یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+په افغانستان کې سیاستوال واړه او لوبه غټه وه

په افغانستان کې سیاستوال واړه او لوبه غټه وه

لیکنه: طاهر ساپی

سیاست او اقتصاد یو له بله سره تړلي دي ښه سیاستوال د خپل هېواد د ګټو لپاره کار کوي ګټې که په هره برخه کې وي خو د خپل ملت دحال او راتلونکي لپاره ګام اخلي هغوۍ په تېر پسې نه ګرځي لکه زموږ په خلکو کې عامه شوې خبره ده چې سیاست نه دایمي دوست لري نه هم دایمي دښمن ګټې هماغه مهال سنجول کيږي ، نو مهمه نه ده چې دغه ګټې یا د اوږدې مودې لپاره او یا هم د لنډ مهال لپاره سنجول کیږي.

افغانستان کې لویه ستونزه چې موږ یې له سیاسته لرې ساتلي یو خام سیاستوال او ضعیفه استخباراتي ادارې وې چې تل مو هر څه بایللي.

کله چې څوک د شطرنج لوبه کوي، سړی د مقابل لوري چال تعقیبوي چې د ده د لوبې طریقه او مخکې تلل څه ډول وي نو که یو رقیب له چا سره لوبه کوي په دویمه لوبه کې یې په تېر چال نه شي ماتولی ځکه چې ته پوهېږې چې مقابل لوری کومه ګیټۍ چېرته ږدي او تا به ورته له مخکې سوچ کړی وي او یا به دفاعي یا به ته هم بریدګر تصمیم نیسې.

سیاست همدغسې یو شی دی چې موږ پاکستان دوه ځلي په یوه چال کې ګیر کړو او دواړه ځلي یې مات کړو دواړه ځل مو اردو له منځه لاړه یو ځل د نجیب بل ځل د اشرف غني په وخت کې.

زموږ سیاستوال تل په داخلي ستونزو له منځه وړلو بوخت پاتي شوي چې له امله یې بهرنیان تر زنې او څوکۍ را رسېدلي او نظامونه یې ړنګ کړي دي.

استخباراتي ادارو مو د پېښې څخه مخکې هېڅ هم نه دي کړي مخکې له دې چې پېښه رامنځته شي عامل او دلایل یې له منځه یوسي تل پر دې مصروف وي چې خبر در کړي چې ته باید ځان وساتې تل د تنظیمي او سمتي او زیاتره یې دشخصي ګټو لپاره هڅه کړې ده.

موږ تر اوسه د هېڅ هیواد سیاستوال ونه لیده چې هغه دې د منتخب حکومت د لمنځه وړلو لپاره امریکې چین روس او یا هم اروپا ته تللی وي او غوښتنه دې کړې وي چې زموږ نظام له منځه یوسئ او ما د حکومت په مشري کې یا زما ډله حاکمه کړۍ خو دغه کار بیا افغان سیاستوالو کولو .

چې خبره رانه بله خوا لاړه نشي غواړم د نظام دسقوط څو لاملونه ووایم.

نړیوالو ته د افغانستان سیاستوال دومره مهم نه ووچې موږ فکر کوه چې اشرف غني، عبدالله عبدالله، استاد عطا یا اسماعیل خان او نور به د نظام د ړنګولو لامل شوي وي نه دوۍ دومره مهم خلک وو چې امریکا دې له افغانستانه ووځي نه هم تالب دومره قوي جګړه ماره دستګاه لرله چې ټولې نړۍ ته دې ماتې ورکړي د جګړې اصلي لوبغاړي څوک وو او او ولې امریکایانو افغانستان پرېښود؟

سره له دې چې چین د خپلو لویو پروژو لکه د مس عینک د امو حوزې د تیلو پروژه ولاړه ده خو بیا هم چین له یادو پروژو صرف نظر شوی نه دی ځکه چین پوهېده چې امریکا به له سیمې وځي چین په دې وروستیو شلو کلونو کې نه غواړي چې په سیمه کې په پوځي شکل ځان ښکاره کړي خو په لږ فشار یې ویلي چې موږ حاضر یو د سولې د ساتلو لپاره افغانستان ته عسکر ولیږو هغه هم قاطع نه بلکې نړۍ ته د خپل پوځ د مسولیت ښوودونکي په صفت دغه ډول څرګندونې کوي.

په وروستیو کې چین د افغانستان شاوخوا اقتصادي او سوداګریزې پروژې تر نظر لاندې ونیولې چې افغانستان یې برخه نه وو هغه منتظر وو چې امریکا به له افغانستانه وځي او له هغې وروسته به چین په ارزانه او ساده ډول سره وشي کولای دغه هېواد ته داخل شي چین د افغانستان د کنټرول ټول امکانات لري خو د دغه امکاناتو کارولو لپاره یې لږې مودې ته اړتیا لرله چې امریکا له افغانستانه ووځي شاوخوا د پروژو پیلولو چین کولای شول چې په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې افغانستان له ګواښ سره مخ کړي چې بیا په افغانستان کې د امریکایانو شتون چې د چین او روسیې د پیشرفت مخه نیول وو تش لاس پاتې شول.

چین هڅه کوي چې امریکا چې په شمال کې حاکمه ده د اسیا څخه وځغلوي او په دغه سیمه کې خپل راج ته دوام ورکړي امریکا پر دې پوهیږي چې چینایان خپلې سیمې ته وفادار دي او هیڅکله هم د خپلې سیمې له ګټو څخه نه تېرېږي او هیڅکله هم نه غواړي چې امریکا دې د ډېرې مودې لپاره په سیمه کې پاتې شي نو مخکې له دې چې امریکا له ګڼو تاوانونو سره له سیمې ووځي له تېرو مصارفو تېر او راتلونکي کې یې ځان د غڼې له جالې خلاص کړي.

خو چین د خپل اقتصادي او سوداګریزو پلانونو له امله په سیمه کې د امریکا متحدين محدود کړي دي چې نه شي کولای د چین په وړاندې متحد شي او د چین منګولې له سیمې وباسي.

په دوه زره دیارلسم کال کې د چین له خوا یوه پروژه اعلان شوه چې یوه لاره او یو کمر بند وو اعلان شوه چې سل میلیاره قیمت یې له لرلو او د منځنۍ اسیا او افریقا ۶۵ هېوادونه یې تر چتر لاندې راوستل چې له دې پروژې سره به د ریل پټلۍ د برق لولې ګازو پایپ لاین هم شامل وو یوه شریک نیټورک جوړ او په ګډه به د نورو شریکو پروژو برخه شي او یوازې همدغه هېوادونه به چې د دې تړون برخه وي شریک وي چین په لومړیو کې افغانستان له بی ار ای د پروژې څخه مستثنا کړ چې د دې لپاره په اسلام اباد کې هم د بیجینګ کابل ناستې وشوې خو تر اوسه د دغه پروژې کومه برخه په افغانستان کې نه ده پیل شوې.

په ۲۰۱۵ کې امریکا یاده پروژ په سیمه کې د چین د نفوس د ډېرښت په نامه یاده کړې وه او خپلو متحدینو ته یې چې د دې پروژې غړي وو اخطار ورکړی وو چې د پروژې په عواقبو باید فکر وکړي په ۲۰۱۲ کې افغانستان تلاش وکړ چې ځآن د پاکستان د ترانزیټ له انحصاره وباسي او په بدیلو لارو فکر وکړي چې د چابهار لاره او منځنۍ اسیا هیوادونو ته یې لارې تګ راتګ او سوداګري پیل کړه.

امریکا د پاکستان په مرسته سیمې ته د چین د اقتصادي داخلیدو د مخنیوي لپاره د یادې پروژې په برخه کې تمه لرله چې له امله هم له افغان حکومت سره مستقیم او له پاکستان سره په غیر مستقیمه توګه د تالب په لاس د جګړې دوام هڅه کوله خو کله چې په ایران د بندیزونو سره سره هند د چاه بهار بندر باندی د امریکا له مشورې پرته د پنځه سوه میلیونه ډالرو پانګونې پیل وکړ امریکا مایوسي په پیل کېدو شوه.

چین له خپلو ګڼو سیاسي مخالفینو سره خپل مخالفتونه کمرنګه کړي دي او بیرته ژر نه شي کولای او نه هم غواړي چې هغه مخالفتونو ته ور وګرځي ځکه چې اقتصادي او سوداګریزې ګټې یې اړ کوي چې بیا د سیاسي اختلافاتو لپاره خپلې اوسمهالې او اوږدمهالې ګټې تر ګواښ لاندې راولي.

او که چېرته چین سیاسي اختلافاتو ته لمن ووهي د چین په وړاندې د اېغوریانو نه په اسانه او ارزانه ډول ګټه اخیستلی شي او د چین په وړاندې ترې ګټه اخیستل کېدای شي.

چین په ورستیو کې له جاپان جنوبي کوریا استرلیا او یو شمېر نورو هېوادونو سره اړیکې داسې جوړې کړې چې ویې شول کولای د امریکا په لاس جوړ شوي ایتلاف چې د چین لپاره جوړ شوی وو کمرنګه کړي که بیا هم دغه هېوادونه د چین سره مخالف پاتې شي نو له سخت زیان سره به مخ شي.

ګوادر بندر د نړۍ په سطحه د یوه کمربند او یوې لارې د پروژې لپاره د پیل نقطه شمېرل کیږي او پاکستان دغه پروژه د پاکستان د اقتصادي قوت لپاره یو لوی عنصر بولي او د ګوادر بندر د چین لپاره د سمندري ترانزیټ یو دهلیز بلل کیږي چې له منځني ختیځ سره وصل شي ځکه چې له تېرو څو کلونو څخه سعودي پر ځینو بندرونو پانګونه کړې چې ګوادر له هغو بندرونو سره د تړون نقطه بلل کیږي.

یاد بندرونه په عربي اماراتو کې د خلیفه بندر کیزاد لوژستیکي پارک د سعید پورټ په مصر کې د تجارتي سیوز په نامه په عمان کې د دوه قومونو اقتصادي ښارګوټی او یو شمېر نور شامل دي چې نومونه یې زما له یاده وتلي.

له دې وړاندې چې نظام سقوط وکړي د چین وېره دا وه چې که چاه بهار جوړشي نو د ګوادر ارزښت به راټیټ کړي ځکه چې په ګوادر باندې چین پانګونه کړې چې دغه به وکولاشي چې د سعودي او چین بندرونه یوه اندازه بې ارزښته کړي خو بس چین قسمت خور او د سیمې لومړی درجه لوبغاړی دی ویې شول کولای د خپلې ګټې لپاره په سیمه کې د اوس لپاره د پآکستان پرمټ لوبه وګټي.

چاه بهار او ارزښت یې په دې کې دی چې یوازې افغانستان له دغې لارې هر کال د یو میلیارد ډالرو سوداګري کوي او هند ته خپل مالونه صادروي چې ګڼ یې تازه او وچه میوه او له هنده ډېر مالونه وو چې له امله یې د افغانستان بازارونه هندي مالونو نیولي وو سره له دې چې پر ګوادر پانګونه روانه ده خو پرچاه بهار باندې هند لا تر اوسه د سرمایه ګذارۍ څرک نه لیدل کیږي د هندوستان ستونزه دا ده چې هغوۍ پر طالب د سیاست د توازن ساتلو باور نه لري فکر کوي چې دوی به د پاکستان د ګټو پر مدار وڅرخیږي.

بله پروژه چې په سیمه کې د افغانستان سره له سمې اړیکې پرته قیمته تمامیږي او امریکا یې وتلو ته اړ کړه له چین سره د ایران پنځه ویشت کلن تړون دی چې له مخې به یې چین د انرژۍ په تولید ترانسپورت برخه کې څلور سوه میلیارده ډالره پانګونه کوي سره له دې چې تر اوسه یې جزییات پټ ساتل شوي او د چابهار په اړه هم څه نه دي روښانه شوي چې دغه پروژه هم د یوې لارې او یو کمربند برخه ده هغه څه چې دواړو هېوادونو پټ ساتلي اټکل کیږي چې په هغه ستراتیژیک موقعیت چې ایران یې لري چین غواړي چابهار له ځان سره وتړي او د هند لاس له چابهاره لنډ کړي چې د ګوادر د خور بندرونو حیثیت لري.

بله موضوع په تېرو دوه لسیزو کې چین او روس په تکتیکي شکل سیمه کې د دریم قدرت د ظهور او د نورو د مداخلو د مخنیوي په برخه کې سره یوه خوله شوي وو دا چې د امریکا له وتلو وروسته به دغه تعهد کې ژمن پاتې شي که نه له دې وروسته به څرګند شي خو د امریکا د وتلو لپاره یې یو بل تحمل کړي وو چین د روس د فرهنګي نفوذ په برخه کې د اقتصادي پرمختګونو د فرصت د موندنې په موخه دوه لویو قدرتونو د شانګهای سازمان په چوکاټ کې نسبي امنیتي ګټې تعریف کړې وې.

اوس چین د منځنۍ اسیا په یو شمېر هېوادونو کې د یوې لارې او یوه کمربند پروژې ته سخت زور ورکړی او هره ورځ هڅه کوي څو دغه پروژې ته سرعت ورکړي خو امریکا د ډي اف سي پروژې ته سترګې دي چې پرې د چین د نفوذ مخه ونیسي سره له دې چې امریکا د سیمې هېوادونو ته اخطارونه هم ورکړي چې د چین د پروژې برخه نه شي.

افغانستان د خپل موقعیت له مخې چې لري یې ددې لپاره چې ځانته د موقعیت ګټه راوړي د نړۍ د قدرتونو د رقابت پرمیدان بدل شوی واضع به شي چې ووایم افغانستان په د اسیا د وصل نقطه ده چې له مخې یې روسیه یو اقتصادي هېواد نه شو ځکه چې د سوداګرۍ لپاره که غواړي له سمندر سره وصل شي افغانستان ورته تر ټولو لنډه او ارزانه لاره تمامېدای شي.

چین هند او عربي هېوادونه هم افغانستان ته ورته اړتیا لري د دې لپاره چې دغه هېواد د نړۍ د اقتصادي جکړې میدان شي د سیاسي او جګړییز رقابت میدان ګرځېدلی دی چین او هند روس او چین امریکا او دا ټول یودبل قوي رقیبان دي چې هم سیاسي او هم اقتصادي رقیبان ګرځېدلي دي .

امریکا او چین تل په دې هڅه کې دي چې څنګه کولای شي اسیایي هېوادونه د خپلې سوداګرۍ او تولید لپاره د ښه بازار په توګه وکاروي چې له امله یې افغانستان چې د چین د سوداګرۍ لپاره اسانه لاره ده یو یې مخنیوي او بل يې د استفاده کولو هڅه کوي رقابت وکړي.

چین غواړي په کومه طریقه وشي کولای چې د افغانستان له لارې جنوبي اسیا هېوادونو ته ورسیږي او هلته له اقتصادي فرصتونو ګټه واخلي.

چین او هند د سیمې دوه رقیبان دي چې په اقتصادي او تسلیحاتي برخه کې هڅه کوي پر نړۍ تاثیر ولري سره له دې چې چین له هنده څو ستر ګامونه مخکې ده او دواړه د سیمې رقیبان شمېرل کیږي ددوۍ رقابت یواځې په اقتصاد نه خلاصه کیږي دغه دواړه هیوادونه یو بل سره کله کله مخامخ کیږي هم تېر کال هم سره پر مرز جګړه رامنځته شوې وه چې له امله شل هندي عسکر هم وژل شوي وو د نورو رقابتونو ترڅنګ دواړه غواړي د افغانستان زیرمو ته لاسرسی پیدا کړي دا چې دا رقابت کې کوم یو دافغانستان په ګټه دی بل بحث ته اړتیا ده.

دا چې افغانستان ونشول کولای د دواړو ترمنځ توازن وساتي یو لامل یې همدا وو چې دواړو پرې د دایمي دوست باور ونشو کولای چې له امله یې موږ یو هم د دوست په شکل ترلاسه نه کړ.

د چین ستونزه بله دا وه چې افغانستان کې ایغوري مسلمانان چې پاکستان ساتلي وو په افغانستان کې پټ وو او پاکستان د چین د دوستۍ لپاره دیوه ډار وسیلې په توګه وساتل نه یې د چین لپاره استفاده کړل او نه یې له منځه یوړل امریکایې په دې تمه ساتلې وه چې یوه ورځ به یې استفاده کړي نو چین اړ وو چې پاکستان له ځانه سره ولري او په دې تمه وو چې پاکستان به یوه ورځ دده مخالفین ورته له منځه وړي بل د پاکستان او چین شریک مخالف چې هند دی تر افغانستانه چین ته مهم دوست ګڼل کیږي.

او هند تل له افغانستان سره داسې دوست ندی پاتې شوی لکه پاکستان چې خپل رقیب پاللی هندوان تل وروسته پاتې شوي او هیڅکله هم نه دي توانېدلي چې په افغانستان کې د هندو سره رقابت وکړي او یا هم مستقیم اقدام چې د پاکستان د مداخلې لپاره خطر حس شي.

بل دا چین ور تر بلې په سیمه کې خپله اقتصادي قبضه زیاتوي او دغه قبضه یې اوس تر نړیوالو بازارونو رسېدلې او تر ډېره حده حاکمه ده او د انرژي په منابعو کې ددرېمې نړۍ په هېوادونو حاکم کیږي او لکه ښامار یې پرې خیټه اچولې ده.

یوه بله ستونزه چې چین له پاکستان سره نېژدې روابط لري او بیا هند مجبوریږي چې چې له چین سره د رقابت لپاره د امریکا روابط مستحکم کړي چې دغه چاره روانه هم ده خو پاکستان له ډېر غربت نه هیڅ هیواد سره خپلې اړیکې تر اخره حده له ربړ نه کشکوي تر هغې یې کشوي چې خپلې ګټې تر لاسه کړي خو که کله هم پوه شي چې کش شوی ربړ شکیږي همالته بیرته شاته کیږي نه پرېږدي چې په تقابل کې واقع شي.

له سیمې نه د امریکا په وتلو سره پاکستان دفعتا بدلون وکړ چې تېره میاشت د المپیک سیالیو ته د عمران خان تلل او له چین سره د اړیکو د لا استحکام هڅه له هغې وروسته چې په کومه ورځ روسانو پر اوکراین برید وکړ عمران خان په روسیه کي و، له دې ښکاري چې پاکستان اوس پر غرب تکیه کمه کړې او هڅه کوي چې له چین او روسانو سره روابط ښه کړي اوپه ملل متحد کې د سپینې رایې اچونه یې ښئ چې پاکستان نه غواړي ځان د تل په شان له امریکايي پآلیسۍ لاندې وي او په دې وروستیو کې د پاکستان له حده زیات اقتصادي فشار دی چې غواړي له چین نه قرضه واخلي او د ای ام اف قرضونه پرې خلاص کړي چې څومره له چینه قرضداره کیږي هماغومره به د چین تر فشار او اغیز لاندې راځي.

په لنډه توګه :

د افغانستان د اقتصادي موقعیت له مخې چې لري یې ددغه سیمې نقش په مرکزي اسیایي هېوادونو ته ګټور دی که په دغه سیمه کې چې استخباراتي جالې لا قوي شوي زیاتې شوي او ممکنه ده چې هر طرف ته زیان واړوي نو د سیمې هېوادونه د خپل ثبات لپاره اړ دي چې دلته د سولې لپاره له زړه کار وکړي خصوصا د چین د اقتصادي پروژو او د سینګیانګ د جنګیالیو د روزنځایونو د لمنځه وړلو لپاره به هڅه کوي چې دغلته ثبات رامنځته شي نو له همدې امله چین اړ دی چې په افغانستان کې د خپل مستقیم او غیر مستقیم تاثیر لپاره هڅې وکړي.

بل افغانستان د یوې محاسپې له مخې درې تریلیونه ډآلره معدنونه لري چې چین یې له دغو سر تړلو معدنونو د خوراک لپاره خیټه په اوبو کې ایښې ده.

سره له دې چې غرب له روسانو سره په تقابل کې واقع دی خو سره له دې هم امریکا تر روسانو زیات له چین سره ستونزه لري په دې هڅه کې ده چې چین دومره محدود کړي چې د نړۍ د ابرقدرت نوم یې له سره ووځي

چین له امریکا دومره متنفر دی چې حتی ددوۍ نیژدې رقیب روسیې له لوري پر اوکراین برید ته هم توجیه لټوي او روسان په حقه بولي.

د وسلو د مصرف او د وسلو تولیدوونکو کمپنۍ ترڅنګ د هیروینو او نشه یی توکو لویه مافیا د جګړې بل اړخ دی چې هغه هم جدا بحث ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب