Homeخبرونهکابل: د پاورلیفتینگ فدرایسون رییس او د هغه ورور نیول شوي

کابل: د پاورلیفتینگ فدرایسون رییس او د هغه ورور نیول شوي

تاند:( چارشنبه، د حوت ۱۸ مه) ‏په کابل کې د پاورلیفتینگ ورزشي فدراسيون رييس خواجه میر او يو ورور يې، چې ډاکټر و، له دوه ورځو راهیسې د طالبانو د استخباراتو د ادارې له لوري نیول شوي.

د خواجه میر ورور غلام قادر حیران ویلي چې د وروڼو د نیول کیدو دلیل یې نه دی روښانه.

نوموړي زياته کړې چې دغه وروڼه د کابل ښار د پنځلسمې ناحيې له پنجصد فامیلیو سیمې څخه نيول شوي دي.

د طالبانو د حکومت چارواکو او وياندويانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

تر دې مخکې د یو شمېر بېدرکه شويو ورزشي مسوولانو د نادرکۍ پړه پر انسان تښوونکو ډلو اچول کیده، خو خواجه میر ویلي چې د وروڼو د بیولو لپاره یې د طالبانو د استخباراتو ځواکونه ورغلي وو.

طالبان په وروستيو کې د ښځینه فعالانو او خپلو منتقدینو د نیولو له کبله سختو نيوکو سره مخ وو، خو د ورزش کارانو په نيولو د تورنیدو لامل او انګېزه يې نه ده روښانه شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...