یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهښځينه محصلانو د امر باالمعروف له استازو ننګونکې پوښتنې وکړې

ښځينه محصلانو د امر باالمعروف له استازو ننګونکې پوښتنې وکړې

تاند- په کابل کې د هیواد خصوصي پوهنتون یو شمېر ښځینه محصلانو د خپلو حقونو په اړه د امربالمعروف غړي له سختو پوښتنو سره مخامخ کړل.

دوی دا څرګندونې پرون د مارچ په اتمه د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت په یوه کنفرانس کې وکړې. د اسلامي علمي کنفرانس په نوم په دې غونډه کې د پوهنتون د استازو او محصلانو ترڅنګ د اسلامي امارت د امر باالمعروف استازو هم برخه اخيستې وه.

د امر باالمعروف استازي مولوي فرهاد په اسلام کې د ښځو د حقونو په اړه په خبرو کې وویل، ښځې په شرعي چوکاټ کې د زده کړو او کار حق لري.

ده زیاته کړه، ټولې ښځينه محصلانې بايد شرعي حجاب وکړي او هيڅ محصلې ته پکار نه ده چې تنګې درېشۍ کې زده کړو ته لاړې شي.

نوموړي وويل، د اسلام په مقدس دين کې ښځه د ماشومانو پر روزنه او پالنه هم مکلفه ده، د ده په ټکو هغه څه چې يو نارينه يې نه شي ترسره کولی.

وروسته يو شمېر ښځينه محصلانو د اسلامي امارت له استازي مولوي فرهاد څخه يو شمېر داسې پوښتنې وکړې چې نوموړي په خپلو خبرو کې يادونه کړې وه.

يوې محصلې له مولوي فرهاد څخه وپوښتل: «دا چې تاسو په خپلو خبرو کې وويل، ښځه نه شي کولی قاضي شي، زه اوس د حقوقو پوهنځي محصله يم. زه حقوق ووايم؟ او که بل پوهنځی پيل کړم؟»

مولوي فرهاد په ځواب کې وويل، قضا تر ټولو دروند مسؤليت دی او حتی نارينه يې هم مسؤليت نه شي ترسره کولی، خو ښځينه کولی شي حقوق ووايي او له قضا پرته په نورو برخو کې دندې ترسره کړي.

دغه راز يوې بلې محصلې د اسلامي امارت د امر باالمعروف له استازي پوښتنه وکړه چې تاسو په خپلو خبرو کې د ښځو پر ارزښت او مقام څرګندونې وکړې، خو د اسلامي امارت په کابينه کې هيڅ ښځينه نشته ولې؟

مولوي فرهاد وويل، سره له دې چې ښځې په اسلام دين کې لوړ مقام لري، خو د لوړ موقف او دندې ترسره کولو جوګه نه دي.

نوموړي وويل، ښځې عاطفي دي او نه شي کولی چې په لوړو حکومتي بستونو کار وکړي.

مولوي فرهاد له ښځينه محصلانو وغوښتل چې تر دې وروسته دې ټول په اسلامي حجاب کې پوهنتونو ته ځي او هيڅ ښځينه نه شي کولی چې بې اړتیا له کوره ووځي.

دغه راز نوموړي ژمنه وکړه چې د دغه ډول پوښتنو او مسايلو د لا سپيناوي لپاره به د يو بل کنفرانس فرصت جوړ کړي، چې ښځينو ته قناعت ورکړي.

د کنفرانس په وروستيو کې هغه ښځينه وستايل شوې چې په ټولنه کې يې د ښوونې او روزنې برخه کې کمساري کارونه کړي دي.

2 COMMENTS

  1. عاطفي ارخ يي په کورني ماحول پوری اره لري نه كاري. په کاري ماحول كي دوى تر هر چا مخکشی دي.
    نارينه وو كي بيا رحم نشته. حكه خو د پردی جگرها يي كور ته راوره او شل كاله ورته وجنگيدل.

  2. دا وطن چی همدا خویندی جوړ نکړی دا بی هممته او بیشرمه لټ سپین سترګی فاسد نارینه یی نه جوړوی او نه یی جوړولای سی دتیر رژیم هر مفسد او لټ او سپین سترګی بی همته چارواکی در یاد کړی ایا داسی ژر مو هیر شول خو خویندو هغه وخت هم صادقنه کار او خدمت کاو لکه په ښځنه شفاخانو، دنجونو مکتبو زنانه معاینه خانو او د ښخو د کرونا سفاخانو ښځینه قضاکی ی مثالونه موږ لیدل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب