Homeخبرونهپه غزني کې د سردې بند د چارو د پیل هڅې روانې...

په غزني کې د سردې بند د چارو د پیل هڅې روانې دي

تاند:(پنجشنبه، د حوت ۱۹ مه) ‏د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو د غزني د سردې بند پروژې د چارو د پیل کېدو خبر ورکړ.

په دې اړه د کابل د سیندیزې حوزې عمومي رئیس پرون د سردې بند لیدو ته لاړ او دغه پروژه یې د هېواد په کچه یوه مهمه پروژه وبلله.

د کابل د سیندیزې حوزي عمومي رئیس ویلي چې غزني ولایت ته یې د سفر موخه د سردې بند کتل او د یاد بند د کرکیلې د ماشینري کواو ارزونه وه.

ده وویل چې ډېر ژر به د یوه تخنیکي ټیم په مرسته د ۷۵ زره جریبه ځمکې په اړه څېړنه وکړي چې د تېرو حکومتونو پر مهال غاصبانو د خپل ملکیت برخه ګرځولې.

دا په داسې حال کې ده چې په ۱۳۶۴ کال کې د یادې پروژې تشکیل ۳۴۰۰ کسانو ته رسیده؛ خو اوس یې د کارکوونکو شمېر ۳۰ ته راکم شوی او وسایل یې هم ویجاړ شوي دي.

د سردې بند د ظاهر شاه د واکمنۍ په وخت کې جوړ شوی دی. دغه بند د غزني د اندړو ولسوالۍ په ختیځ کې موقعیت لري او د دوه سوه نهه پنځوس میلیون مترمکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري چې ۷۵ زره ځمکه خړوبولای شي.

د طالبانو چارواکو ویلي چې د اوبو مدیریت یې یو مهم کاري لومړيتوب دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...