Homeخبرونهد کابل له يوه کوره د ۷ هاموې ټانکونو د نيولو خبر...

د کابل له يوه کوره د ۷ هاموې ټانکونو د نيولو خبر ورکړل شو

تاند:(جمعه، د حوت ۱۳ مه) ‏په ‏کابل کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، چې نن سهار یې د کابل ښار د دويمې امنیتي حـوزې اړوند سيمه کې د چاڼيزو عملیاتو پر مهال په یو کور کې ۷ هاموې ټانکونه نیولي دي.

خالد ځدراڼ زياتوي، چې د کور په کور عملياتو لړۍ په کابل ښار کې لاهم په دقت سره دوام لري.

سرچينې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

په کابل او یو شمېر نورو ولايتونو کې د طالبانو د کور په کور عملياتو لړۍ تېره اونۍ پيل شول، چې ځينو خلکو يې هرکلی او ځينو يې مخالفت کړی دی.

د دغو عملياتو مخالفين تورن شوي، چې د امنیتي وضعیت د ښه کیدو او دولتي پوځي تجهيزاتو د را ټولولو د هڅو تخریب کوي.

له دې سره، په ځينو سيمو کې د پلټنو پر مهال د طالبانو د ناسم چلند شکايتونه هم رسنيز شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...