پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهمشهور کودتاچي جنرال شهنواز تڼی د ۷۲ کلونو په عمر مړ شو

مشهور کودتاچي جنرال شهنواز تڼی د ۷۲ کلونو په عمر مړ شو

تاند (دوشنبه، د حوت۱۶مه) د خلق دیموکراتیک ګوند غړی او پخوانی دفاع وزیر شهنوار تڼی، چې د ثور د اوومې په کودتا کې یې مهم رول درلود، د ۷۲ کلونو په عمر ومړ.

شهنواز تڼي، نه یوازې د محمد داوودخان خلاف په کودتا کې رول درلود بلکې د ډاکتر نجیب الله خلاف په ناکامه کودتا کې یې هم هم برخه لرله.

شهنواز تڼی په ١٩٥٠ کال د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ په درګۍ کلي کې زيږېدلی، ښوونځی یې هم همالته لوستی، د کابل له حربي لېسې څخه تر فارغېدو وروسته په حربي پوهنتون کې شامل او په ١٣٥٠ کال کې د دې پوهنتون له پلې پوهنځى فارغ شو. ټوروسته یې په پخواني شوروي اتحاد کې د قوماندانۍ او مسلکي مهارتونو په برخو کې پوځي زده کړې کړې دي.

جنرال تڼی له خپلو خلقي ملګرو سره د ١٩٨٩ کال په ډسمبر کې د دولتمشر نجيب الله خلاف کودتا وکړه، خو بريالی نه شو او پاکستان ته يې پناه يووړه .

ده په وروستیو کلونو کې د افغانستان د سولې غورځنګ ګوند جوړ کړ او په خپله یې مشر و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...