دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد‌‌ ملا برادر سکرتر د پاکستان د مرسته شويو غنمو خرابوالی رد...

د‌‌ ملا برادر سکرتر د پاکستان د مرسته شويو غنمو خرابوالی رد کړ

تاند:(دوشنبه، د حوت ۱۶ مه) ‏‏د طالبانو د رييس الوزرا د لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر سکرتر عبدالله اعزام هغه ادعاوې ردکړې، چې ګواکې د پاکستان مرسته شوي غنم خراب او د نه استفادې وړ دي.

د ملا برادر سکرتر دا هم ويلي چې په دې اړه د مرکزي سيلو د رييس خپره شوې ویډیو جعل شوې ده.

د ملا برادر اخند سکرتر په دې تړاو نور څه نه دي ويلي.

کابل کې د مرکزي سیلو د چارو مسؤل په یوه ویډیويي وینا کې ویلي و چې هغه غنم چې پاکستان د مرستې په نامه افغانستان ته رالېږلي دي له منځه تللي او د استفادې وړ نه دي.

دغه چارواکی وایي چې د هندوستان له خوا له افغانستان سره مرسته شوي غنم ښه دي او هغوی ترې په ډوډۍ پخولو کې استفاده کوي.

اوس ویل کېږي چې د مرکزي سیلو ريیس د یادو څرګندونو له کبله طالبانو له دندې ګوښه کړی دی.

په خواله رسنیو کې ډېرو افغانانو د پاکستان د غنمو مرسته او پکې درغلي غندلې او په طالبانو يې غږ کړی چې نور په دغه هیواد باور ونه کړي.

1 COMMENT

  1. ددی نه څرګندیږي چې دا ټول پرپاګنډې چې ګواکې د طالبانو اداره خپلواکه اداره ده ، ټول د خلکو د اغوا کولو پخاطر وخت ناوخته جوړیږي.
    څو میاشتی مخکې په تورخم کې څو تنه وطپال طالبان د پاکستان کرغیړن بیرغ یی وشکاوه ، دوه ورځی وروسته د طالبانو ویاند مجاهد اعلام وکړ چې هغه طالبان یی بندیان کړي چې د پنحاب بیرغ ته یی سپکاوی کړی ، بی ادبی معاف که پنجاب د دوی میرمنی هم له ځانه سره یوسي خیر دی خو د پنجاب بده دې څوک نه وائي اوس وګوری چې د سیلو رئیس یی يوازی پدی خاطر له دندی ایسته کړ چې حقیقت یی ویلی چې پاکستانی غنم ټول وراسته او له کاره وتلي دي.
    دا شو د طالبانو خپلواکي ( ؟؟؟؟؟) قسم دی چې زموږ هیواد د شوروی د یرغل په وخت کې هم داسی د بل هیواد تر ولکې لاندی نه و.
    آیا هغه خپلواکي چې دوي تمامه ورځ د هغه په باره کې چیغی وهي همداسی وي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب