دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+حقاني د کرکټ ملي لوبډلې غړو ته د « لازمو سپارښتنو» تر...

حقاني د کرکټ ملي لوبډلې غړو ته د « لازمو سپارښتنو» تر څنګ د همکارۍ ډاډ ورکړ

تاند:( شنبه، د حوت ۲۱ مه) ‏د طالبانو د حکومت د کورنيو چارو وزير  سراج الدین حقاني د کرکټ ملي لوبډلې له مشرتابه او لوبغاړو سره لیدلي.

د طالبانو د اعلامیې په اساس، په دې لیدنه کې حقاني د ملي لوبډلې د وضعيت پوښتنه وکړه، د بریاوو مبارکي يې ورکړه، خپلمنځي يووالي ته يې وهڅول او د دې تر څنګ يې هغوی ته لازمې سپارښتنې وکړې.

سراج الدین حقاني، چې د شبکې مشر او د امریکا له لوري یې پر سر جایزه اېښودل شوې، لوبغاړي د ټول ملت استازی او د سولې سفیران وبلل او د امنیت لپاره د خاصو کارتونو ورکولو ژمنه يې وکړه.

هغه زياته کړه چې د طالبانو له واکمنیدو سره کرکټ نور د مثبت پرمختګ او شفافیت په لور روان دی.

حقاني همدارنګه وویل چې کرکټ بورډ په خپلو کارونو کې مستقل دی او هیڅ ډول لاسوهنه به پکې نه کیږي.

د طالبانو دغه لوړپوړي مقام دغه راز د ملي ټیم غړو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

2 COMMENTS

  1. ۱ – کریکټ یو انګریزی استعماری ورزش دئ ( ځکه چی یوازی د انګریز په نفوذی منظومه کی رواج لری ).
    ۲ – د حقانی د کورنۍ د غړو څخه باید پوښتنه وسی چی:
    ورق بازی او قطعه بازی او موسیقی اورېدل ” لهو و لعب ” ګڼل کیږی خو کریکټ ولی ” لهو و لعب ” نه ګڼل کیږی؟

  2. که څوک پردې فرق نه پوهیږي هغه به داسې وي لکه حماره توړۍ ! کرکټ ورزش دی جسماني قوه پرې مصر فیږي او عضلات تمرین کوي ! ورقبازي قطعه بازی باندي قمار وهل کیږي او په موسیقې کې فکر د ناراو شهوت میلمه کیدای شي ! دا له انګلیسي ، روسي او فاړسو پورې تړاو نلري !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب