Home+د B1 ویټامین کمښت

د B1 ویټامین کمښت

THIAMINE (B1) DEFICIENCY 

ژباړن او راټولوونکی: احسان الله ژمن 

د B1 ویټامین په لاندي حالتو کي کمېږي؛ 

ناسم جذب، ناسم میتابولیزم، ناسمه ذخیره، ډیالېزیس او هغه کسان چي د الکولو پخوانۍ تاریخچه ولري

د ناروغ کلنیکي منظره؛

هغه شخص چي د B1 ویټامین پکښې کم وي، لومړنۍ ستونزي یې دادي؛

بې اشتهایي، د عضلو درد، زغم له لاسه ورکول، د لاسو او پښو بې حسي.

که چېري د B1 ویټامین بېخي زیات کم سي د زړه او رګونو پر سیستم او یا پر عصبي سیستم باندي منفي اثر کوي یعني شخص ته په ترتیب سره Wet beriberi یا Dry beriberi پیدا کېږي

د زړه او رګونو پر سیستم یې اثر په لاندي ډول دی؛

محیطي رګونه پراخېږي، په پایله کي د زړه د زیات آوټ پُټ له امله ناروغ ته Heart failure، نفستنګي، ټکي کارډیا، د زړه غټوالی، په سږو کي د مایع غیر نورمال راټولېدل او د لاسو او پښو ګرموالی پیدا کېږي، چي دې ته Wet beriberi وایي.

که چېري ناروغ ته حسي او حرکي ستونزي، درد، د لاسو او پښو بې حسي پیدا سي دې ته Dry beriberi وایي

د تیامین (B1) د کمښت د تشخیص له پاره ناروغ ته په تجربوي ډول تیامین پیچکاري کوو  که د ناروغ شکایتونه ورک یا کم سي نو د نوموړي ویټامین کمښت موجود دی

همدارنګه د ادرار له لاري یې اطراح او نورمال اندازه ګورو، که یې اطراح زیاته وه او یا یې په بدن کي اندازه د نورمال حد څخه کمه وي نو وایوو چي د نوموړي ویټامین کمښت موجود دی

په بدن کي د تیامین نورمال اندازه له (180——70)nmol/L ده.

درملنه یې

ناروغ ته تر لومړیو څو ورځو پوري د B1 ویټامین په ورځ کي له 50 څخه تر 100mg د ورید له لاري پیچکاري کوو او ددې تر څنګ هره ورځ د خولې له لاري له 5 څخه تر 10mg نوموړی ویټامین او ټول هغه ویټامینونه چي په اوبو کي منحل دي ناروغ ته د ښې درملني په منظور تطبیقوو.

پورته درملنه په یو شمېر ناروغانو کي په چټکۍ سره مثبت ځواب ورکوي او په ځینو کي په ځنډ سره ځواب ورکوي.

د موضوع اړوند د ځینو اصطلاحاتو تشریح

Dialysis 

یوه کړنلاره ده، کله چي پښتورګي په شدید ډول خپل دنده له لاسه ورکړي، د دې کړنلاري په مرسته اضافي او زهري مواد له بدن څخه بهر ایستل کېږي او هغه مواد چي بدن اړتیا ورته لري، بدن ته داخلېږي. نوموړې پروسه د hemodialysis په نوم هم یادېږي.

Cardiac output (د زړه آوټ پُټ

د ویني هغه اندازه ده چي په یوه دقیقه کي د زړه په مرسته ابهر شریان (آورټا) ته پمپېږي

Heart failure؛ دا یو قلبي سندروم دی، زړه نه سي کولی چي د خپل جوړښتیز یا وظیفوي ګډوډۍ له امله رګونو ته په بشپړه توګه وینه پمپ کړي

Tachycardia؛ د زړه هغه ضربان چي په یوه دقیقه کي له سل ځله څخه زیات وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...