جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ په یوه جومات کې چاودنې ۳...

د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ په یوه جومات کې چاودنې ۳ تنه وژلي

تاند(جمعه، د حوت ۱۳مه) نن له پېښور سره همهماله د پکتیا ولایت ډنډې پټان ولسوالۍ کې چاودنه وشوه او له کبله یې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل دي.
د راپورونو له مخې، چاودنه ډنډې پټان ولسوالۍ د خروټو په نوم کې کلي د جومات مخ ته شوې ده.
د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او کلتور ريس خالقيار احمدزي د پېښې د تایید ترڅنګ وویل«چاودنه هغه مهال وشوه  چې د خروټو په کلي کې خلک د جمعې له لمانځه وروسته له جومات څخه د راوتلو په حال کې وو.»
ده همداراز وویل چې په دې چاودنه کې درې کسان وژل شوي او شل تنه نور ټپيان شوي دي.
دى وايي چې د پيښې په اړه يې پلټنې روانې دي او ټپيان ځايي روغتون ته رسول شوي، چې د ځينو وضعيت ښه نه دى.
نوموړي وويل په دې سيمه کې له کلونو کلونو راهيسې د دوو قومونو تر منځ د ځمکې پر سر لانجه ده او ښايي نننۍ چاودنه هم له همدې امله وي.
تر اوسه پورې کومې ډلې یا چا د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب