شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپه بريښنا شرکت کې دعوت او ارشاد رياست رامنځته شو

په بريښنا شرکت کې دعوت او ارشاد رياست رامنځته شو

تاند:(پنجشنبه، د حوت ۱۹ مه) ‏د افغانستان د بريښنا شرکت چارواکي وايي، چې ‏د طالبانو د ریاست الوزرا په حکم، په ټولو دولتي بنسټونو کې د « دعوت الارشاد ریاست» په نوم یو نوی تشکیل جوړېږي.

د سرچينې په حواله، په همدې موخه پرون په برېښنا شرکت کې د دعوت الارشاد ریاست جوړ شو او مولوي حبیب الله حنفي یې د رئیس په توګه د برېښنا شرکت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

د بریښنا شرکت مطبوعاتي دفتر د ياد شوي رياست د تشکيلاتو او بوديجې په اړه څه نه دي ويلي.

بریښنا شرکت يو غير سياسي او تجارتي دولتي شرکت دی، چې خپل لګښتونه د بریښنا له درکه تامینوي.

دغه شرکت له یو شمېر ګاونډيو هېوادونو څخه په لسګونه میلیون ډالره پوروړی دی.

طالبانو په دې خدماتي شرکت کې د دعوت الارشاد رياست د جوړېدو ضرورت نه دی په ډاګه کړی او دا هم نه ده معلومه چې منسوبين یې په کوم اساس ټاکل شوي دي؟

بريښنا شرکت مخکې خپلې ټولې ګومارنې د يوې اساسنامې په اساس د دولتي چارواکو له اغېزه لیرې کولې.

2 COMMENTS

  1. د نفیسو وړوکو مرغانو د خوراک لپاره یو ډول طلائی رنګه وړوکی دانې دی چی موږ ور ته ” اِږدَن ” وایو چی په پاړسو ژبه کی ور ته ارزدن وائی.
    نو
    خبره می دا ده چی د طالب د تشکیلاتو او غړو شمېر د ۹۵ روپو د اِږدنو په اندازه دئ ( د کونجۍ زامن تر شمېر وتلی دی ).
    دا هر یوه ئې د ماموریت او استخدام هوَس پر سر اخیستئ دئ او غواړی په هره حکومتی څانګه کی چی ممکنه وی استخدام سی او حکومتی مشران هم د ټولو شریعی او مدنی اصولو خلاف ځان متعهد ګڼی چی خپل فکری او عقیدتی انډیوالان د ځان سره کونجوغه کړی( د خپلی کونی جوغه ئې کړی ځکه د بغاوت او سپین سترګی څخه ئې بېریږی ) همدا علت دئ چی طالبی رژیم د خپلو تشکیلاتو د پراختیا هڅه لری او په احمقانه توګه ئې غیر ګټورو او اِسرافی استخدامونو ته لاس ور اچولئ دئ.
    بله دا چی:
    د طالب په وزارتونو کی دا ډول ایډیولوژیک تشکیلات موږ د یو بل تاریخی تریخ البوم د نندارې د خاطرې سره غاړه په غاړه کوی:
    د ثور د نه ماتیدونکی ستر انقلاب ( البته د ثور ستر انقلاب له معدودو انقلابونو څخه شمېرل کیږی کوم چی له بریالیتوب مخکی مات سو . د خپل نظر د مخالفینو احتمالی کنځاوو ته لبیک وایم ) وروسته هم حاکم قدرت په ټولو ملکی او نظامی څانګو کی خپل ایډیولوژیک انډیوالان ( د عقائدو د تفتیش مامورین ) مقرر کړه.
    د طالب پدې ښکلی! اقدام د افغانستان د وروستیو دوو سوو کلنو د درانه او ارزښتناک ” البوم ” پاڼی نوری هم زرینی او مزیّنی سوې او معلومه نه ده چی د دې درانه او معتبر او مؤقر البوم په ګېډه کی به نور څه ښکلی ښکلی عکسونه ور اضافه سی.
    امّا
    د خواشینۍ خبره دا ده چی:
    دا تاریخی البوم د یوه ډیر ارزښتناک او ګټور عکس څخه بې برخی دئ:
    ( د عبرت او درس عکس ).

  2. یاره زه خو وایم چه طالیبان هر څه کوی ښه کوی. ولی ښه کوی ځکه زمونږ د روشنفکرانو او لنډغرو تنظیمی زورواکانو د خودسره او شخصی جیبونو د ډکولو او افغانستان نه منلو د لاسه. که نه نن به طالب جان نه وای.
    ولی طالیبان ښه کوی ځکه د افغان شوروی روشنفکرانو سرمسته بهرنی شعارونو، فرمانونو، د خلکو ډله یزی وژنو، شکنجیو، او د خلقی او پرچمی تر مینځ د شخړو د لاسه. که نه نن به طالب جان نه وای.
    ولی طالیبان ښه کوی ځکه د شوروی د سختی ماتی وروسته د بی شمیره تنظیمونو د چوکی او قدرت په سر خپل مینځی جنګونه، د خلکو ځمکی، ښځی، هلکان او مالی او مادی شیان په زبر دستی سره اخیستل، په هر کلی، ولسوالی او ولایت کی د هر تنظیم خپل پاچا او د پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان ګټو او کلتور ورځ په ورځ پراخیدل. د مسعود، حکمتیار، مزاری، ګلم جم دوستم او نورو خپل سری او خپل چاپی پیسی چه د شمار پر ځای به په ترازو او تله حسابیدلی، او د همدغه لنډغرانو د جګړو د لاسه د کابل ښار د ۶۰۰۰۰ بیګناه ښاریانو وژل کیدل.
    آیا دغه حالت د زغم وړ وه؟ نه هیڅکله د زغم وړ نه وه. څه باید شوی وای چه دغه لنډغریزم او زورواکی بد معاشان یی ختم کړی وای؟

    بله چاره نه وه فقط او فقط طالیبان وه چه د شر او فساد په نوم یی د دغه خلکو ټغر او خودسری ختمه کړه، او ملکی بی ټوپکه خلکو د آرام ساه واخیسته.
    د امریکا د اشغال سره دغه زورواکان بیا په قدرت ورسیدل، بیا یی زورواکی او ډالر واکی شروع کړه. حتی عطانور د ښاغلی کرزی او ښاغلی غنی امر نه منلو، په بلخ کی پاچا وه د ګمرکاتو پیسی او نور ملی عایدات به یی په شخصی جب کی اچول. فهیم او ډبل ګلمرجان او نورو د افغانستان د تجزیی نقشی جوړولی، د مسعود، مزاری او فهیم په تلینونو کی اوباشانو او لنډغرو په خلکو موټری خیژولی، په چړو او ټوپکو به یی وژل او نور غوبلونه.

    اخر دا چه د صفر ۲،۱ ،۳ او ۴ په نوم داسی امریکایی+پنجشیری+پشه یی یو خصوصی کماندوی عسکر چه په امریکا کی تربیه شوی وه، چه د تروریست په نوم به یی هر پښتون مشر او مخور، تجار، صراف او نور د شپی لخوا د ماشومانو سره بی پوښتنی وژل، حتی اشرف غنی به هم د دغی امریکایی+متعصبه افغانی شپنیو عملیاتو څخه نه خبریدو، او نه به یی د امریکایانو د ډاره پوښتنه کولای شوه.
    یادښت: به افغانستان کی د صفر ۲،۱ ،۳ او ۴ په نوم نوری قیطی او ټولی هم جوړ شوی وه، خو هغه ټولو ته معلوم وه. او د خلکو د غولونی او دوکی په خاطر جوړ شوی وه.
    مګر امریکایی+متعصبه افغانی قطعه او کماندو خاصو او پټو ځایونو کی ساتل کیدل. او د دغه بلی قطعی په نوم به خلکو ته معرفی کیدل.
    کله چه حالت دغه حد ته راورسید، بی ګونده ښاغلی غنی پوه شو او مجبوره شو چه حالات په بل طرف روان دی، هماغه وه چه داسی کار یی وکړو چه افغانستان یی د تجزیی، زورواکی او منم او نه منم څخه د تل لپاره خلاص کړو.

    نو اوس چه طالیبان څه کوی باید هغه وکړی. ځکه ټول کار ګلمرجان او ملګرو یی خراب کړه، منم او نه منم. که
    که نه نن به طالب جان نه وای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب