شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهملا یعقوب له سرحدي نښتې وروسته نيمروز ته تللی

ملا یعقوب له سرحدي نښتې وروسته نيمروز ته تللی

تاند:(چارشنبه، د حوت ۱۸ مه) ‏د طالبانو د حکومت وياندويان وايي چې د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره نیمروز ته سفر وکړ.

دغو وياندويانو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په نیمروز کې له ایران سره پر ګډه پوله روانه اونۍ د طالبانو او ايراني ځواکونو تر منځ د وسله والې نښتې خبر ورکړل شو.

په دې نښته کې د دوو ايراني سرتېرو د وژل کیدو يادونه ادعا شوې وه، خو د دواړو لوريو رسمي سرچينو د تلفاتو په اړه څه نه وو ويلي.

معلومه نه ده، چې ملا یعقوب په دې سفر کې څه اجنډا لري.

د طالبانو له واکمنیدو په راوروسته څه باندې ۶ میاشت کې د دوی او څو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ په ګډه پوله کې ورته وړې نښتې شوي دي.

 د ط او ایراني پوله ساتو نښته، ۲ ايراني پوله ساتونکي وژل شوي

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب