یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمتقي د اقتصاد او اتصال په مرکز د افغانستان د بدلولو ادعا...

متقي د اقتصاد او اتصال په مرکز د افغانستان د بدلولو ادعا وکړه

تاند:(شنبه، د حوت ۲۱ مه) د طالبانو د واکمنۍ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي ادعا کړې، چې افغانستان یې د اقتصاد او اتصال په مرکز بدل کړی دی.

نوموړي په ترکيه کې د انتاليا ډیپلوماسۍ فورم په ناسته کې ويلي، چې د دوی حکومت د رسمیت پېژندلو ټول شرایط هم پوره کړي دي.

ملا متقي له رسنيو سره د خبرو پر مهال زياته کړې ده، چې نړۍ ته په کار ده څو د دوی حکومت په رسمیت وپېژني او د افغانستان غصب شوې شتمني ازاده کړي.

‏متقي زیاتوي چې افغانستان د اقتصاد او اتصال په مرکز بدل شوی او اوس دا هېواد د منځنۍ او سوېلي اسیا تر منځ د ټرانزيټ تر ټولو غوره لار ده.

هغه د خپلو يادو ادعاوو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ځینې اقتصادي شنونکي افغانستان د ځان لپاره نه، بلکې د پاکستان لپاره د اقتصاد او اتصال په مرکز بدلول شوی ګڼي.

د دوی په باور، طالبانو په پټو سترګو پاکستان ته له منځنۍ اسيا سره د وصل کيدو موقع ورکړې، خو هغه هېواد يې په بدل کې افغانستان ته هیڅ کوم امتياز نه دی ورکړی او لږ تر لږه خپل توکي د افغانستان په خاوره کې په افغاني بار وړونکو موټرو کې هم نه لیږدوي.

1 COMMENT

  1. د متقي يوه لكى كمه ده او بس.
    د متقي دا ادعا خپله نه ده، بلکه دا د بل چا ادعا ده چی د ده په خوله شوی ده. خو، البته دا سمه ده چي هغه بل چا دا هيواد (افغانستان) د حان لپاره د خپل اقتصاد او اتصال گرحولی دی چی هر ارخيزه گفته يى هغه ته ده نه افغانستان ته. ان تر دي چی هم وي ته يي هم گته نشته. دوی ناپوه او ورانده دي او د هغه بل چا د گتو په د مذهب په ورندو (پتو) سترگو لگيا دي كار كوي. هغه بل چا پری خپلی گتی تضمين كري او بس. دوى دا خپله ناپوهي نه مني. زمور خاوره د بل د گتو (اقتصاد) لپاره کارول کيري، خو په مقابل کی افغانستان ته هيح نه وركول كيري. مور يي له مركزي اسيا منعه كرو. زمور تولگتی پیروزی يي وحندولي او خپله پروزه يي رامخته كره چی افغانستان يي بيا په وچه کی راايسار او د كراچی بندر ته يي محتاج ار كر. دا هغه سه ول چی انگريزانو د خپل تسلط په وخت کی نه غوستل چی افغانستان له منحنی اسيا سره وصل شي. ان تر دى چی ويليام براون پخپل کتاب کی هم کری وه او هغه يو ورانديز كرى چی ولی برتانيا افغانستان ته دا امتياز نه وركوي؟ پاکستان اوس هماغه اختيار غواري او بناء متقي يا په مجموع کی طالبان د پاکستان له گتو نه دفاع کوي نه د افغانستان له گتو، نو بناء ويلى چی متقي يا طالبان د هيواد د ملي گتو سره په تکر کی دي او د هيواد له گتو ننگه نه شي كولى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب