شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهامیرخان متقي په یوه رسمي سفر ترکیې ته روان شو

امیرخان متقي په یوه رسمي سفر ترکیې ته روان شو

تاند:(چارشنبه، د حوت ۱۸ مه) ‏د طالبانو وياندويان وايي، چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو په رسمي بلنه ترکیې ته روان شو.

د متقي وياند عبدالقهار بلخي ویلي چې متقي به په ترکیه کې د انتالیا په دیپلوماتیک فورم کې ګډون وکړي او هلته به د افغانستان په اړه ګډونوالو ته د وینا ‏تر څنګ په یوه بحث کې ګډون وکړي او ورسره به د ترکیې او د نړۍ د مختلفو هیوادونو  له راغلیو لوړ رتبه هیئتونو سره ناستي او د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

د انتالیا فورم د مارج له ۱۱ څخه تر ۱۳ پورې د (ډیپلوماسۍ بیا تعریفول) تر سرلیک لاندي جوړیږي.

سرچينې ويلي: ‏د فورم افتتاح د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په وینا کیږي او وروسته د مختلفو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران او لوړ رتبه چارواکي وینا او د مختلفو موضوعاتو په اړه بحثونو کې ګډون کوي.

معلومه نه ده چې متقي به د دې سفر پر مهال نورې کومې لیدنې- کتنې ولري.

ترکیه لېواله ده چې په خپله خاوره کې مېشت افغان سياستوال له طالبانو سره د ګډ حکومت جوړولو ته وهڅوي، خو طالبانو په دې اړه د ترکیې رول ته ډېر فرصت نه دی ورکړی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو یو ځل مخکې د همداسې اجنډا په ملتيا کابل ته سفر هم درلود.

ترکیه له قطر سره یوځای د کابل او د افغانستان د نورو هوايي ډګرونو په عملیاتي چارو کې برخې اخیستو ته لېواله ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب