جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهملا یعقوب: مفسد کسان مو په لیکو کې شته، بايد تصفيه یې...

ملا یعقوب: مفسد کسان مو په لیکو کې شته، بايد تصفيه یې کړو

تاند:(پنجشنبه، د حوت ۱۹ مه) ‏د طالبانو د حکومت دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد پرون هلمند ولايت ته د سفر پر مهال د طالبانو د ۲۱۵ العزم قول اردو لیدو ته لاړ.

نوموړي د دې لیدنې پر مهال، د خپلو جنګیالیو هڅې وستایلې او ورته ویې ویل:«د سر و مال د خطر په منلو مو فتحه نصيب شوه، د زغم، حوصلې او ستاسو له ليکو څخه د مفسدو کسانو په ایستلو هم کولی شئ، چې اسلامي نظام بريا ته ورسوئ.»

د طالبانو دغه جګپوړي مقام په دې اړه، چې د دوی په لیکو کې مفسد کسان څوک او د کومې ډلې دي، نور توضیحات نه دي ورکړي.

څه موده مخکې د طالبانو د ليکو د تصفيې د کميسيون مشر مفتي لطيف الله حکيمي وويل چې د څه باندې ۴ زره تنو له تصفيې سره یې د طالبانو لیکې له نا مطلوبه کسانو څخه تصفيه کړي دي.

نوموړي له دې سره د کميسيون د چارو د پای ته رسیدو خبر هم ورکړ.

ځينې څارونکي باور لري چې د ملا یعقوب ورته څرګندونې تر ډېره د حقاني شبکې د هدف ګرځولو لپاره دي.

په وروستيو کې د نوموړي او يادې شبکې د اختلافاتو د بیا زیاتیدو ګونګوسې په پراخیدو دي.

1 COMMENT

  1. ولى غلط تعبير اوتحليل کوى ؟ که دهغه منظور دحقانى اړوند واى ، بيايې ضرورت نه وو چى دلته په صفوفو کى سرتيرو ته دا خبره وکړى ، لطفا” لژ ماغزه ته زور واچى چى سم کار وکړى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب