کې په يوه بنه لکه ډوډۍ په تناره خمسوسه کېږي، مګر د ملا په کتاب کې څنګه د ميړه په دواويا حورو هيڅ ډول اعتراض نه کوې؟ ايا خدای هم ملا دی؟ سړی دی؟ ته دومره هم نشې کولی چې له خپل درې ضلعيز قفس نه راووځې او په قرآن کې خپل ځان وپلټې؟ سړی چې ستا په حجاب کې کار لري، ولې د خپل رنځور نظر علاج نه کوي؟ چې د سر سترګې نه، د زړه سترګې هم د ستا په وړاندې ښکته وساتي؟ د چا چې د خپل سر او زړه سترګو ته پام شي، هغه به بيا ستا په لباس او حجاب کې کار ولري؟ ته د هغوی سپينو سترګو ته خپلې قلمي ګوتې نشې نيولی؟
خلک وايي چې تا د خپل زړه خبرې په لنډۍ کې رانغاړلي دي، ايا له ملغلرو او سندرو… ډک سمندر په ديارلسو سيلابونو کې ځايېږي؟ اوس ټپه هم ستا د سر لوپټه اوستا د څيرې هنداره نه ده، دا هم سړي درنه په وچ زور لکه نور متون د ځان په خوا ورو ورو راګږوي، که ستا همداسې کمزوري وي، ټپه به د سړي په شمله بدله وي، ته به پکې لکه يوه ښکلې بنديوانه مرغۍ يوازې چغېږي او نور به دې له چيغو خوند اخلي.
ته بايد نور له خپل قفس نه راووځې، ته فکر کوې چې الوت يوازې د سړي کار دی، ښځه بايد په قفس کې بنده وي؟ ته ښکلې يې خو مرغۍ نه يې، ته ازاد انسان يې، فکر لرې، اولاالباب يې، بايد نور صاحبه د کتاب واوسې. بايد ګڼ الفاظ وپنځوې او بيا پکې خپل روح ورپوف کړې، چې لفظونو ته ژوند وروبښې، لفظونه په کتابونو واوړي او ټول تا ته سرونه ټيټ کړي او يوازې ستا د عقيدت ډنډوره وغږوي. ته بايد د ګڼو کتابونو خالقه واوسې، بايد په بې شميره الفاظو کې وځلېږې، د ستا پر وړاندې بايد هغه ټولې کلکې خبرې لکه د جهنم ډبرې اور واخلي او ټولې په افسانو بدلې شي.
ته هغه هنري متن او هغه جادويي شعر يې چې په ګڼو سمبولونو سمبال يې، هر کس لګيا دی په خپله خوښه دې تشريح کوي او تفسيروي، مګر ټول په غلطه ښکاري، تا ګڼ خلک په بيلابېلو لارو روان کړي دي، مګر ښکاري چې ټولو صراط المستقيم غلط کړی دی، کومه لاره چې تر تا دررسي پر هغه لاره هيڅوک هم نه دی روان. نور ستا تفسير نشي کولی، ستا تفسير و تعبير ګران دی، نور راووځه، بې لارې خلک پر لار کړه او خلک پوه کړه، چې (ته) يانې څه؟
ته د خپل ځان تفسير په خپله وکړه.