Home+له انسان څخه په څه ډول روح وځي؟

له انسان څخه په څه ډول روح وځي؟

عبیدالله سهاک
د پوهنتون استاد
څېړنو ښودلې، چې د روح له وتو دمخه لومړی د انسان په حواسو کې اختلال او ګډوډي راځي، له خولې یې بې مفهومه خبرې وځي، داسې حس کوي لکه پر تنه یې چې خزنده ګان او حشرات ورخېژي، غیر واقعي غږونه او نارې اوري… چې دې ډول ټولو غیر واقعي حسونو ته په کریمنالوژیکي او طبي اصطلاحاتو کې هذیان وایي.
تر دې مرحلې وروسته پنځه ګوني حواس په بشپړ ډول کار پرېږدي، چې په دې سره د انسان اړیکه له بهرنۍ نړۍ سره قطع شي.
کله چې حواس له کاره ولوېږي؛ نو د انسان وجود (فزیکي جسم) په خپله کار پرېږدي او مړ ګڼل کېږي، ځکه خو په داسې یو حالت کې انسان د خپلو لاسونو، پښو، خولې… اختیار له لاسه ورکوي.
خو د حواسو او جسم په مړه کېدو سره لا هم انسان مړ نه وي، عصبي سیستم لا ژوندی وي.
د عصبي نظام اړیکه چې کله له جسم او حواسو سره قطع کېږي؛ نو په دې وخت کې په انسان دومره دردونه راشې، چې په ټول ژوند کې یې نه وي تجربه کړي. کله چې دردونه د اوج نقطې ته ورسېږي؛ نو ورپسې د روح د انتقال عملیه اجرا کېږي. د روح له وتو وروسته انسان په بشپړ ډول مړ شي.
د انسان په ژوند کې تر ټولو ستره وېره له مرګ څخه وي. د اسلامي فلسفې پوهان باور لري، چې د مرګ پر مهال له مسلمان انسان څخه په زیاته کچه وېره لرې کېږي، چې دا د لوی الله ج ځانګړی رحم دی.
الله ج د سورت یونس په ۶۲ نمبر آیت کې فرمایي:
((واورئ! څوک چې د الله ج دوستان دي، په هغو کومه وېره او کړاو نه شته.))

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...