دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد‌‌ انرژۍ سکټور د ښه مدیریت د همغږۍ کمېټه جوړېږي

د‌‌ انرژۍ سکټور د ښه مدیریت د همغږۍ کمېټه جوړېږي

تاند:(دوشنبه، د حوت ۱۶ مه) ‏‏د طالبانو د واکمنۍ د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور وایي د انرژۍ سکتور د ښه مدیریت او پراختیا په موخه ګډه کمېټه جوړوي.

د ياد شوي وزارت د اعلامیې په اساس، په دې اړه د نوموړي په مشرۍ په يوه ناسته کې د انرژۍ پروژو د تولید، پراختیا او لېږد وضعیت وڅېړل شو او د هېواد د انرژۍ سکتور د پروژو د ښه مدیریت او پلي کېدو په موخه د همکارۍ پر ګډې طرحې بحث وشو.

وزارت وايي چې په دې ناسته کې عبداللطیف منصور پر زياتې همغږۍ ټینګار وکړ او د هېواد د انرژۍ سکتور د ښه مدیریت او لارو چارو د وړاندې کولو ترڅنګ، د انرژۍ معینیت او برېښنا شرکت له مسوولينو يې وغوښتل چې یوه ګډه کمېټه جوړه کړي چې د چارو پر انسجام او تطبیق کار وکړي.

ويل شوي چې په ناسته کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رييس ملا محمد عیسی آخند د هېواد د انرژۍ سکتور په برخه کې د ګډې همکارۍ د طرحې هرکلی او پر عملي کولو ټینګار کړی.

د یادونې وړ ده چې د انرژۍ خدمتونو د تنظیم اداره او د افغانستان برېښنا شرکت تر دې وړاندې په خپلواک ډول فعالیت کاوه، خو اوس د اوبو او انرژۍ وزارت او د انرژۍ معینیت تر چتر لاندې فعالیت کوي

طالب چارواکو د اوبو او برېښنا په اړه د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني ژمنې تکراروي، خو دا په داسې حال کې ده چې له واکمنیدو سره يې له دې مسلکي سکتور څخه هم ډېر متخصصان ځواب کړي او ملايان يې پر ځای ګومارلي دي.

په دې برخه کې د طالبانو لومړنی اقدام د اوبو د خپلواکې ادارې د مشر انجنير خان محمد تکل له دندې ايسته کول و چې ورسره ډېر افغانان په غوسه او ښاغلی تکل له نهيلۍ سره مل هېواد پريښودو ته مجبوره شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب