دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد قرآني آيت په لوستو کې د حقاني تېروتنه د بحث توده...

د قرآني آيت په لوستو کې د حقاني تېروتنه د بحث توده موضوع ګرځيدلې ده

تاند:(دوشنبه، د حوت ۱۶ مه) ‏‏د طالبانو د واکمنۍ د کورنيو چارو وزير او د حقاني شبکې مشر مولوي سراج الدين حقاني وړمه ورځ د وينا پر مهال د قرآن کريم د يوه آيت په لوستو کې تېروتی و.

 د طالب پوليس افسرانو د فراغت غونډې ته د سراج الدين حقاني وینا، چې په ژوندس بڼه خپرېده، په ټولنیزو رسنیو کې ډېره لاس په لاس کيږي او بحثونه پرې تاوده دي.

‏د پکتيا پخواني والي محمد حليم فدايي په دې اړه په خپل غبرګون کې لیکلي: «د طالبانو د۱۰۵۰ ځانمرګو خلیفه د قرآن ډېر مشهور آیت «وَٱعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ ٱللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُواْ ۚ…» غلط ولوست. اوس به دا نه راته وایئ چې فلاني او فلاني هم ایتونه ناسم لوستل. مقصد خلیفه مو قرآن د کاغذ له مخې هم نه شې لوستلی. دا یې دیني پوهه ده.»

افغان دیني عالم او څېړونکي محمد محق بيا په یوه مرکه کې د قرآن کريم د آیتونو په لوستلو کې تېروتنې یوه عامه ستونزه بولي، خو د ياد شوي آيت په لوستو کې تېروتنه ورته د پوښتنې وړ ده.

محمد محق زياتوي «دغه آیت له څه باندې ۴ لسيزو راهیسې د افغان جهادي ډلو له لوري بیا- بيا ویل کېږي او خورا مشهور دی.»

طالبانو په مشخص ډول په دې اړه څه نه دي ويلي، خو وياندويانو یې د خپلو پلويانو په نوم د خپریدونکو سلسلوي نصیحتونو په لړ کې له دوی غوښتي چې په خپلو ويناوو کې ډېر دقت وکړي.

طالبانو رسنۍ د دوی له لفظي تېروتنو څخه د دوی خلاف په تبلیغاتي استفادې تورنې کړي دي.

 د افغانستان بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني هم په خپلو ويناوو کې څو ځلې په لفظي تېروتنې کړې وې، خو هغه مهال د طالبانو تبليغاتي مبلغانو نوموړی په بې دينۍ تورن کړی و.

ښاغلي غني د خپلو داسې تېروتنو له کبله بښنه هم غوښتې وه، خو معلومه نه ده چې سراج الدين حقاني به بښنه وغواړي کنه؟

2 COMMENTS

  1. دا چټلی خچنی ږیری مسلمانان ندی دوی د حقیقی اسلام پر ضد د پنجابی پاکستان قدیانانو له خوا تربیه شوی دی او غوښتل کیږی چی ددی موړتدو په وسیله په افغانستان کښی قدیانیتوب ته رسمیات ورکړی ، دا منافقین به د ملت له خوا لکه کمونیستان او تنظیمونه له مینځه تلوونکی وی ولو که ددوی ستر بادار امریکا او مردود انګلیسی شیطان بادار پنجابی پاکستان ئی محکم په غیږو کښی هم ونیسی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب