یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهروسیه د سوریې تجربه کار جنګیالي اوکراین ته لیږي

روسیه د سوریې تجربه کار جنګیالي اوکراین ته لیږي

تاند (دوشنبه، د حوت ۱۶ مه) امریکايي چارواکو وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي چې روسیې پر اوکراین د حملو د زیاتولو ترڅنګ هڅه پیل کړې چې له سوریې څخه تکړه او تجربه کاره جنګیالي د ښاري جګړو لپاره اوکراین ته ولېږدوي.

څلورو امریکايي چارواکو وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي چې مسکو په وروستیو ورځو کې له سوریې یو شمېر جګړه مار د کییف په جګړه کې له روسي پوځیانو سره د مرستې لپاره له سوریې راوستي دي.

یوه امریکايي چارواکي ویلي، ځینې سوري جنګیالي اوس په ر وسیه کې دي او د اوکراین جګړې ته چمتو کېږي.

روسیې د سوریې په جګړه کې د بشار اسد د حکومت ملاتړ کاوه. له همدې کبله سوریې د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې پر اوکراین د روسیې د یرغل د غندلو پرېکړه لیک ته مخالفه رایه ورکړه.

د سوریې په جګړه کې ایران له لسګونو زرو افغان داوطلبو جنګیالیو کار واخیست. د ایران د سپاه قدس په نوښت له افغان رضاکارو ځواکونو څخه فاطمیون ځواک د بشاراسد د رژیم په پاتې کېدو کې حیاتي رول ولوباوه.

دې ته ورته وړاندیز یوه پخواني امریکايي دیپلومات د افغانستان د پرزول شوي حکومت د پخوانیو امنیتي ځواکونو په اړه کړی و او ویلي یې و چې له هغوی څخه دې د امریکا په پوځ کې دننه یوه قطعه جوړه شي او د اوکراین په شان په جګړو کې دې ورڅخه کار واخلي.

یوه امریکايي دیپلومات له پخوانیو افغان ځواکونو د یوې قطعې د جوړېدو وړاندیز وکړ

خو د دغه پخواني امریکايي دیپلومات فلیپ کارنټ وړاندیز ته چا پام ونه کړ او نه کوم امریکايي چارواکي پرې تبصره وکړه.

 له نښو داسې ښکاري چې اوکراین به د یوې اوږدې نیابتي جګړې پر میدان بدلیږي.

په بېلابېلو اروپايي هیوادونو کې سلګونه ځوانان حاضر شوي چې د اوکراین په ننګه د روسیې خلاف جګړې ته لاړ شي.

1 COMMENT

  1. عجیبه ځوروونکې او په عین حال کی حیرانوونکې منظره ده.
    د چیچن د جمهوریت او نورو خودمختاره سیمو مسلمان جنګیالیو د روس تر بیرغ لاندی په تکبیر او تشهد د اوکراین جګړې ته ور دانګلی دی.
    او
    په شام او عراق کی جنګېدلی داعشی – یهودی جنګیالی د اوکراین تر بیرغ لاندی د روس سره د مقابلې لپاره چمتو سوی او د لیږلو په حال کی دی.
    او
    دا دئ د سوئې د دولت خواخوږی جنګیالی هم د روس په طرفداری اوکراین ته لېږل کیږی.
    بده او خواګرځوونکې فتنه ده.
    ددې کرغېړنی جګړی اصلی بایلونکی اروپائیان دی او بس.
    روسیه هم وړوکئ قدرت نه دئ او د اړتیا په صورت کی د اوکراین نیم هیواد د خاورو سره سمولای سی او د امریکې په ګډون هیڅوک به ئې ….لا هم و نه ګوری.
    فرانسې خو په تلویحی توګه ځان ګوښه کړیدئ او د بل اروپائی اټومی قدرت ( انګلیس ) پښې او کُناټی همدا اوس ریږدی.
    ډیر امکان لری چی د اوکراین د جګړې پایلی دا وی چی ناټو د اضمحلال او انحلال کندی ته هدایت سی.
    اوسنی شرائط د دوهم نړیوال جنګ شرائط نه دی چی مثلاً امریکا وکولای سی اروپا د جنګ د فتنو څخه وژغوری او ممکن ددې کړکیچ څخه ځان ګوښه کړی ځکه اوسمهال خو روسیه د بایللو نور څه نلری او فقط همدا وروستی متقابل اټومی ګُذارونه به وروستی انتخاب وی چی د ټولو په نابودی به تمام سی البته هیڅ ښکیل هیواد دداسی وضعیت غوښتونکئ نه دئ.
    په هره توګه،
    هیله ده د جګړې کرغېړن سیورئ د سیمی او نړۍ د خلګو له سرونو څخه لیری او سوله ایز پړاؤ ته ورسیږی او هیله ده چی د خټو توپ ( ولوډیمیر بلنسکی او د هغه ملاتړی ) د شومو شرابو د نشې څخه خلاص او عینی واقعیتونو ته غاړه کښېږدی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب