Homeخبرونههغه سړی ومړ چې د خوک زړه ورته پیوند شوی و

هغه سړی ومړ چې د خوک زړه ورته پیوند شوی و

تاند- د امریکا د مریلنډ پوهنتون روغتون اعلان وکړ، د دیویډ بنت په نوم ۵۷ کلن سړی، چې دوې میاشتې پخوا ورته د خوګ یا خنزیر زړه پیوند کړای شوی و، د سې شنبې په ورځ مړ شو.

ښاغلی بنت، چې د جنورۍ په ۷ مه د خوګ زړه ورته پیوند شوی و، لومړنی انسان و چې د یوه خوک زړه له جنیټیکي اصلاح وروسته ورته پیوند شوی و.

د مریلنډ پوهنتون روغتون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ښاغلي بنت حال له څو ورځو مخ په خرابېدو و او د طبي کارکوونکو له ځانګړې پاملرنې سره سره څرګنده وه چې ژوندی نه پاتې کېږي.

ډاکتران وايي چې دا سړی له مخکې هم ناروغ و او د زړه د پیوند لپاره په شرایطو برابر نه و. د اکتوبر په میاشت کې ډاکترانو د ده د ژوندي پاتې کېدو یوازینۍ او وروستنۍ حللار دا وګڼله چې د خوک زړه دې ورته پیوند شي.

مخکې تر دې چې د پیوند لپاره د بنت جراحي عملیات پیل شي، کابو درې میاشتې د زړه او سږو له بای پاس ماشین سره وصل و.

خو له دې سره سره د ده بدن ته د خوک د زړه پیوند لومړنۍ بریالۍ تجربه وه.

د مریلند پوهنتون د روغتون ډاکتران وايي چې ښاغلی بنت د خوک د زړه د پیوند له خطرونو خبر و او له جراحي عملیاتو وروسته په لومړیو اوونیو کې د ناروغ وضعیت ډېر ښه و.

تر دې وړاندې هم انسان ته د خوک د بدن د غړیو پیوند نتیجه نه ده ورکړې ځکه چې د دواړو په جنیټیک کې توپیر شته او دا د دې سبب کېږي چې بدن نوی غړی ونه مني او یا د وایرس له کبله عفونت پکې پیدا شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...