دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د لستوڼي مار څنګه پر ځان عریضه وکړه؟

د لستوڼي مار څنګه پر ځان عریضه وکړه؟

عبدالمتين افغانمل

په افغانستان د امریکا تر یرغل او د نوي حکومت تر جوړېدو ورسته د چارو واګي له هر قوم څخه څو مشخصو کسانو په لاس کې واخیستې.

له دې کسانو څخه ځينې يې تر اخره یعنې د طالبانو تر بیا واکمنېدو پورې په قدرت کې پاتي شول، او د جمهوریت له کلکو ملاتړو څخه بلل کېدل.

سرور دانش هم له هغو کسانو څخه یو ده چې له 2001 څخه نیولې بیا د جمهوريت تر وروستۍ ورځې پورې په قدرت کې وو، او په مختلفو لوړو حکومتي پوستونو کې يې دنده ترسره کړې ده.

دانش که څه هم ظاهرا یو ارام شخص ښکاریده او د محقق او خليلي په څير يې ځان ډیر نه ښکاره کاوو، خو په حقيقت کې يې اصلي دنده په نظام کې د هزاره ګانو وروڼو ځایول او د نورو قومونو په ځانګړي ډول د پښتنو تخریبول وو.

زما د دې خبرې د ثبوت لپاره ډیر دلیلونه موجود دي، چې ځينې يې دلته د مثال په توګه یادولای شو:

ا- کله چې نوموړی د عدليې وزیر و په لوی لاس يې د یاد وزارت له تشکیل څخه پخواني کارکوونکي چې ډیری يې د نورو قومونو څخه وو په مختلفو پلمو له دندې ګوښه او پرځای يې هزاره ګان وګمارل، د ښه وضاحت لپاره د هماغه وخت د عدليې وزارت او د یاد وزارت د ولایتي ریاستونو تشکیل وګورئ.

۲- کله چې دانش د لوړو زده کړو د وزیر په توګه دنده واخیسته نو زرګونه هزاره زده کړیالانو ته يې تحصیلي بورسونه ورکړل او د ګوتو په شمیر یعنې یوازځې د ۵-۱۰ سلنه پښتنو زده کړیالانو کولای شول په ډير تکلیف او کړاو تحصلي بورس تر لاسه کړي، د ثبوت لپاره په هماغه وخت کې د لوړو زده کړو وزارت له لورې بهر ته د استول شویو زده کړیالانو نوملړ وګورئ.

۳- کله چې سرور دانش د ولسمشر مرستیال شو په دې دوره کې لسګونه داسې پيښې رامنځته شوې چې قلم يې په لیکلو شرميږي، همدارنګه ښکاره جنګي جنایتونه ترسره شول، خو نوموړی په دې ټوله موده کې پټه خوله وو حتی د اولس سره يې تشه غمشریکي هم ونکړه، خو کله چې به د هېواد په کوم ګوټ کې هزاره وروڼه د کومې پیښې او جګړې قرباني شول نو دې ښاغلي به د نسل کشي نوم ورکړ او خلک به يې د حکومت پر وړاندې درېدو ته تحریک او تشویقول.

۴- نومړي په لوی لاس د خپلو ملګرو سره یوځای د پارلماني ټاکنو پر مهال په ټول غزني ولایت کې د ټاکنو د ترسره کېدو مخنیوی وکړ او یواځې په څو هزاره میشتو ولسوالیو او مرکز کې ټاکنې ترسره شوې چې په پایله کې دغزني د ولایت څخه کوم پښتانه یا تاجک وکیل پارلمان ته لاره پیده نه کړه.

په دې سره به نو په دې ټوله موده کې د غزني ولایت د ټولو ولسوالیو امتیازات او پروژې څو مشخصو هزاره میشتو ولسوالیو ته (جاغوري، ناهور، مالستان…) ته ورکړل شول، او په غزني کې هیڅ والي او نور لوړ پو‌ړې چارواکي د دوئ له خوښې پرته چا نشو ټاکلی.

۵- کله چې د طالبانو له لورې د غزني ولسوالۍ‎ یو په بل پسې سقوط کېدلې سرور دانش پټه خوله وو، خو کله چې طالبانو په جاغوري د برید تکل وکړ نو دانش یوځل بیا د نسل کشي اوازې خپرې کړې او د حکومت ټول پام يې یادې ولسوالۍ ته ور واړاوو، تر دې چې د وخت د دفاع وزیر او نورو لوړ پوړې امنیتي مسولین مجبوره شول غزني ته سفر وکړي، او په جاغوري د برید مخنیوی وشو.

۶- سرور دانش همېشه د دندې پر مهال د خپل صلاحیت نه غلطه ګټه پورته کوله چې ښه مثال يې د علي پور ضمانت او ازادول وو، چې تر ازادیدو ورسته حکومت ته لوی سرخوږی شو، او د علي پور له کبله یوه څرخي چورلکه سقوط او لسګونه کمانډیان په یو شپه مړه او ټپیان شول.

۷- د وروستي مثال په توګه د ولسمشرۍ د دویم مرستیال د دفتر د تشکیل نوملړ درسره شریکوم، خپله يې وګورئ او قضاوت وکړئ.

نوموړي د دې ټول تر څنګ د خپلو ملګرو په مرسته ولسمشر غني په ارګ کې محاصره او د هېواد له روانو حالاتو څخه لرې او بې خبره ساتلی وو، تر دې حده چې په ځینو مهمو مواردو کې ولسمشر د یوې مهمې موضوع نه هغه وخت خبريده چې نور به هغه موضوع د دانش او ملګرو په خوښه حل شوې وه.

د جمهوریت په ورستیو کلونو کې کله چې د ارګ مخالیفینو په هېواد کې د تجزيې او فدرالي نظام نغارې وهلې، نو سرور به داسې څرګندوله چې ګواکې د جمهوريت له سرسختو ملاتړو څخه دی، خو د پردې شاته يې د فدرالیانو ملاتړ کاوو، د فدرالي نظام په اړه د نوموړي ورستی دریځ د دې خبرې ښه ثبوت دی.

په پايله کې په ډاډ سره ویلای شم چې د سرور دانش او ډله يې د دې اولس د لستونې ماران وو، او د تیرو شلو کلونو د ټولو غمیزو او ناخوالو یو لامل وو.

نوموړي په دې ټول موده کې اوبه خړي کړې دي چې کبان ونیسي.

اوس چې ښاغلي دانش د فدارلي نظام د جوړيدو دریځ خپل کړی، دا نو د ټولو اصولو او نزاکتونو خلاف کار دی، ځکه نوموړي شل کاله د جمهوریت په دسترخوان ډوډۍ خوړلې ده او د تیر جمهوریت د لومړۍ درجه کسانو د ډلې څخه وو، او د خپل نظام د بقا او دوام په نامه يې چړچې کولې، او د ملت په وینو يې د ځان او کورنۍ لپاره د ښه او ټول امکاناتو څخه د برخمن عصري ژوند زمینه برابره کړې وه.

د یو داسې چا له لورې د فدرالي نظام د رامنځته کېدو غوښتنه چې د جمهوري نظام دریم کس وو داسې مثال لري لکه څوک چې پر خپل ځان عریضه وکړي.

نوموړی اوس غواړي یو ځل بیا افغانان د فدارلي نظام د رامنځته کېدو په نوم د جګړې او بدختۍ یوې بلې کندې ته واچوي.

په دې سره به خدای مکړه یو ځل بیا د زرګونو بیګناه افغانانو وینې تويي شي او افغانستان به د بدمرغې جګړې په ژور سیند کې لاهو شي.

هېواد وال باید د داسې مغرضو او تش په نامه خاینو مشرانو په خبرو ونه غولیږي، او د یوه آباد او متحد افغانستان لپاره لاسونه سره ورکړي.

خپله لیکنه په دې شعار سره پای ته رسوم چې: (یا به یو کېږي کنه ورکېږو).

۲۰/۱۲/۱۴۰۰ هـ

10 COMMENTS

  1. سروربې دانش ترټولو مغرض ، افغان دښمنه او پردیپال شیعه ملا وو چې د خپل استخباراتي مهارت له کبله په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان مختلفو وزارتونو او مقامونو ته رسېدلی وو. دې شیعه ملا خپل قوم او ولایت ته ډېر خدمت وکړ ، مثلا په یوه کال کې 3100 نفرو دایکندي ولایت کې پوهنتون ته امتحان ورکړی وو ، ټول 3100 واړه پوهنتون ته بریالي شوي وو . دا وضیح خبره ده چې ټول انسانان یو ډول نه دي ، ده حتما له هغوی سره د کانکور سوالونه شریک کړي وو چې د نورو ګرانو محصلینو حق یې یواځې خپل قوم ته تخصیص کړ. هرکال يې په زرګونو تحصیلي بورسونه خپلو هزاره دایکندي والو ته ورکړل چې په دې کار سره یې د تاجیکانو ، بلوڅانو او ازبیکانو حقوق هم غصب کړل .
    کله کله د لطیف پدرام او سرور بېدانش په شان د خلکو ویناوې او یا لیکنې د وطندوستو هېوادوالو د راويښېدلو او یو موټی کولو سبب کیږي .

  2. مننه بريال صيب
    هو بلکل کله سړی داسې دوه مخو او پردي پالو ته حيران پاتې شي.
    په هر صورت خدای پاک ج دې هېواد له داسې خاينينو څخه وژغوري.

  3. افغانمل صاحب ، السلام علیکم
    آیا ټولو پښتنو کی د دانش په شان هوښیار مونده شی؟ نه !
    وروره دوی اتفاق لاره، تحصیل سره یی علاقه وه، یو دبل پښې یې نه وهلی او له موقع یی په زیرکی سره زښته ډیره استفاده کوله. ټول دایکندی او هزاره جات کی یو انتحاری نه و. اوس شکایت او ګیلی فایده نه کوی، هغه وخت به دی پښتانه راویښ کړی و ، له انتحار به دی اړولی و تحصل ته به دی تشویق کړی و چی په دی بده ورځ نه وای اخته شوی. موږ پوهیږو چی ته د زړه له درده وایی او حق بجانب یی خو وخت له وخته تیر دی افسوس چی وروستی فکر ړومبی وای. زما په شمول موږ ټول ویده یو نور ویښ دی. پښتون دی شلو کلو کی تباه شو. اووه نیم میلیونه د ډیورند دواړو غاړو ته لاسی په توده وسله ووژل شول هغه په خپل مرګ مړه ورسره یوځای کړه اته نیم میلیونه کیږی او پاتی ټول بیسواده، بی مکتبه، بی اتفاقه او بی دوا بی درمله پاکستان ته محتاج او وږی دی. چی نه وایم له غمه یی وایم خپه مشی

  4. وعليکم سلام ورحمة اللّٰه
    مننه ښاغلی وحید خانه!
    هيله ده چې روغ او جوړ به یاست.
    بلکل وروره زه پوهيږم چې اوس يو څه ناوخته دی، خو د ليکنې څخه مې اصلي موخه دا وه چې افغانان له دې ورورسته د دغسې اشخاصو په خبرو ونه غوليږي، او بيداره اوسي.
    سرور دانش اوس د فدرالي نظام جوړيدو لپاره لستوڼي را بډوهلي دي او غواړي چې اوس د فدرالي حکومت په نوم شل کاله بيا د خلکو وينې وزبيښي.

  5. وحید ورور ته سلامونه:
    وروره د ښاغلی افغانمل صاحب لیکنه د شروع څخه تر اخره پوری د دغه بی دانشه سړی په تعصب، دوه مخی توب او کاذب سیاست پوری ده.
    بلی زمونږ ګران وطن د امریکایانو لخوا اشغال شوی وه، هزاره او بی دانشه خلک دغی اشغال ته خوشحاله او هم ورته د تحصیل ښه زمینه برابره وه.
    پښتون او پښتانه چه د دیی وطن اصلی وارثان او ریښتنی بچیان دی او د تل لپاره به وی. بله چاره نه درلوده تر څو د خپل وطن څخه خارجی اشغالګر او ځینی متعصبه اوباشان، زورواکی او لنډغر په زور سره اوباسی.
    بله خبره ایا پښتون ښاغلی اشرف غنی او کرزی ته د طالب او تروریست خطاب نه کیدو، پښتون غنی هم پر ځان خبر وه چه امریکا او کورنی لڼډغر راته طالب وای. په تلویزونونو، رادیو ګانو او ټوله مجازی نړی کی روشنفکر او غیر روشنفکر پښتون ته د طالب او تروریست
    خطاب کیدلو.
    د پښتون لپاره ټولی لاری بندی وی نور خپله پوهیږی؟؟؟؟ مننه

  6. ګرانه وطنداره زموږ مطلب له هوښیاری نه همدا و چی تا ورته اشاره کړی یعنی ټولی لاری ی موباید په ځآن نه وی بندی کړی بلکی پشتون باید له امکاناتو فوق العاده استفاده کړی وای تحصیل او اتحاد ته یی ملا تړلی وای پښتانه خو ټول یوبل ته دد وو یوبل یی چپه کول مالومدار چی لاری پی بندیدی د دوی لوی آفت بی اتفاقی ده
    اوس یی څنګه کوی راسه د وحشی تروریست، اوغان، شبشی بیسواد پیغور د تل لپاره راپاتی شو که دیو مشر شاوخوا راټول وای اوس به افغانستان اباد او متحد وای اوبه به مو خپلی وای او معادن او تاریخی آثار چا رڅخه نشو غلا کولای پردی کاروانونه به مو مفته پر سینه نه تیریدل ګدایی ته به نه وو ناست او تورلینګی به راباندی بادار نه وو پښتنو سره به نور قومونه هم آسوده وو اوس خو مو هم ځآن او هم نور قومونه خراب کړل

  7. ښه ما خو دا ټولې لیکنې ولوستلې تکرا تکرار د ترک، امینک، نجبک ، کرزک ، متفکرک غني ګل تر وخته رانیولې چې مختلفو پښتنو لیکلې او ما لوستلې خو ما کوم تغیر ونه لید ؟ ایا تیوري خرابه ده او که مازغه ! لېونتوب پرېږدۍ په طالب پسې کلک ودریږۍ مرسته ورسره وکړی له پختو پښتو وېیونکو قلابي پښتنو څخه بیل شی هغوی نه دین لري نه پښتو یوازې د پيسو سپی دي !! ای پختو پښتو اوس په ارګ کې پښتو وېیل کیږي او د ا دنورو نه خوښیږي !! کوم نر به پيدا شي چې زما ځواب راکړي!!

    پتنګ ، لونګین

  8. ښاغلی پتنګ صاحب سلامونه او درناوی!
    ستاسې تبصره د قدر وړ ده وروره، که څه هم زه دې په مطلب سم ونه پوهيدم، خو زما د ليکنې اصلي موخه دا وه چې افغانان په ځانګړي ډول پښتانه له تير وخت څخه تجربه او د اوسني شته فرصت څخه پوره پوره ګټه پورته کړي، تر څو خدای مکړه يو ځل بيا په داسې مغرضو، پرديپاله او خاينو اشخاصو باندې ونه غولیږي.
    بيا هم مننه چې ليکنه مو لوستلی او نظر مو راسره شریک کړی ده.
    عبدالمتين افغانمل

  9. د دی پوښتنی ځواب ښځې ورکوی او هغه داسی:
    -باید بی تبعیضه، علمپال، مستقل ، زړور، باغروره لیدرشیپ ولرو چی په خپل ځان متکی افغانستان راته جوړ کړی
    -پښتو سره پښتونولی په کار ده، یعنی پښتو یوازی ژبه نه، بلکی یو عالی میړنی کلچر دی چی پرانیستی ذهن ولری
    -مترقی محوره، پراخ بنسټه اقتصادی ریفورم لرونکی برنامه جوړول او عالی انسانی اخلاق لرل، تاریخی اوملی ارزشونه پالل
    -خلکو ته فردی آزادی قایلیدل، د چاپیریال او اقلیم ګڼو ستونزو ته ځواب ویونکی حکومت چې هیواد دساینس او تکنالوژی له پلوه پرځان بیسا کړی، په ساینس باور لرل او له خرافاتو بیزاری اقلاً دلسو کلونو لپاره د کاری نقشی اعلانول
    -هنری، سپورتی، خلاقانه او تولیدونکی فعالیتونو ته ازاده اجازه ورکول،
    -دخلکو په خصوصی حریم تجاوز نه کول او دترور څخه لاس اخیستل، انسانی کرامت او وندته د الهی حق په توګه کتل او داسی نور منور او د معاصر دوران صادقانه او جراتمندانه اقدامات او اوصاف

  10. وحید خانه ! ته کوچنۍ یې په احساساتو کې بند پاتې یې ! زه یې دا پنڅوس کاله ګورم چې ټولې اپړې دوپړې دي !
    کوم شیان چې تا لیکلي یوه کرونده په شاړ او بې سرې پټي کې ده ، ستا پټی ښوره نلري خوار دی ستا مېوې او حبوبات نشي شنه کولی ! اول باید پټی اباد شي !! ستا خبرې خپل چار پير یال غواړي خو هغه نشته ، د انسان شعور او فکر د اقتصاد او طبعي زدکړې سره مستقیم متنا سب دی چې مونږ په صفر کې ولاړ یو ! کوم شیان چې تا لیکلی هغه دغربی لیبرالې دیموکراسی عناصر دی ! عملې کول یې اوس امکان نه لری خو بې خوځونه نه هم غلط کار دی یانې دستر ګو په اندازه !!! له ترکه ، امینکه، تر ببرکه ، نجیبکه ، تر رباني او تر بوزکه ، له کرزي او تر جاهل دوهم متفکره غلاوې وشوې ، ملت خوار ، وږی او بدبخته پاتې شه ! ستا خبرې د سرو زرو پالنګ دي خو مونږ یې په استعمال نه پو هیږو او جهالت دی ! تیورې چې د عملي کېدو بڼه نلرې اوس په درد نخوري !
    په دا اوس وخت کې په طالب پسې کلک ودرېږه هغوی ډیر ښه روان دي يو شمیر غله لنډغران هغوی نه غواړي ، څکه چې په ارګ کې پښتو وېیل کیږي او هغوی یې خپل پلنری د پارسو کلتور بولي او بل چاته حق نه ورکوي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب