جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد پاسپورټ وېش په موقت ډول بیا ودرول شو

د پاسپورټ وېش په موقت ډول بیا ودرول شو

تاند:(چارشنبه، د حوت ۱۸ مه) ‏د طالبانو د حکومت د پاسپورټ ریاست ویلي چې له نن څخه يې تر راتلونکو څلورو ورځو د پاسپورټونو د وېش چارې درولي دي.

د دغه ریاست په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د دې پریکړې دليل د مراجعينو ډېروالی او د خدماتو په برخه کې ستونزې دي.

سرچينې ويلي چې د موقت ځنډ په ترڅ کې به د پاسپورټونو د وېش په کچه کې زياتوالی هم راوستل شي او د اړوندو ادارو ظرفيتونه به لوړ شي.

دا پریکړه په داسې مهال شوې، چې وړمه ورځ د طالبانو چارواکو د پاسپورټ ریاست لپاره نوی رييس معرفي کړ.

ويل کيږي چې د دغه ریاست لپاره د طالبانو مخکیني ټاکل شوي رييس پراخ فساد کړی او له پاکستان سره یې د يو ميليون بې کیفیته پاسپورټونو د چاپ له درغلۍ ډک تړون کړی دی.

د افغانستان د پاسپورټونو د چاپ اصلي تړون د جرمني له یوه شرکت سره شوی و، خو د طالبانو له واکمنیدو سره ویل شوي چې ياد شرکت همکارۍ ته دوام نه دی ورکړی.

طالبانو د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي.

د پاسپورټ د وېش له چارو څخه پراخ شکایتونه موجود دي او ويل کيږي چې د فساد لویه مرجع ګرځيدلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...