پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+ افغانان له پارس نه تر هندوستانه

 افغانان له پارس نه تر هندوستانه

له میرویس نیکه وروسته د واک چارې
۳۲مه برخه
استاد شهسوارسنګروال
ميرويس نيکه د ۴۱ يوڅلوېښت (ځنې ۴۲ وايي) کالو په عمر په ۱۷۱۵ ز کال ومړ اودی هغه ملي اتل وو، چې په افغا نستا ن کې د يوه ملي حکومت بنسټ يې کېښود.
نوموړي غوښتل چې د سيمې له هېوادونو په تېره له هند سره ښې اړيکې ټينګې کړي، نو ځکه خو يې هند ته يو پلاوی ولېږه چې د هند چارواکو ته د ده ښه نيت څرګند شي.
د کروسينسکي له څرګندونو ښکاري «چې د هند واکمن د ميرويس نيکه له لېږل شوي استازي سر ښه چلند وکړ او مثبت ځواب يې ورکړ.»([1])
خو کله چې نوموړی ومړ او په «ککران» کې خاورو ته وسپارل شو، د ده ورور مير عبدالعزيز خان د څلوېښت کسيزې جرګې لخوا د ده ځای ناستی وټاکل شو، ولې په پرتليزه توګه نوموړی د ميرويس نيکه سره د پرتلې وړ نه وه.
که څه هم د ميرويس نيکه په اړه ويل کېږي، چې ده همدا غوره وګڼله چې د تېر په څېر د قوم مشر وي. ولې زما په اند دا سمه ده چې ده نه غوښتل د پاچاهۍ په دبدبې سره لکه د صفوي پاچاهانو په څېر په عياشی کې ډوب شي او خپل اولس ترې هېر شي. خو ده حکومتي تشکيل درلود او د همدغه تشکيل له مخې بهرنيو څېړونکو دی پاچا ګڼلی دی.
«هانوی» چې د ميرويس نيکه معاصر وو کاږي:
ميرويس خپل ځان پاچا کړ او امر يې وکړ چې سکه د ده په نوم شي.»([2])
سکه زد بر درهم دارالقرار قنـدهـار خان عادل شاه عالم ميرويس نامدار
د ده په ځای ميرعبدالغزيزخان ځکه وټاکل شو چې مشر زوی يې شاه محمود هوتک ۱۸ کلن او کشر زوی يې شاه حسين هوتک ۱۴ کلن وو.
کله چې نوموړي ته د دود له مخې د مشرتابه پګړۍ پر سر شوه، ده نيت درلود چې يو ځل بيا د ايرانيانو واک ته غاړه په دې شرط کېږدي چې د ګرګين په څېر به له دوی څخه باج نه اخستل کېږي، د ده په کورنۍ کې به پاچاهي ميراثي بڼه خپلوي او بيا به صفويان په دوی بريد نه کوي.
ميرعبدالعزيزخان د همدې موخې پر بنسټ يوه جرګه را وبلله او ورته وې ويل:
دوستانو! موږ ډېره قرباني ورکړې ده اوس له ايران سره روغې جوړې ته اړتيا لرو. ښايي تاسو هم لما سره دا خبره ومنی چې نور بايد د خپلو ځوانانو وينې توی نکړو.
سره ددې چې جرګې د ده دغه پرېکړې ته غاړه کېنښوده ،خو ده بیا هم په پټه يو استازی صفوي دربار ته واستووولې دا چې د ده وراره مير محمود ډېر ځله به له ده سره وه ،دغه ليک یې ليدلی وه چې ميرعبدالعزيزخان صفوي واکمن ته ليکلی وه.
لنډه دا چې نوموړي دغه وړتيا نه درلوده چې د ميرويس نيکه وياړونه وساتي.
ميرويس نيکه د ډېرو خدمتونو په لړ کې دغه تاريخي کارنامه هم د هېرېدو نه وه چې په افغانستان کې د ټولو قومونو باور خپل کړی وه. په ځانګړي ډول د پښتنو تر مينځ چې کومې ناندرۍ له ده نه د مخه تېرې شوې وې ده په خپل ځانګړي نوښت غلجيانو او ابداليانو ته په يوه سترګه کتل.
 ميرعبدالعزيز خان دغه وړتيا هم له لاسه ورکړه نو ځکه خو ابدالي مشران د حيات سلطان زوی عبدالله خان او د دولت خان زوی زمان خان د ده له حکومت نه جدا شول او له خپلو پلويانو سره فراه او هرات ته کډه شول.
دلته نه يوازې غلجي او دراني ووېشل شول بلکې د غلجيو تر مينځ هم بې باوري مينځته راغله.
د «تاريخي سلطاني» په حواله: «ميرمحمود د ازبکانو په ملتيا پخپل تره عبدالعزيزخان بريد وکړ. پداسې حال کې چې واک يې لا يو کال نه و تېر شوی چې ووژل شو.»([3])
  د ميرعبدالعزيزخان د مړينې په اړه داسې هم راغلي دي:
«ميرعبدالعزيزخان… د اولس رعايت يې کم کا څو چې په ۱۱۲۹ سنه هجري د شپې د نارنج له قصره له بامه خطا شو او را ولوېد مړ شو.»([4])
په رابلل شوې جرګه کې چې د جرګې غړو د ميرعبدالعزيز خبرې واورېدې په ډېرو مشرانو ښې ونه لګېدې، نو ځکه د دغومشرانو په ګډون د هوتکيانو تر واک لاندې څلوېښت زرو قومي مشرانو د ميرمحمود شا وتړله او دغه ۱۹ کلن ځوان يې پاچا کړ.
نه يوازې ډېر شمېر قومي مخور مشران د ميرعبدالعزيز په وړاندې ودرېدل بلکې د ده د کورنۍ ډېر نږدې غړي لکه د ده وراره د يحيی خان زوی يارمحمد خان، د هند سفير «انګو» او ان د ده ځوان زوی مير اشرف هم د ده له دغو کړو نه ډېر خوابدي شول.
په همدې بنسټ ميرمحمود چې د خپل پلار وصيت اورېدلی و نو د خپل اکا له چلند نه ډېر خوابدی شو توره يې ووېستله او د شپې لخوا يې خپل اکا پخپل خوب ځای کې وواژه.
«زما تره ميرعبدالعزيزخان له خپل ولس سره ستر خيانت وکړ. دغه وګړي څو وخته د صفويانو له شر څخه ارامه وو، يو ځل بيا يې غوښتل چې زموږ د خلکو ګرېوان بيا د دښمن منګولو ته وسپاري.»([5])
له هغه څخه وروسته ميرمحمود هغه ليک چې اکا يې ليکلی وه له جېب نه را ووېست او په ډاګه يې د ټولو په مخ کې ولوست.
افغانان د دې لپاره چې بيا د پرديو تر واک او ګواښ لاندې را نشي نو وېپتېله چې د ميرويس خان همدغه مېړنۍ زوی ميرمحمود «هوتک» د شاه محمود هوتک په نوم د خپل مشر په توګه وټاکي.
شاه محمود هوتک (۱۷۱۶ – ۱۷۲۵ زکال
هوتکي شاه محمود په داسې مهال واک ته ورسېد، چې د هرات خلکو د ابدالي عبدالله خان په مشرۍ پاڅون وکړ او د ايران واک ته يې د پای ټکی کېښود.
ده نه يوازې د هرات ښار ازاد کړ بلکې د ده زوی اسدالله خان د هرات شاوخوا سيمې هم د غليم له واک نه خپلواکې کړې.
له يوه پلوه دغه کار له هوتکيانو سره مرسته وکړه، چې د دوی د واک لپاره يې زمينه برابره کړه خو له بل پلوه يې د غلجيانو او ابداليانو تر مينځ د نايووالي تخم يو ځل بيا شين کړ.
اسدالله خان چې د ځوانۍ په نېشې مست په خپلو بريو مغروره شوی و له هرات نه وروسته يې د تورې
په زور فراه هم له غلجيانو ونيو.
شاه محمود ډېر ژر مخ په فراه روان شو،
او د يوې جګړې په ترڅ کې اسدالله خان ومړ، ولې بيا هم نوموړي د پلار په څېر کوښښ کاوه چې د ابداليانو او غلجيانو تر مينځ يووالی وساتي نور يې څه و نه کړل او بېرته کندهار ته ستون شو.
شاه محمود که څه هم د پلار په څېر د تجربې څښتن نه وه. ځکه چې په ډېرې تنکۍ ځوانۍ کې واک ته ورسېد. ولې د پلار له څرګندونو نه يې دومره څه زده کړي وه، چې په هغه عمل وکړي.
ايران د بېرون نه د يوه سرپتي دېګ په څېر ښکارېده ولې کله به چې چا د دېګ مينځته سر ښکاره کړ نو بيا به پوهېده چې دېګ کې د ننه څه دي؟
شاه محمود هوتک په دې پوهېدلی وه نو ځکه يې پرېکړه وکړه چې افغان واک او ځواک ته پراختيا او پرمختيا په برخه کړي.
کله چې شاه محمود هوتک په ۱۷۲۰ کال سيستان ته ورسېد، صفوي پاچا او ان افغانانو داسې فکر وکړ چې نوموړی ګنې غواړي د کسات لپاره د ابداليانو د ځپلو په موخه مخ په هرات روان شي.
صفوي شاه حسين فکر وکړ چې د هرات ابدالي واکمن د هوتکيانو او صفويانو ګډ دښمن دی نو ده هم يو لښکر د هرات په لور وخوځوه، چې د قلي خان انتقام واخلي …
شاه محمود هوتک چې ولېدل چې دواړه لوري د هرات په شاوخوا کې يو بل ته په ګواښ کې دي نو بيا د کرمان خلکو د بلوڅو د مشر «شهداد» له وېرې او بريد نه محمود ته بلنه ورکړه چې کرمان ته لاړ شي او دوی د هغه له لوټ نه وژغوري.
شاه محمود هوتک چې په همدې نيت له کندهار نه را وتی وه دا ورته لکه يو غيبي او عاطفي غږ داسې وه نو پرته له ځنډه مخ په کرمان روان شو.
«د لکهارت» له څرګندونو هم داسې برېښي، شاه محمود چې د يوولس (۱۱) زره کسيز پوځ په مټ له کندهار نه روان شو، دا يې خلکو ته وښودله چې ګواکي له ابداليانو سره د جګړې خيال لري.
د دې اوازو او انګازو يو لامل دا وه چې:
«شاه محمود هوتک د سردار اسدالله خان ککرۍ د اصفهان دربار ته واستوله…»([6])
دا په دې مانا چې د صفوي شاه حسين باور ترلاسه کړي او د ده پاملرنه د هرات ابداليانو ته را واړوي.
که څه هم د هرات ابدالي ټبر پخپلو کې وېشل شوی وه، چې يوه ډله د عبدالله خان (د اسدالله خان پلار) او بله هم د دولت خان د زوی محمد زمان خان وه چې له اسدالله خان نه وروسته يې د هرات چارې په لاس کې وې.
ولې د دې نا يووالي سره سره بيا هم ابدالي ټبر صفي قلي خان ترکمن ته ماته ورکړه. خو ايراني واکمن چې کله له دغې پېښې خبر شو، چې شاه محمود هوتک کرمان لاندې کړی دی لا ډېر ورختا شو.
ميرمحمدصديق فرهنګ پخپل کتاب کې په دې اړه کښلي دي چې د ايران حکومت د هغه دمخنيوي لپاره يو پياوړی پوځ د لطف علي خان په مشرۍ کرمان ته ولېږه:
«لطف علي خان يو پياوړی قومندان وه چې د افغانانو د پرمختګ مخه يې ونيوله.»([7])
ولې «لاکهارت» چې د صفويانو د ماتې او د «افاغنه» ټبر د بريو په اړه د لومړي لاس تاريخي لاسوندونه پخپلو سترګو ليدلي دي د «فرهنګ» دا خبره نه مني چې لطف علي خان د «افاغنه» ځواکونه په شا وتمبول او مجمع التواريخ هم دې خبرې ته ګوته نيولې ده.
لاکهارت دا د لطف علي خان لاپې او باټې ګڼي او مجمع التواريخ دی يو بې باله مغرورانسان بللی دی.
دا چې شاه محمود هوتک له کرمان نه بېرته راستون شو، د دې يو مهم لامل په کندهار کې د سلطان «بيجن» الکوزي (ځنو لکزي فراهي ګڼلي دي) پاڅون وچې دی شاه محمود خپل وکيل اونايب ټاکلی وو.
بيجن چې د ملک جعفر په مرسته يو شمېر ښاريان په ځانګړي ډول پارسي بانان په ځان را ټول کړل، او بيا يې د کندهار ښار په اسانۍ لاندې کړ، دا ځکه چې افغاني پوځ له هوتک سره کرمان ته تللی وه.
شاه محمود هوتک بيجن او جعفر چې يو سياسي بندي وه دواړه ونيول اود کندهار ښار يې ارام کړ.
شاه محمد هوتک په ۱۷۲۲ کال د يوه پوځ په ملتيا (غبار ۱۷۲۱ کال ښيي) مخ په ايران وخوځېد.
لومړی يې د «بم» سيمه ونيوله او د «انګو» زوی نورالله خان يې د هغې سيمې حکمران وټاکه او بيا يې کرمان ته مخه کړه.
د کرمان قومندان «رستم» د يوې جګړې په ترڅ کې ووژل شو او افغان پوځ مخ په اصفهان روان شو.
د يوه پولېنډي پادري سياح کروسينسکي د څرګندونو له مخې چې دغه مهال په ايران کې وو، وايي چې ما له عبدالله خان افغان (ايشيک اکاسي) نه پوښتنه وکړه چې د افغان پوځ شمېر به څومره وي؟
ده را ته وويل:
د شاه محمود هوتک په پوځ کې «۱۳» ديارلس زره پښتانه، (۸) اته زره هزاره ګان او (۴) څلور زره بلوڅ چې د ټولو افغانانو شمېر (۲۵) زرو ته رسېږي.
ميرغلام محمد غبار بيا په دې اند دی چې:
«۲۸ زره پښتانه، ازبک، هزاره، او تاجک چې د زنبورک يوه کمزورې توپ خانه ورسره وه د کرمان او بم له نيولو وروسته د اصفهان په لور وخوځېدل.»([8])
له ياد شوي پوځ نه سربېره کله چې افغانانو کرمان ونيو يو شمېر زرتشتيان چې له شيعه مذهبو مسلمانانو نه ډېر په تنګ را غلي ول (په سر او مال) له هوتکي شاه محمود سره مل شول.
يو برتانوي سوداګر «هانوی» چې په دغه وخت کې په ايران کې مېشت وه وايي:
«زرتشتيان چې د صفوي دولت له سخت دريځو مذهبي شيعه ګانو نه په تنګ را غلي ول له شاه محمود هوتک سره ملګري شول.»([9])
د شاه محمود هوتک پوځ د «يزد» له کلابندۍ لاس واخست او ځانونه يې د اصفهان په شل کيلومترۍ کې ګلناباد ته ورسول.
که څه هم د ايران پاچا څو وارې افغان مشر ته وړانديز وکړ چې زه به درته شپږ زره (۶۰۰) بدري سپين زر درکړم خو بېرته وګرزه.
بل ځل يې ورته اوه دېرش (۳۷) زره طلاوې وويل خو شاه محمود هوتک نه منله.
کله چې افغان ځواکونو د يوې ويالې په غاړه د محمد اباد او ګلناباد په مينځ کې واړول. ايراني چارواکو خپل پوځ پدوه برخو ووېشلو چې د يوې ډلې مشر د ايران صدراعظم محمد قلي خان وه او د پوځ يوه بله برخه د عربستان والي سيد عبدالله په لاس کې وه.
د دواړو سيالو ډلو دځواکونو پرته په بېلابېلو تاريخونو کې داسې شوې ده:
يو فرانسوي لرغونپوه «مادام ژان ديولافوا» د صفيوي شاه حسين پوځيان چې په سپکو او درنو وسلو، په ګړنديو اسونو او زغرو سمبال وه شپېته (۶۰) زره او د افغان جنګياليو شمېر بيا شل زره چې سل (۱۰۰) زنبورک توپونه يې لرل. خو د نادري تاريخ په ۸ مخ کې د افغان پوځونو شمېر (۸۰۰۰) اته زره ښودل شوی دی.
کروسنسکي د ايران پوځ شمېر پنځوس زره او افغانان يې څلوېښت زره په ګوته کړي دي. د مجمع التواريخ په ۵۶ مخ کې ايرانيان اتيا زره او افغانان يې څلوېښت زره ښودلي دي. «ژوزف» ايراني سرتېري پنځوس زره او افغانان لس زره ښيي.
په هر حال که څه هم ځواکونه د پرتلې وړ نه وه، ولې سره د هغې هم صفوي شاه حسين د بيا بيا وړانديز له مخې چې بايد سوله وشي وويل:
خراسان چې پخوا هم د افغانستان برخه وه بايد افغانستان ته بېرته ورکړ شي او هم د شاه حسين خپله لور له ۱۲۵طلاو جېز سره افغان واکمن ته په نکاح کړي.
صفوي دربار زړه نا زړه وو، خو د «خوزستان» والي سيد عبدالله خان سخت مخالفت وښود. (فرهنګ دی د عربستان والي ښودلی دی او بهرنيو څېړونکو بيا د «حويزه» والي.)
په پای کې د مارچ په (۷) اومه نېټه (۱۷۲۲ ز کال) د دواړو ځواکونو ترمينځ خونړۍ جګړه ونښته. د افغان پوځ ښي لوري ته امان الله خان، کيڼ لاسته د زرتښتي ډلې مشر نصرالله خان او د ځواکونو په مينځ کې پخپله افغان واکمن شاه محمود هوتک روان و. ولې بل پلوته سيال لوري د لرستان والي عليمردان د امان الله خان په وړاندې، د نصرالله خان زرتشتي سيال لوری سيد عبدالله خان او د شاه محمود هوتک په وړاندې بيا د ايران صدراعظم محمد قلي خان ولاړ ول.
د «هانوي» د څرګندولو له مخې د ايران پوځيان چې تازه له پلازمېنې را وتي ول داسې برېښېدل چې دوی جګړې ته نه بلکې کوم پوځي پرېټ ته را روان دي. د اسونو زينونه يې په طلايي او قېمتي توکو رنګين وو. ولې بل لورته لږ شمېر پوځيان، غرمو وهلي، په تن سپېره جنګيالي افغانان ول چې يوازې د جګړې په ډګر کې يې تورې پړک وهه او ځلېدې.»([10])
په سرکې صفوي ځواکونو پرمختګ وکړ او افغان جنګيالي که له يوې خواددښمن بريدونه ول خوله بلې خواد تکتيک له مخې هم دېته اړ شول چې پر شا شي. خو کوم توپونه چې د غونډيو په سر افغان جنګياليو ځای په ځای کړي ول په دښمن يې اور بل کړ.
په دغه جګړه کې د ايران نامتو جنګيالی رستم ومړ. عليمردان خان سخت ټپي شو، وروريې ووژل شو او د ايران صدراغظم محمد قلي خان شا تګ ته اړ شو، ولې سپکې او درنې وسلې ترې پاتې شوې او پاتې پوځ چې ټپيان هم پکې وه د اصفهان په کلا ننوتل، دروازې يې ځان پسې ټينګې کړې خو د پنځه او شپږ زرو په شاو خوا کې مړي ترې پاتې شول. ډاکتر لارنس ليکارټ که څه هم د ايرانانو مړينه پنځه زره او د افغانانو پنځه سوه ښودلې.
«لکهارت» بيا دا نه مني. دی په دې اند دی چې:
«د ايرانانو مړينه په دغه جګړه کې د (۵ -۶) زرو په شاوخوا کې او د افغانانو بيا لس برابره ښودل شوې ده.»([11])
ولې زما په ګومان دا ځکه د منلو وړ نه ده چې د ټولو افغان جنګياليو شمېر دومره نه وه نو بيا څنګه په دې شمېر باور کېدای شي؟!
شاه محمود هوتک له خپلو جنګياليو سره د اصفهان پنځه کيلومترۍ فرح اباد کې دېره شو او بيايې جلفا هم لاندې کړه.
«لکهارت» کښلي دي چې د دغې سيمې اوسېدونکي ارمنيان ول، افغانانو له دوی څخه پيسې او وسلې راټولې کړې او ان پنځوس (۱۵۲ مخ) نجونې يې هم له ځان سره راوستې.خو کله چې شاه محمود خبر شو هغه نجونې يې بېرته خوشې کړې، ولې ارمنيانو ته ګواښ وشو چې اويا (۷۰) زره تومنه ماليه به ګالي.
د افغان واکمن لپاره د فرح اباد او جلفا نيول يوه ډالۍ وه، دا ځکه چې د اصفهان نيول ورته اسانه شول نو ځکه خو نوموړي د مارچ په ۲۰ شلمه نېټه لومړی بريد په اصفهان پيل کړ.
په دغه بريد افغانانو کوم بری ځکه ترلاسه نکړ چې د «زنده» رود په دغه مهال داسې مست بهېده چې د افغان ځواکونو تېرېدل يې ګران کړي ول.
دغه رود چې د ښار په خوا کې تېر شوی وه يوازې يو پول چې په څنګ کې يې يوه جنګي کلا ودانه وه چې سپکې او درنې وسلې د ايرانيانو په واک کې وې بله لار نه درلوده. که څه هم افغانان د پول تر نيمايي پورې ورسېدل خو ايراني جنګياليو تر اور لاندې ونيول.
«کروسينسکي» انګېري چې افغان جنګياليو د نوروز په ورځ او بيا د وري (حمل) په څلورمه نېټه ګواښ وکړ چې په هغې جنګي کلا چې «تبروک» نومېده بريد وکړي ولې د پام وړ بری يې ترلاسه نکړ:
«شاه محمود له ارمني مشرانو وغوښتل چې د ده او ايراني چارواکو تر مينځ مينځګړيتوب وکړي، خو د ايران واکمنو دا و نه منله نو ځکه خو افغان چارواکو پرېکړه وکړه چې اصفهان کلابند کړي.»([12])
د اصفهان د کلابندۍ په بهير کې د صفوي شاه حسين زوی طهماسب چې د پاچا وليعهد هم وه له کلا نه و تښتېد او «قزوين» ته لاړ چې هلته د يو نوي ځواک بنسټ کېږدي. ولې څنګه چې د ايران وګړو د سلطنتي کورنۍ بېباکۍ او عياشۍ پخپلو سترګو ليدلې وې نو له ده سره يې د مرستې له کولو ډډه وکړه.
اصفهان چې په دغه وخت کې د ايران پلازمېنه وه، دلته د شپږ سوه زرو (۶ لکه) په شاو خوا کې وګړو ژوند کاوه .ايراني چارواکو داسې فکر کړی وه، چې شاه محمود به د غنيمت مالونه او شته له ځان سره واخلي او بېرته به کندهارته ستون شي.
صفوي شاه حسين سيد عبدالله نه وغوښتل چې شاه محمود هوتک ته د ځان لخوا وليکي چې ته هم سني مذهبه مسلمان يې او زه هم، نو کوم غنيمتونه چې دې ترلاسه کړيدي واخله او بيا دې خپل هېواد ته ستون شه. نوموړي زړه نا زړه ليک وليکه خو دا په زړه کې ورګرځېده چې فتح علي خان داغستانی د ايران پخوانی صدراعظم هم سني مذهبه وه، خو د سلطان حسين لخوا نه يوازې ړوند شو بلکې زندان ته يې هم ټېل واهه.
شاه محمود هوتک ليک خپلو ټولو چارواکو ته ولوست، ټولو افغان مشرانو پښتنو، بلوڅو او هزاره وو په پای کې پرېکړه وکړه چې سلطان حسين خپله لور له «جېز» سره موږ ته راکړي او د افغانستان له سيمو نه هم لاس په سر شي. ايرانيانو د سلطان د لور ورکول د ځان سپکاوی و ګاڼه او پرېکړه يې وکړه چې موږ بايد هغه ته دا په ځغرده ووايو چې نورې خبرې مو منو، ولې د شيعه او سني نکاح امکان نه لري.
کله چې شاه محمود هوتک دا خبرتيا ترلاسه کړه نوره يې هم د ښار کلابندي سخته کړه ان تر دې چې:
«د درې مياشتو په موده کې د خرو او آسانو غوښې هم په اصفهان کې پلورل کېدې. بيا د سپيو غوښې ور پسې د پيشوګانو غوښې او ان خبره د انسانانو تر غوښو ورسېده… نوي مړي به چې کېدل د هغو ورنونه به غوڅېدل او خوړل به يې…»([13])
ډېر تاريخپو هان په دې اند دي چې سلطان حسين صفوي د خلکو په وړاندې بې پروا وه. دربار يانو چې د سلطان تنبلي او عياشي ليدله، دوی هم پخپلو کې يو د بل په وړاندې ولاړ وو او يو بل ته يې ستونزې را ولاړولې.
د ښار وګړي له يوې خوا له ولږې سره لاس او ګرېوان ول او له بلې خوا چې يې د سلطان حسين او د هغه د چارواکو بېباکۍ او بې پروايۍ ليدلې په پای کې دېته وهڅېدل چې په يوه لوی پاڅون لاس پورې کړي.
د يوه پولېنډي کشيش د څرګندونو له مخې ښاريان د سلطان ماڼۍ ته لاړل او له هغه يې وغوښتل چې له خپل تخت نه پاڅېږي او د دوی د يوې مړۍ د خواړو غم وخوري. ولې کله چې صفوي شاه حسين د دوی په چيغو او فريادونو غوږ ونه ګروه نو بيايې د سلطان په ماڼۍ کاڼي او ډبرې و ورولې.
که څه هم عليمردان خان يوه ناکامه هڅه وکړه چې د پنځه زره پوځيانو په ملتيا د مې په مياشت کې (۱۷۲۲ ز کال) يو څه خواړه اصفهان ته و لېږدوي خو نصرالله زرتشتي د سلطان محمود په سپارښتنه د هغه مخه و نيوله او په څلور سوه (۴۰۰) پوځيانو يې هغه ته سخته ماته ورکړه او د عليمردان (۱۵۰۰) پنځلس سوه کسان ووژل.
د سيستان ملک محمود هم په دې تکل شو، چې اصفهان وژغوري خو نصرالله زرتشتي هغه دېته اړ کړ چې له نيمې لارې بېرته خراسان ته ستون شي.
که څه هم صفوي شاه حسين هم نه غوښتل، چې نوموړی له ده سره مرسته وکړي ځکه ده فکر کاوه چې له لومړي دښمن نه دويم دښمن ډېرې ستونزې ده ته جوړولی شي. همدا لامل وه هغه ته يې وکښل چې د اصفهان وګړي له خپلې پلازمېنې نه ساتنه کولی شي ستا مرستې ته اړتيا نه ليدل کېږي.
په پای کې سلطان حسين دېته اړ شو چې د اکتوبر په يوويشتمه (۲۱) نېټه (۱۷۲۲ ز کال) چې د اصفهان له کلا بندی نه اته (۸) مياشتې تېرې شوې وې له دربار يانوسره يو ځای فرح اباد ته لاړ خپل تاج يې د شاه محمود په سر کېښود او خپله لور يې هم ورته ډالۍ کړه.([14]) ( نوربیا )
[1] – کروسنسکي تاريخ سياج مسيحي ۶ مخ نوموړي په خپل ۷ کلن سفر کې ډېر اسلامي هېوادونه ليدلي دي.
[2] – هانوی له ۴۳ مخ نه تر ۴۶ پورې:
Sir John Malcolm Hitory of Persia….
[3] – بارکزايي سلطان محمد خان تاريخ سلطاني چاپ بمبيي ۱۸۸۱ کال ۷۳ مخ.
[4] – هوتک محمد پټه خزانه ۱۰۹ مخ.
[5] – بېنوا عبدالروف هوتکيان ۷۹ مخ. غبار مير غلام محمد افغانستان… ۲۲۳ مخ او د کروسينسکي هماغه اثر ۲۸ – ۲۹ مخونه.
[6] – د صفويانو ماته او په ايران د افغانانو حکومت…
[7] – فرهنګ ميرمحمدصديق افغانستان در پنج قرن اخير ۷۶ مخ.
[8] – غبار ميرغلام محمد افغانستان درمسير تاريخ ۳۲۴ مخ.
[9] – يو برېتانوي سوداګر هانوی د کتاب لومړی ټوک ۹۹ مخ.
[10] – هانوي ۱۰۴ – ۱۰۵ مخونه.
[11] – لارنس لکهارت: هماغه اثر ۱۶۳ مخ
Laurence lockhart Persia 1958
[12] – کروسينسکي سقوط اصفهان ۵۱ مخ.
[13] – د کروسينسکي همدغه اثر.
[14] – د هاوی کتاب په لومړي ټوک کې د شاه محمود هوتک او د شاه حسين لاسي انځورونه هم تر سترګو کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب