پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهپه نیمروز کې ځینې کورونه د برېښنا د پیسو د نه ورکولو...

په نیمروز کې ځینې کورونه د برېښنا د پیسو د نه ورکولو په خاطر مهرلاک شول

تاند:( چارشنبه، د حوت ۱۸ مه) په ټولنیزو رسنیو کې له نيمروز ولايت څخه خپاره شوي ځینې تصویرونه ښيي چې طالبانو د يو شمېر خلکو کورونه د بريښنا د لګښتونو د نه تحويلولو له کبله مهرولاک کړي دي.

بل لور ته په ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکو ويلي چې پر شاوخوا دوه زره کورونو ېې له دې کبله بریښنا پرې کړې، چې د بریښنا له پورونو تر ۵-۵ زرو افغانيو ډېر پوروړي وو.

د طالبانو بريښنا شرکت د نيمروز ولايت د موضوع په اړه څه نه دي ويلي.

ځینو خلکو د طالبانو دغه عمل نقد کړی او ویلي چې دوی باید لومړی خلکو ته د کار او ژوند زمینه برابره او بيا د بريښنا د لګښتونو د نه پرې کیدو حساب کتاب وکړي يا جدي چلند وکړي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې شاوخوا ۲۸ میليونه افغانان سخت فقر ځپلي او عاجلو مرستو ته اړتيا لري.

له دې سره، طالبانو د خپلې واکمنۍ د لګښتونو د لنډولو لپاره پر خلکو د خدماتو لګښتونه لوړ کړي او فشارونه يې زيات کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...