دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپه پنجشېر کې د يوه ځوان د صحرايي وژلو ويډیو توند غبرګونونه...

په پنجشېر کې د يوه ځوان د صحرايي وژلو ويډیو توند غبرګونونه پارولي

تاند:(شنبه، د حوت ۲۱ مه) هغې ویدیو چې ظاهراً د طالبانو له لوري په پنجشير کې یو ځوان بې محاکمې وژل کېږي، سخت غبرګونونه پارولي دي.

‏‏دغه ویډیو، چې دقیق وخت یې نه دی په ډاګه شوی، طالب جنګيالي یو ځوان د پوځي لباس د اغوښتو په تور په یوه غرنۍ سیمه کې په ډزو وژني.

ویل شوي چې د وژل شوي ځوان نوم احمد بلال دی او د پنجشېر د رخه ولسوالۍ د حصارک کلي اوسېدونکی دی.

‎‏په ټولنیزو رسنیو کې زياتو کسانو د هغه د صحرايي محاکمې او وژلو دغه ویډیو خپره کړې او دا عمل يې غندلی دی.

طالبانو د دې ويډیو او څرګندو شویو عکس العملونو په اړه تراوسه څه نهدي ویلي.

څه موده مخکې د طالبانو د رييس الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ويلي و چې د صحرايي محکمو خلاف دي او د مخنيوي اقدامات یې کوي.

همداراز څو ورځې مخکې د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له يوې چارواکې سره د لیدنې پر مهال په ضمني ډول د طالبانو پر غچ اخيستونکو اقداماتو اعتراف او په مخنيوي یې ټینګار وکړ.

9 COMMENTS

  1. وروڼو دا ویدیو او داسې نورې ویدیو ګانې د شمال د لنډغرو خوشې پرو پاګنده ده ، دغه ویدیو ترتیب شوې ده چې اولس را پورته شي ، په پنجشیر کې عملیات خپله پنجشیریان (حمید خراسانی ) کوي او ټول امنیتي ارګانونه یې پنجشیر یان دي ! طالبان د څارونکو پر ځای ناست دي یواځې څار کوي ! ددشتې لیلې ، مزار، شبرغان او قلعه جنګي په جینو سایت باندې لنډغران څه وایې چې پنځه زره طاالبان قطل عام کړل !!!
    دا نوره هیڅ خبره نشته نن وروڼو په ارګ کې پښتو وېیل کیږي نو ځکه ځینې عناصر وار خطا دي خو خو که په ارګ کې پاړسو شوه نو بیا به هر واقعي جنایت پټیږي !!!! یوارې تاریخ ته ځیر شئ !! مننه

  2. طالب دی د جنوب غرب د حوزې فرهنګ پر ولس نه تحمیلوی. هغو سیمو کی خلک یی پښتو درست خبری نشی کولی با سیواده با فرهنګه طالبان دی ور ولیږی. هیڅ یو افغان خپل قصاص خوشی نه پریږدی که نن وی که سبا طالبه ستا پر سر به هم تر تا ډیر ظالم راځی او دا ځلی بدی پنجاب هم ونساتی.

  3. د لونګین لخوا څخه لونګ خوریې ته احترامات ا ګرانه دا لنډغري کلچردې پریږدي په درد نخورې ، هغوی ته چې دالر ورکړې هر کار کوي ! دې‌خلقو خو په هر اشغال کې د شیدو سر وهلی دی او په هر دربار کې تشریفاتي اردلیان تیر شوي دي !! څوک چې دورځې په موډ نه پوهیږي هغه ته بی ادبه لنډغر وېیل کیږي !!

  4. ظلم ده مهمه نده چی څوک ده او د کوم ځای ده په دریشی اغوستلو خلکو وژل ستر ظلم ده. ستاسو ذهن د خدای جوړ کړی. یوه دریشی اغوستی بل وژلی ده دلته څوک لنډغر شو او بل د سړی نوم معلوم ده کلی ولسوالی یی معلومه ده او ته وایی جی لنډغرو ویدیو جوړه کړی. که دروغ وی خو داسی مونږ ته وښیی او صحیح وی نو پوښنته یی وکړی ولی او چا دا کار کړی کنه د افغانستان د ملت خیری به مو داسی کړی چی په ایر ځل به شکر وکړی.

  5. پتنګ لونګ ته سلامونه، دا د پښتو پاړسی اردو انګلیسی خبره نه ده،دا څلویست کاله دا قتل ناراواګانی د پیسو او چوکی لپاره دی،دا د پیسو لپاره جنګ دی،که لنډغر دی که طالیب دی که ملاآ او که حاجی، ټول د پیسو لپاره ،لنډا دا چه د پیسو خبره ده

  6. ښه توجیه ورته پيدا کوئ، ويډيو سمه او ښه توګه ښکاري چي طالب لنډغر یو کس چي لاسونه يې تړلي دي او بې وسلې ښکاري په بې رحمۍ په شهادت رسوي.

    له دې خود سرو کارونو څخه دي طالبان ډډه وکړي، که نه، بیا به داسي وخت راسي، چي ژړي بوشکې به وي او د طالبانو رينجر موټري په هوا…

    هر څه ته له اصولو سره برابر باید وکتل سي…. خرتوبي او لنډغري نتيجه نه ورکوي، که يې ورکولای تېرو سره به يې ورکړې وای.

  7. ته احمق د سقاو زوي لا هم د پنجشيريان او پنجچرمينان ، يا که که شه ووايم د لندغرو او دخپلو کورني دفاع کوي. تاسو خداي د تاريخ په ګودال کي ښخ کري.

  8. جار د طالبانو څخه ، دا د پنجشير نوم بايد له مينځه ولار شي او تول خلکي بايد محکمه او په زندانونو که واچل وشي دا د بي ناموس او بي پت اولاده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب