یکشنبه, مې 5, 2024
Home+د مینې هورمون ټپ ژر ښه کوي

د مینې هورمون ټپ ژر ښه کوي

ډاکتر رحیم

کله چې يو شخص په يو چا مين کېږي او يا څوک ورباندې ګرانېږي، د اوکسي ټوسين په نامه د هورمون ترشح ډېرېږي. دا ډېر ګټور هورمون دی. یوه ګټه یې دا دی چې انسان د ټپونو له ژر جوړېدو سره مرسته کوي. اوکسي ټوسين هورمون چې د (Love Hormone) یعني د مینې هورمون په نامه هم مشهور دي، په انسانانو کې د مينې او محبت او د اړيکو په نزدېکت کې ونډه لري.

نو که مينه ناک نه ياست د اوکسي ټوسين هورمون ترشح مو کمه او د کورټيزول هورمون ترشح مو ډېره ده چې (د سټريس او خپګان د هورمون) په نامه هم يادېږي.

دا هورمون په طبعي ډول د انسان په وجود کې د ښو او مينه ناکو خبرو په اورېدلو او د ښو او مينه ناکو خبرو په کولو، د يوچا له خوا د ترحم او زړه سوي په احساسولو، او همدارنګه په خجالتي کسانو کې د دوی د دې منفي حس (خجالت کېدو) په له منځه وړلو کې هم ډېره مرسته کوي.

په دې ډول اوکسي ټوسين هورمون په اعتماد، خواخوږۍ او سخاوت هم اغېزه لري. له نورو سره د زړه سوي په را پورته کېدو کې هم همدا هورمون رول لري (يانې څوک چې ډېر زړه سوانده دي د دې هورمون ترشح پکې ډېره ده)، او د ټولنيزو اړيکو په ښه کولو کې هم جوت اغېز لري.

هغه پلرونه چې د اوکسي ټوسين هورمون ترشح پکې ښه وي د نورو په پرتله له خپلو ماشومانو سره ډېر ښه چلند او سات تېري کوي.

اوکسي ټوسين د درملو په ډول هم په درملتونونو کې په سوداګريزو نومونو پيدا کولای شئ، او د روغتيا د نړيوال سازمان د ډېرو اړينو درملو په ليست کې شامل دي. خو مخکې له خوړلو بايد ارومرو له ډاکټر سره مشوره وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب