یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهسرچینه: کرزی او نور سياستوال نظربند او يوازې د سې شنبې په...

سرچینه: کرزی او نور سياستوال نظربند او يوازې د سې شنبې په ورځو د محدودو ليدنو اجازه لري

تاند:(چارشنبه، د حوت ۱۸ مه) ‏په کابل کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او يو شمېر نورو سياستوالو د نظر بندۍ او بهرنيو سفرونو د مخنيوي په اړه نن يو ځل بيا په داسې مهال مختلف راپورونه ورکړل شوي، چې يوه سرچينه وايي کرزی او عبدالله يوازې د سې شنبې په ورځو له غير طالب سياستوالو سره د ليدنو کتنو اجازه لري.

په کابل کې يوې باوري طالب سرچينې تاند ته تاييد کړه، چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، پخوانی اجراييه رييس عبدالله عبدالله، د مشرانو جرګې پخوانی رييس فصل هادي مسلميار او يو شمېر نور سياستوال يوازې د سې شنبې په ورځ له يو بل او ځينو نورو خلکو سره، د طالبانو تر نظر لاندې د ليدنو کتنو اجازه لري.

دغو سياسي څېرو ته يوی نيږدې سرچينې هم تاند ته ومنله، چې دوی ته يوازې د سې شنبې په ورځ د خپلمنځیو ليدنو او تر نظر لاندې اجتماعي ناستو اجازه شته.

نن د ایران العالم خبري شبکې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حواله وويل، چې هغه او ډاکټر عبدالله ته د بهرنيو سفرونو اجازه نه ورکول کېږي.

وروسته حامد کرزي ته نيږدې سرچينو دغه راپور رد کړی او ویلي، چې په دې اړه خبرونه واقعيت نه لري.

طالبانو په دې اړه په څرګند ډول څه نه دي ويلي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزير شېخ محمد خالد څه موده مخکې حامد کرزی، ډاکټر عبدالله او فضل هادي مسلميار د افغانستان تر ټولو لوی مجرمان ګڼلي او ويلي و چې له دې سره سره هم طالبانو ورته د بښنې د فرمان په اساس څه نه دي ويلي.

2 COMMENTS

  1. سلام
    لمر پټ مېړه نه دی چې تیرشی.
    نور دسیا سیوال سیاسیون او غاصب غاصبین ،خاین خاینین او وژونکو باید داسلامی امارت په قاموس کې داسلامی جهان بینی په رنا کې توبیر وشی . مجرم حامد کرزی ولی غږ راوباسی چې سوله نشته؟ چا سوله تهدیدکړه چې هلمند او کندهار دوه دورې په عالم اسباب کې له منخه يوړه .غیرت ،شرم، حیا او شخصیت شته خودا ډول څرګندونې او داهم بی منطقی ده چې یوکراین له افغانستان سره مقایسه کولی نشی . دا د بیان کومه ازادی ده چې کرزی بیا په لوی لاس ملوک الطوایفی ته دندورې وهی.او اوس بیا ځان خواخوږی بولی اسلامی امارت دکرزی مکارو پروژو باندې باید تیر ونه وځی.داسمه ده چی عامه عفوه شوې خوکرزی اوعبدالله دې لومړی په حقوقی او شرعی لارې خپل برات حاصل کړی او له ولس دې عفوه وغواړی بیاکولی شی دبیان دازادی به چوکاټ کی دیوه افغان به توګه خبلې مرکط ولری.نور دپخوانی نداف ،مشراوکشر،سلاکار ومردار کار ، شنونکی او وچونکی فرهنګ ته دبای تکی کېښودل شی

  2. کرزی او عبدالله ، دوه منفورې او منحوسې څهرې دي چې د افغانستان په تاریخ کې د واکمنانو په توګه تېرشول . دوه رګه او شیعه کرزی د پنجاب له جاسوي را نیولې تر پایه د خپل ولس او خصوصا د پښتنو پرضد هغه جنایتونه وکړل چې روسانو او نورو غاصبینو د افغانانو په حق کې ندي کړي . غلو او غاصبینو ته یې د چور رسمي اعلان وکړ او د افغانستان قدرت یې عملا د هغوي په لاس کې ورکړ.
    عبدالله د مسعود بوټ پاکوونکی او لاسوینځونکی اصلا له سیاست او سیاستمداري نه لري یو متعصب پنجشیری دی چې د ده په اندازه هېڅ پنجشیری دومره متعصب او افغان ضد څهره زمونږ په تاریخ کې ندی تېرشوی . تاسو ولیدل چې د خپلې څوکۍ د بقا لپاره یې د الله ج پر مقدس کتاب قرآن عظیم الشان سوګند هم یاد کړ چې دی د افغانستان منتخب ولسمشر دی او که « تکه تکه هم شوم از حق شما تېر نمې شوم » ، خو په سبا یې د مصالحې د عالي شورا ریاست ته غاړه کېښوده او د سولې د پروسې پرضد یې خپل فعالیت شروع کړ.
    عبدالله ګل د خپل کلي دریوران او کلینران هم د دیپلوماتانو په حیث مقرر کړل چې متاسفانه لاتراوسه زمونږ د ديپلوماسي دستګاه د هغه په چټلیو ډکه ده . په ملګرو ملتونو کې نصیرفایق او په تاجکستان کې ظاهر اغبر یې ښې نمونې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب