جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+پنځه زره کلن تاریخ/ عزیزالله انیس

پنځه زره کلن تاریخ/ عزیزالله انیس

    معمولن زموږ په ټولنه کې خلک له تاریخ سره دوه ډوله چلن کوي: یوه ډله په خپل تاریخ نازېږي، د انګریز، شوروي او امریکا د ماتو کېسې کوي، د ګرګین د مرۍ په پرې کېدو ویاړي، په ډهلي او بنګال د پاچاهۍ خبرې کوي:

ستا د لاس ماڼۍ ولاړې په ډهلي په بنګاله دي

     بله ډله بیا وايي چې پنځه زره کلن تاریخ په درد نه خوري، موږ اوس د نړۍ وروسته پاتې ملت یو، موږ باتوران نه یو، باتوران هغه دي چې تولید لري، ټکنالوجي لري، علمیت لري، په ځان بسیا دي. موږ دا هېڅ نه لرو. قدیم ترین تاریخ له موږ باتور ملت نشي جوړولی.

     دویمه ډله یو بل دلیل هم وايي چې که موږ پنځه زره کلن تاریخ لرو، نو په دې کې د ویاړ څه نشته، ټول جنګونه دي، وژنې دي. د واک دومره حرص دی چې ورور، ورور ړوند کړی، پلار زوی وژلی… ټول تاریخ ځوروونکی دی. دوۍ وايي چې له اوسني حالت څخه د وتلو لارې چارې کتل مهم دي، نه تېر تاریخ.

     خو حقیقت دا دی چې موږ په اوسني حالت د فکر کولو او له دې حالت څخه د وتلو لپاره تاریخ ته اړتیا لرو. دا تاریخ دی چې نړۍ موږ ته د افغانانو په سترګه ګوري، که تاریخ نه وي زموږ د ټولو شناخت تر پوښتنې لاندې دی. دا چې کم پرمختګ، کم علمیت، کم تولید… لرو، په تاریخ کې یې عوامل پلټل په کار دي.

     د اروپایانو په  رنسانس کې تاریخ اغېزمن رول درلود. له میلاد څخه مخکې او د میلاد په لومړیو پیړیو کې اروپا لوړ تمدن درلود. په اتن کې د سقراط، اپلاتون، اراسطو… په څېر پوهان او د روم امپراطوري یې نمونې دي. خو په منځنیو پېړیو کې اروپا د جهل تورو تیارو په مخه کړه. له رنسانس څخه مخکې یو ډله خلک راپیدا شول چې اومانیستان یې بلل. دوۍ په تېر تاریخ میین خلک ؤ. هڅه یې کوله چې د اروپا پخوانی تمدن راژوندی کړي. دوۍ په همدې جریان کې د لاتیني ژبې پخواني ادبیات ولوستل، د اراسطو له نظریاتو یې ګټه واخیسته، د هغه نظریاتو ته یې نوی تفسیر ورکړ. هڅه یې وکړه چې خپلې ستونزې د اتن د پخوانیو پوهانو په تیوري ګانو حل کړي. د دې ټولو هڅو په نتیجه کې یې رنسانس وزېږاوه، چې رنسانس بیا ډېرو انقلابونو ته لار هواره کړه.

     د تاریخ اهمیت هغه وخت لا ډېر احساسېږي چې د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې پښتنو حالت درک کړو. هلته یو شمېر پښتانه د پنچاب لپاره تورې وهي، په ننګ یې شعرونه وايي او اتلانو ته یې سلامي کوي. نور پښتانه دې خلکو ته ګلخانان وايي. د دوۍ د ګلخاني کېدو اصلي عامل د خپل تاریخ او تهذیب هېرول دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو هم همدا علت درک کړی، اوس دوۍ په هره غونډه او احتجاج کې د تاریخ د بیا رایادولو هڅه کوي. احمدخان ابدالي یادوي، د میوند ملاله ستايي، د ایپي فقیر او بایزید نومونه په ویاړ اخلي….

     لومړۍ ډله چې په تاریخ ویاړي، نو لازمه ده چې پخوانيو تمدنونو د له منځه تلو عوامل وپوښتي. دا مالومه کړي چې موږ ولې نشو کولی یو بل ابن سینا وزېږو؟ ولې نشو کولی یو بل سیدجمال الدین راپیدا کړو؟ د روښانیانو غورځنګ افغان قوم ته څه غوښتل؟ څه یې ترلاسه کړل او څه یې تر لاسه نکړل؟ خوشال له پښتنو کومې ګېلې لرلې؟ کوشانیانو په ګنداهار کې کوم تمدن رامنځته کړی ؤ؟….

     دویمه ډلې دې هم په پام کې لري چې دا یوازې د افغانانو تاریخ نه دی چې له ړندولو او وژلو ډک دی، دا د انسان تاریخ دی.که دلته یو ورور بل ورو ړوند کړ، خو د قدرت تږو انسانانو په کرمان کې ۲۰۰۰۰ کسان په یوه وخت ړانده کړل. که دلته یو پلار زوی وواژه، خو په ډهلي کې یو زوی خپله ټوله کورنۍ د واک لپاره په تل پاتې زندان کې واچوله. انسان چې د واک په نشه کې راشي، نو هغه بیا له څېرونکي حیوانه څو ځلې زیات بې رحمه شي، هغه انسان که افغان وي او یا هر څوک. 

     دا تاریخ دی چې ملتونه ژوندي ساتي، هغه هېوادونه چې شریک تاریخ نلري، هېڅ کله یو واحد ملت نشي کېدی. نشنلیزم یا هېوادپالنه هم له تاریخ پرته امکان نلري. اړینه ده چې موږ د تاریخ اتلان یاد کړو. خو په بېلابېلو دورو کې د ټولنې اقتصادي او فرهنګي وضیعت مطالعه هم په کار ده، یوازې د پاچاهانو تاریخ مهم نه دي.

3 COMMENTS

  1. پنځه زره کلن تاریخ به سمه خبره وي خو موږ يې یواځې د دغو خبرو په ویاړ ساتلي یوو! او پښتانه چه خوشباوره خلک ؤ او دی هغه مني چه ورته ویل کېږي، بې له دې چه ورباندې فکر وشي. له کوچنیتوب نه پر موږ، پردی خلک او د دوی قهرمانان وتمبول شول چه د خپل تاریخ مو هېر کړل، د مثال په توګه آسکندر خبیث پر موږ د اسکندر کبیر په نامه وتمبول شو او موږ ټول په ویاړ د ده نوم یادوو چه دی او ورپسې مقدونیان او ارووپایانو کم و زیات ۲۵۰ کاله پر موږ حکومت يې وکړل چه کوم که سترګط جګول، ۍټء؛ې یې ویستل کېدل، همدا رنګه نور او پرله پسې. په ۱۹۹۰ د مارچ یا اپریل میاشتې کې یو سویسی جنرال د خبر په ترست کې یې وویل چه ؛ «که پښتانه نه بنیادمېږي، له مینځه وړل کېږي» خو چه ما دا خبره بده ولګېدله، دومره مې وویل چه دا خوب به قبر ته ځان سره یوسئ! زه هم پخوا له دې پوه شوی ؤم چه د پښتنو پر ضد اعمال په سویس زیادتره تر نورو ارووپایی ممالکو کې له پښتنو سره بد چلند روان دی. او مطالعات د ډېرو کتابوونو او نشرات لکه: د دودوونه جنګ د هنتنګتن، یا ۱۹۸۰ په نامه د جارج ارول یا سترګې پتې کړه د بایر، او او نور او په دې آخر کې د ۱۱۷۷ کاله مخی کې له عیسی نه یا ۳۱۹۹ کاله مخ کې له نن نه د اسنادو پر بڼسټ چه په هغه زمانه کې، وروسته له دې د فرعون او کاسیانو د تمدن او دورې بانډط د غربی او جنوبي ارووپایان یرغل پر مصر او بابل وشو او لیکي چه نور د سولييز او د انسانیت د احترام دوره ختمه شوه او ور پسې د نني افغانستان په بدخشان کې اول وارې د قلعي معدن کشف شو او د مسو دوره ختمه او د صیقل دوره او د سختو وینو تویولو دوره شروع شوه! زه پوه شوم چه ازوپیان له څو زره کاله راهيسې پوهېدل چه دا منطقه د هندوکش او افغانستان ډک له هغو شیانو نه دي چه پر له پسې ورته ضرورت به وي تر هغه چه زمانه پخه شوه. او پوه شوم چه چه د اسکندر د بآتې خلکو له لارې له بدخشان و پنجشېر و نورستان او هغې خواته تر بلخمري او ګوندې چه تر کنر و جلال آباد ډېر خلک د سید او نورو نووموونو لانې د ارووپایي او د مقدونیې اصلیت لري چه د دغو له لارې پښتانه له مینځه یوسي او خپلې ګټې وکړي. پښتانه یو خاص خلک دي په دغو کې زیات صفات وجود لري اد ګرمو اوبو لاره يې د اروپایانو په مخ آسیا ته یې بنده کړې ده، د ا یوه لڼډه قصه خو ځوان یاستئ، وځېړئ. پر دغو مسایلو ساده کتل غلط دی. زبې زده کړئ ځکه چه په ترجمو کې واقعیتوونه نه لیکل کېږي!

  2. بښنه غواړم، زما پاسني لیک کې ډېرې تایپي نیمګړتیاوې دي چه وروسته له اصلاحاتو کوز يې داخلوم، مهربانی وکړئ، دا لیک ولولئ:

    پنځه زره کلن تاریخ به سمه خبره وي خو موږ يې یواځې د دغو خبرو په ویاړ ساتلي یوو! او پښتانه چه خوشباوره خلک ؤ او دی، هغه مني چه ورته ویل کېږي، بې له دې چه ورباندې فکر وشي. له کوچنیتوب نه پر موږ، پردی خلک او د دوی قهرمانان وتمبول شول چه د خپل تاریخ مو هېر کړل یا يې هرومرو هېر کړوو، د مثال په توګه آسکندر خبیث پر موږ د اسکندر کبیر په نامه وتمبول شو او موږ ټول په ویاړ د ده نوم یادوو چه دی او ورپسې مقدونیان او ارووپایانو کم و زیات ۲۵۰ کاله پر موږ حکومت يې وکړل چه کوم یو که سترګه جګوله، سترګې یې ویستل کېدلې، همدا رنګه نور او پرله پسې. په ۱۹۹۰ د مارچ یا اپریل میاشتې کې یو سویسی جنرال د خبرو په ترست یې ماته وویل چه ؛ «که پښتانه نه بنیادمېږي، له مینځه وړل کېږي»، دا خبره په ما بده ولګېدله، دومره مې وویل چه دا خوب به قبر ته ځان سره یوسئ! زه پخوا له دې پوه شوی ؤم چه د پښتنو پر ضد اعمال په سویس زیادتره تر نورو ارووپایی ممالکو کې له پښتنو سره بد چلند روان دی. او مطالعات د ډېرو کتابوونو او نشرات لکه: د دودوونه جنګ د هنتنګتن، یا ۱۹۸۰ په نامه د جارج ارول یا سترګې پتې کړه د بایر، او نور او په دې آخر کې د ۱۱۷۷ کاله مخی کې له عیسی نه یا ۳۱۹۹ کاله مخ کې له نن نه د اسنادو پر بڼسټ چه په هغه زمانه کې، وروسته له دې چه د مصر فرعونو او کاسیانو د تمدن او دورې باندې د غربی او جنوبي ارووپایان یرغل پر مصر او بابل وشو، او لیکي چه نور د سولييز او د انسانیت او د احترام دوره ختمه شوه او ور پسې د نني افغانستان په بدخشان کې اول وارې د قلعي معدن کشف شو او د مسو دوره ختمه او د صیقل دوره او د سختو وینو تویولو دوره شروع شوه! زه پوه شوم چه اروپیان له څو زره کاله راهيسې پوهېدل چه دا منطقه د هندوکش او افغانستان ډک له هغو شیانو نه دي چه پر له پسې ورته ضرورت به وي، تر هغه چه زمانه پخه شوه. او پوه شوم چه د اسکندر د بآتې خلکو له لارې له بدخشان و پنجشېر و نورستان او هغې خواته تر بلخمري او ګوندې چه تر کنر و جلال آباد ډېر خلک د سید او نورو نووموونو لاندې د ارووپایي او د مقدونیې اصلیت لري چه د دغو له لارې پښتانه له مینځه یوسي او خپلې ګټې وکړي. پښتانه یو خاص خلک دي چه په دغو کې زیات صفات وجود لري او د ګرمو اوبو لاره يې د اروپایانو په مخ آسیا ته بنده کړې ده، دا یوه لڼډه قصه، خو تاسې ځوان یاستئ، وڅېړئ. پر دغو مسایلو ساده کتل غلط دی. زبې زده کړئ ځکه چه په ترجمو کې واقعیتوونه نه لیکل کېږي۰

  3. مننه جناب زمری کاسي صیب!
    دا رښتیا دې چې زموږ تاریخ هغسې نه دی، لکه څنګع چې باید لیکل شوی وای. د چنګیز یرغل هم زموږ ګڼ تاریخي اثار له خاورو سره خاورې کړل، وروستنیو تاریخ لیکوونکو هم ټول تمرکز د پاچاهانو په ژوند او مرک دی.
    تاریخ لیکوونکي مو چې کوم ماخذونه کاروي ډېری یې د پردیو لخوا لیکل شوي، مثلن: د الفنسټن تاریخ، د ایرانیانو تاریخونه، د مغلي دورې تاریخونه…
    همداسې د تاریخ یوه غټه برخه مو د ایرانیانو او هندیانو سره دعوه ګېره ده.
    دا کار لا ډېر سپړل غواړي او دا د اوسنیو تاریخ لیکوونکو او څېړونکو مسؤلیت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب